د تهداب ساختمانونه د خاورو او ځمکې لاندې اوبو له حملو څنګه خوندي کړو ؟How to Protect Foundation Structures from Soils and Groundwater Attacks?
تهداب د ساختمانونو مهمه برخه ده او د ساختمان یوالې په ساتلو کې مهمه ونډه لري.د تهداب ساختمانونه معمولا د خاورې او ځمکې لاندې اوبو له بیلابیل شکل حملو سره مخ کیږي نو ځکه دخوندیتوب لپاره یې یو شمیر جدي تدابیرو ته ضرورت دی چې باید په پام کې ونیول شي.
تهداب ساختمانونه د خاورو او ځمکې لاندې اوبو له حملو څنګه خوندي کړو. How to Protect Foundation Structures from Soils and Ground Water Attacks?
په دې مقاله کې پرتهداب ساختمانونو باندې په خاوره او ځمکې لاندې اوبو کې د مضره عناصرو له امله حمله د بحث لاندې نیول شوې.
1) د حملو لاملونه .
2) خاورې او ځمکې لاندې اوبو مطالعه .
3) په خاوره او ځمکې لاندې اوبو کې دحملو پروړاندې د دکانکریټي تهداب ساختمان خوندیتوب .
4) د زنګ وهلو پروړاندې د اوسپنیزپایپونو خوندیتوب .
5) د لرګین پایو خوندیتوب .
1. پرتهداب ساختمانونو باندې د حملو لاملونه . Causes of Attacks on Foundation Structures
مختلف ډول حملې شته چې بیلابیل ډول تهدابونه ترې متضرر کیږي .په لاندې عبارتونو کې د حملو بیلابیل عوامل په ګوته شوي چې بیلابیل ډول تهدابونه لکه کانکریټي تهداب ،اوسپنیزې پایې ،او لرګین پایې ورسره مخ کیږي او ترې متضرر کیږي .
د تهداب ډولونه او د حملو لاملونه . Types of foundation and causes of attacks.
i. .کانکریټي ساختمان .د حملو لاملونه یې ،په ځمکه کې کیمیاوي فاضله او سلفایټونه ،زنګ وهل او میخانیکي سولیدل.
ii. اوسپنیز پایې .مخصوص محیطي شرایط د زنګ وهني لامل کیږي .
iii. لرګین پایې .په خاوره اوبو کې اورګانیزمونه کیدای شي د لرګیني پایې د ورستیدو لامل شي .یخ او نور لامبو وهونکي اجسام کیدای شي د سولیدو او جدي تخریب لامل شي .
د حملې درجه نه یواځې داچې په خاوره کې دمضره عنصر په غلظت پورې اړه لري همدارنګه دجوي شرایط او ځمکې لاندې اوبو په ټیبل کې د بدلونونو پورې اړه لري.
2. د خاورې او ځمکې لاندې اوبو مطالعه . Soil and Groundwater Exploration
دا ډیره مهمه ده چې د ځمکې لاندې اوبو ټیبل او په خاوره کې بریدکوونکې عناصر وپیژندل شي ځکه د ساحې د شرایطو په تناسب سره به د خوندیتوب تدابیر په پام کې ونیول شي.معمولا د کیمیاوي تحلیل لپاره به ،د ځمکې لاندې اوبو ،خوځیدلې او هغه خاورې نمونه واخستل شي چې لاس ورسره نه دی وهل شوی .په کیندل شوو سوریو کې کیدای شي د پوره وخت لپاره ولاړ پایپونه ځای په ځای شي څو د ځمکې لاندې اوبو لیول او نوراړین مالومات ترلاسه شي.په دې سره به د ځمکې لاندې اوبو نوسانات مالوم شي .دا ضرور ده چې پوره مالومات ترلاسه شي څو د د سلفایټ مقدار په سم شکل ترلاسه شي ځکه د دژوروالي په زیاتیدو سره د سلفایټ مقدار تغیر کوي . که غیراقتصادي خوندیتوب محاسبه شوی وي نو علت به یې ناکافي مالومات وي.
3. د خاورې او ځمکې لاندې اوبو دحملو پروړاندې دکانکریټي تهداب خوندیتوب . Protection of Concrete Foundation Structures against Soil and Ground Water Attacks
هغه عمده فکتور چې د کانکریټي تهداب د تخریب لامل ګرځي په خاوره او ځمکې لاندې اوبو کې دشته سلفایټو د حملې له امله دی .د سلفایټو د حملې ترڅنګ،کیمیاوي فضوله ،اورګانیزمي اسیدونه ،ځانګړي تخریبونکي جغل او شګه ،د سیخانو زنګ وهنه او دسمندري اوبو عمل به د کانکریټي تهدابونو د تخریب لامل شي.په لاندې برخه کې ،دخوندیتوب مهم تدابیر کوم چې دخاورې او ځمکې لاندې اوبو د حملو پروړاندې د کانکریټي تهداب ساختمان لپاره مهم دی بحث شوي.
4. د سلفایټو دحملې پروړاندې خوندیتوب. Protection against Sulphate Attack
دحملو پروړاندې د کانکریټي تهداب ساختمان د خوندیتوب لپاره څو بیلابیل تخنیکونه شته چې وکارول شي.د ASTM ددرجه بندۍ پراساس ، د II ډول پورتلنډ سیمنټ کولی شي د سلفایټو د حملې پروړاندې پوره مقاومت وکړي.د سلفایټو د ډیرجدي حملې پرځای کې د سوپر-سلفایټو او لوړ المونیم سیمنټو په کارولو سره ستونزه حل کیدای شي.سره له دی چې دلوړالمونیم سیمنټ کیدای شي له تبدیلۍ (conversion) څخه کوم چې د کانکریټو د فشاري مقاومت راکمیدل دي ، متضرر شي ،مګر کیدای شي دا ستونزه حل شی ځکه کله چې کانکریټ داسې حالت تجربه کوي هلته یو اندازه باقي مانده مقاومت وي .د لوړ المونیم تبدیلۍ لویه نښه د کانکریټو د سلفایټو مقاومت کمیدل دي. د لوړالمونیم تبدیلۍ د مخنیوي تدابیرو کې د لوړ فیصدۍ سیمنټو کارولو مخنیوی ،له تودوخې څخه د کانکریټو خوندي کول ،د ګازی اوبو ورکولو(steam Curing) مخنیوی اود مناسب سیوري(shade) په ورکولو سره له لمرڅخه د کانکریټو خوندي کول راځي .دنورمال تهداب جوړولو لپاره ،د سلفایټ مقاوم سیمنټو مناسب تخته کول کیدای شي په لوړ غلظت سلفایټ لرونکو ساحو کې کفایت وکړي په داسې حال کې چې د خوندیتوب غشا باید په سختو شرایطو کې وکارول شي.سپارښتنه داده چې په سلفایټو لرونکو ساحو کې دکانکریټي تهدابونو چاپیره پلاستیکي تختې یا هم بیټومین قیر قشر ورکول شي.کیدلی شي ملمع شوی(galvanized) سلنډري پوخ شوی سیخان یا هم PVC وکارول شي خو دا به قیمته تمام شي.
5. په خاورو او ځمکې لاندې اوبو کې د عضوي اسیدونود حملو پروړاندې دکانکریټي تهدابونو خوندیتوب. Protection of Concrete Foundation Against Organic Acid Attacks in Soils and Groundwater
طبیعي اسیدونه کیدای شي دکندو په خاورو او اوبو کې شتون ولري او ازاد سلفوریک اسید کیدای شي د پایرایټ pyrite یا marcasite د اکسیدایز څخه تشکیل شي .که چیرې غیر قابل نفوذ (impermeable)کانکریټ ورکول شوي مخکینی ډول یې لږ مضر دی مګر دا وروستی هغه یې بیا د کانکریټو لپاره زیات مضر دی.د لوړ سلفایټ مقدار او pH قیمتونه د ازاد سلفوریک د نښو په توګه کاریږي نو ځکه د pH قیمت د خوندیتوب او کنترول سپارښتنه کیږي .د بیلګې په ډول که د pH قیمت مساوي له 6 سره وي نو تدابیرو ته ضرورت نشته،خو که قیمت له دې ټیټ وي بیا د غوښتنې وړ خوندیتوب لپاره له ډبرو سکرو ایرو (fly ash)او furnace slag سره د سلفایټو مقاوم سیمنټو،زر سختیدونکو (rapid hardening)سیمنټو کارولو ته ضرورت دی .
6. د کیمیاوي او صنعتي فاضلو پروړاندې د کانکریټي تهداب خوندیتوب .Protection of Concrete Foundation Against Chemical and Industrial Wastes
کیدای شي په کیمیاوي کارونو او زیرمه شوو فاضلو کې مضره کیماوي مواد شتون ولري.ددې ستونزې چاره کول ستونزمن وي ځکه په فاضلو کې د کیمیاوي موادو غلظت متغیر وي او پیژندل یې کافي سخت وي.نو که ساختماني ساحه حمله کوونکی مضره کیمیاوي ماده لکه اسیدو فضوله ولري ،نو بیا سپارښتنه کیږي چې میخي تهداب وکارول شي کوم چې تیار جوړ شوی (precast)کانکریيټي تختو څخه جوړ دی چې داخل کې منځ خالی(hollow) PVC پایپ لرونکی وي او چاپیره یې کانکریټي غشا وي ،منځ خالي پایپ له کانکریټو ډکیږي او باندنۍ کانکریټي غشا د پوخ په شکل کار ورکوي او پرهغه ځمکه ایښودل کیږي چې کیمیاوي فضوله سره ککړ وي.
7. د زنګ وهلو پروړاندې اوسپنیز میخونو خوندیتوب . Protection of Steel Piles against Corrosion
اوسپنیز میخي تهدابونه کیدای شي په خاوره او ځمکې لاندې اوبو کې له زنګ وهلو څخه اغیزمن شي ځکه داوسپنیز میخي تهداب د زنګ وهلو لپاره اوبه او هوا اساسي شرایط برابروي .معمولا ،د اوسپنیز میخي تهداب بیلابیلي ساحې به د انود(anode) او کتود(cathode) په حیث کار وکړي.بلاخره د کتود په ناحیه کې به زنګ وهل (rust) او انود ناحیه کې به کنده Pitting رامنځ ته شي.په خاوره او ځمکې لاندې اوبو کې داوسپنیزمیخي تهداب زنګ وهل یوه جدي ستونزه ده او باید په مناسب ډول حل لاره ورته پیدا شي.په لاندې برخو کې په اوځمکې لاندې اوبو کې له زنګ وهلو داوسپنیزمیخي تهداب خوندیتوب تشریح شوي.
i. د اوسپنیز میځي تهداب د رنګولو درملنې په واسطه خوندیتوب.Steel Pile Paint Treatment Protection
په دې تخنیک کې ،په ابتدايي ډول د شګې او ریګ مال د ساختمان لپاره کاریږي څو سپین فلزي سطحه ترلاسه شي.وروسته له دې ، د 50-75 مایکرو متر زنک پرایم قشر پاکې شوې فلزي سطحې ته ورکول کیږي .په اخره کې ،ایپوکسي یا وینایل رنګ لپاسه ورکول کیږي .باید په یاد ولرو چې پرایم قشر باید بره قشر کې داسې ورکول شي چې له اړونده سطحې سره تطابق ولري.د سمندري ساختمانونو د خوندیتوب لپاره درنګولو درملنه کاریږي .بلاخره ،باید په یاد ولرو چې رنګول د خوندیتوب لپاره اوږودمهاله حل لاره نه ده .نو ځکه سپارښتنه کیږي چې یا هم سټیل پلیټ وکارول شي او یا اوسپنیزمیخي تهداب پیړوالی زیات کړای شي.
ii. د اوسپنیزمیخي تهداب کتودیک خوندیتوب . Cathodic Protection of Steel Piles
د کتودیک خوندیتوب سیستم اساس د پوتنشیلي الکترومیخانیکي فلز کارول دي .په دې تخنیک کې ساختمان کتودیک ته اړول کیږي کوم خاورو او ځمکې لاندې اوبو یا هم بل محلول ته د فلزاتو د ورتګ مخنیوی کوي.په کتودیک خوندیتوب میتود کې کیدای شي برق ورکولو سیستم یا sacrificial anode وکارول شي.په مخکیني حالت کې ،انودونه د سایز شو ګروپ کاربن یا هم اوسپنی میده کولو شکل غوره کوي.د A D.C جنراتور یا نور مناسب وسایل کیدای شي وکارول شي څو D.C جریان منځ راوړي کوم چې له انود څخه کتود ورته ضرورت دی.باید وویل شي چې دساختمان ښکاره سطحه باید ترخپله وسه کمه وي ،ځکه په دې سره به دانود ضایعات راکم شي او د برق جریان به اسانه وي. څرنګه چې د sacrificial anode کارول یوه اندیښنه ده ،دا یوه غټه کتله انود فلزونه لري کوم چې corrode په داسې حال کې چې د ساختمان په ټول ژوند کې خوندیتوب تامینوی.ځکه sacrificial anodes ورژیږي او باید وخت په وخت بدل شي په ځانګړي په سمندري چاپیریال کې .سربیره پردې ،د sacrificial anode برقي محرکه مسلسله قوه باید د خوندي کیدونکي ساختمان څخه زیات وي .بلاخره ،باور دادی چې sacrificial anode کارول په سمندري ساختمانونو کې د برقي ورکولو طریقې په پرتله زیات اسانه اوشونی دی ځکه دا ورستی هغه یې کیبلونو ته ضرورت لري کوم چې کیدای شي دکشتیو او نورو اجسامو په واسطه تخریب شي .خو بیا د sacrificial anode تبدیلول به د ځمکې لاندې اوبو کې ترسره شي کوم چې اسانه نه دی.
8. د لرګین میخي تهدابونو خوندیتوب. Protection of Timber Piles
که چیرې د میخي تهداب پرځای لرګی کارول شوی وی ،او سمندري شرایط وي نو لرګي د بیولوژیکي اورګانیزم له امله وروست (decaying)کیږي.خو بیا هم ،کله چې لرګی خښ شي ،نوکه تل لوند وساتل شي هغه به ډیر لږ دداسې تخریبونکو فکتورونو په واسطه اغیزمن شي .سربیره پردې ،که چیرې لرګی کله لوند شي او کله وچ شي نو هغه به زر خراب شي .داسې شرایط کیدای شي هغه وخت منځ ته راشي کله چې خښ لرګین میخي تهداب په هغو ساحو کې وکارول شي چیرته چې اوبو ټیبل تغیر کوي.بلاخره ،د خوندیتوب یو شمیر تدابیر شته چې په اجرا کولو سره یې دلرګین میخي تهداب د تخریب مخنیوی کوي.په لاندې برخو کې دا تدابیر تشریح شوي.
د کریوزوت په واسطه د لرګین میخي تهداب خوندیتوب . Preservation of timber piles by creosote
ویل کیږي چې د creosote کارول څو لرګین تهداب مشبوع شي د پام وړ موثره لاره ده څو لرګی د بیولوژیکي او نورو تخریبونکو اغیزو څخه د خرابولو مخنیوی وکړی. Creosote مشبوع کول به لرګین میخي تهدابونو ته دا وړتیا ورکړي څو د زیات وخت لپاره مقاومت وکړي او ویل کیږي چې نورو مایعاتو په پرتله دا ترټولو ښه مایع ده څو لرګی خوندي کړي.د سخت لرګي په پرتله به نرم لرګي کې د creosote موثر والی زیات وي.دا ځکه چې کریوزوت کیدای شي تر ډیر ژوروالي پورې مشبوع شي .دا هم ویل شوي چې تر 75mm ژوروالي پورې مشبوع والی کیدای شي په نرم لرګي کې ترلاسه شي په داسې حال کې چې سخت لرګی په اسانه نه مشبوع کیږي .بلاخره څرنګه چې سخت لرګی په پوره اندازه نه مشبوع کیږي نو غوره داده چې کریوزوت بولټ سوریو په واسطه منظم شي.
د کانکریټو کارولو له لارې دلرګي خوندیتوب . Protection of timber piles using concrete
دا تګ لاره هغه ځای کې په پآم کې نیول کیږي چیرته چې کریوزوت ښه پایله نه ورکوي.د بیلګې په ډول کریوزوت هغه ځای کې نه شي کاریدای چیرته چې د اوبو ټیبل لیول بدلون کوي.که داوبو ټییل ډیر ژور وي ،نو بیا سپارښتنه کیږي چې مرکب میخي تهداب وکارول شي ،دا په دې مانا چې میخي تهداب له دوه موادو جوړ شي ،د میخي تهداب لاندې برخه کومه به چې مکمله په ډوبیږي لرګی وي او بره برخه به کانکریټ وي .خو بیا هم کله چې داوبو ټیبل سطحې وي ،نو میخي تهداب قطع کیږي او میخي تهداب خولۍ داوبو ټیبل لیول کې ځای په ځای کیږي .
Fig.10: The use of concrete to prevent damage of timber pile. a is considered in the case deep water table level whereas b is practices in the case of shallow water table level
د سمندري حشرو پروړاندې د لرګین میخي تهداب خوندیتوب. Protection of Timber Piles Against Marine Borer
سپارښتنه کیږي چې د لرګین میخي تهداب کارول او بیا خوندیتوب قشر ورکولو پرځای په لومړی ځای کې هغه لرګی وکارول شي چې کولی شي حشرو پروړاندې ودریږي .څو ډوله لرګي شته چې د حشرو پروړاندې ښه مقاومت کولی شي.لکه افریقايي Paduk او نور.
باید وویل شي چې دداسې لرګیو بیروني پوښ باید رالرې کړای شي که مجبور کریوزوت وکاروو.دا ځکه د لرګي بیرونی پوښ دحشرو پروړاندې ډير اغیزمن دی .د لرګي بیرونۍ سطحه دلرګي ددرملني ډول ډير اغیزمنوي.