لیکنه: مجیبالرحمن لمر
د توطیې تیوري یا (Conspiracy Theory) لپاره بېلابېل تعریفونه شوي؛ خو په ټولیزه توګه نه تدوین شوې نظریه لري او نه هم رسمي تیوریسنان؛ بلکې د عادي خلکو له کړنو، چلند، پرېکړو او ارزونو څخه نیولې تر د سیاستوالو او صاحبنظرانو تر لیده پورې، د ټولنو د سیاسي کلتور یو عنصر په توګه پېژندل شوی دی.
پهدې اړه په امریکايي پوهنغونډ کې راغلي، د توطیې تیوري د بېلابېلو ټولنیزو او سیاسي ښکارندو د لاملونو بیانولو لپاره، یو عمومي او ګډه ښکارنده ده چې درې اساسي ځانګړتیاوې لري: پراخوالی، ځانګړې ایډیالوجۍ پورې د تړاو نشتوالی او (لوېدیځ کې) له یهودیانو سره ضدیت.
د توطیې تیورۍ فرضیه دا ده چې د یوه وګړي، ټولنې یا یوه ملت برخلیک د ښکاره او تر ډېره بریده د پټو بهرنیو لاسونو لهخوا ټاکل کېږي. پهدغه لید کې پخوانۍ کړنې او هغه موارد چې د توطیو له لارې څارل کېدای شي رامخته کېږي، ستر ښودل کېږي او د پېښو په اړه افراطي او له اغراقه ډک نظر وړاندې کېږي.
د یوه بل نظر پر بنسټ د توطیې تیوري د سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي پېښو پر ظاهري بڼې بېباوري ده. د توطیې په تیورۍ کې د تقریبا ټولو پېښو تر شا د بهرنیو لوبغاړو پر ونډې زیات ټینګار کېږي او پر دې باور درلودل دي چې ټولې پېښې د یوه بل (بهرني) قدرت لهخوا کنټرولېږي. همداراز د دغه باور پر بنسټ، د یوه هېواد ټول چارواکي، د یوې ټولنې ټول مسوولین او د چارو ټول سمبالوونکي، د همدغه بهرني قدرت لهخوا استفاده کېږي. د توطیې تیورۍ پلویان پهدې باور دي چې سیاسي بدلونونه او پېښې یوه ظاهري بڼه لري چې لیدل کېږي؛ خو اصلي عامل، وسایل او ريښې یې نورې دي چې یا خو په اړه یې معلومات نهشته یا هم یوازې په راتلونکې کې دا امکان شته چې په اړه یې معلومات ترلاسه کړی شي.
لهدې امله چې د توطیې په تیورۍ کې (پټ بهرني لاسونه) د اصلي عواملو په توګه پېژندل کېږي او استدلال دا وي چې اصلي عواملو ته نه لاسرسی شته او نه یې هم په اړه کره معلومات، نو د دغې تیورۍ پلویان پر شایعاتو بسنه کوي او غواړي ټولنې ته هغه لوری ورکړي چې د دوی خوښه وي او د دوی شخصي/ډلهییزې ګټې پهکې خوندي کېږي. همداراز د بهرنيو لاسونو موجودیت ته چې په ډېرو مواردو کې یوازې د توهم بڼه لري، ډېره هوا ورکول کېږي او ټوله هڅه دا وي چې عامه اذهان توهم پسې کړي او مخالف لوری د ګرم په توګه وپېژندل شي.
لهدې امله چې پهدغه لید کې تر ډېره بریده د پېښې پر پټو عوامل ټینګار کېږي او هغه هم داسې چې له یوې خوا ناڅرګند دی او له بلې خوا په اړه یې هېڅ ډول معلومات نهشته؛ د پېښې یا سیاسي بدلون پر ظاهري عواملو چې تر ډېره بریده واقعیت وي، سترګې پټېږي. له همدې امله دی چې د پېښې د اصلي عواملو څېړلو او معلومولو پر ځای، ټوله توجه بلې خوا اړول کېږي او د موضوع له اصل څخه لرېوالی رامنځته کېږي.
په یوه بل تعریف کې د توطیې تیوري فردي او ټولیزه رواني ناروغي بلل شوې ده. پر ټولو کسانو او ټولو شیانو فردي بېباوري او ناسم برداشت د (پارانویا) په نامه یاد شوی او ټولیز هغه یې د توطیې تیوري په نامه. هغه څوک چې د دغې ناروغۍ له دویم ډول سره مخ دی ټولې سیاسي پېښې، د پېښو څرنګوالی او د تاریخي پېښو ابعاد؛ پردي سیاست، سیاسي، اقتصادي او حتی ډاروونکو مذهبي پردیو ځواکمنو سازمانونو پورې تړي. د داسې کس په باور د ټولو انقلابونو، پاڅونونو، جګړو، وروستهپاتېوالي، سیاسي وژنو، اقتصادي کمزورتیاو او حتی د کرنیزو محصولاتو کموالي، زلزلو، قحطۍ، د اسعارو د بیې ټيټوالي او … ترشا پردي پټ لاسونه دي او د یوه هېواد ټول چارواکي د دغو پردیو د نانځکو په څېر دي چې خپلې غوښتنې پرې پوره کوي او ساعت پرې تېروي.
د توطیې ډولونه
دا چې ویل کېږي نهباید د ټولو پېښو تر شا دې بهرني لاسونه نه لټول کېږي؛ پهدې معنی نهده چې په بشپړه توګه دې توطیې رد شي؛ بلکې دغه چاره پهدې معنی ده چې باید د پېښو ظاهري عواملو ته هم وکتل شي، د رامنځته کېدو پر دلایلو یې ځانونه پوه کړو او وروسته پهدې اړه پرېکړه وکړو؛ خو دا چې هره مسله د یوه بهرني قوت دسیسه وبلل شي؛ د پېښو له واقعیتونو څخه مو نه یوازې دا چې لرې کوي؛ بلکې ناسم تصویر هم راکوي.
په مجموعي توګه د توطیې مقوله په دوو ډولونو سره څېړل کېدای شي: علمي او عاطفي.
علمي برداشت: پهدغه برداشت کې توطیه د داسې یوې فرضیې په توګه په پام کې نیول کېږي چې هم ثابتېدای شي او هم ردېدای شي. د همدغې فرضيې په پام کې نیولو سره د عیني واقعیتونو، اسنادو، او تاریخي شواهدو پر بنسټ، پرته لهدې چې له پېښې سره عاطفي چلند وشي، څېړل کېږي او د څېړنې پایلې پهډاګه کېږي چې له همدې امله هم د اثبات شونتیا شته او د هم درد.
عاطفي برداشت: د دغه برداشت پر اساس له ټولو پېښو سره عاطفي چلند کېږي، پټ بهرني لاسونه په پراخه توګه په پېښه کې ښکېل ګڼل کېږي او د پېښو اصلي جرړې له پامه ایستل کېږي.
توطیې ته د لېوالتیا عوامل
په سیاسي او ټولنیزو تحلیلونو کې د دغې تیورۍ کارولو ته لېوالتیا په دوو سطحو کې د پام وړ دي: عام او خاص.
په عمومي توګه هغه کسان چې د توطیې تیورۍ پر اساس رامنځته شوي تحلیل ته مخه کوي، د خپلو ناکامیو او بېپامیو د توجیه په لټه کې وي. تر ډېره بریده ناکامه چارواکي د دې لپاره چې توانېدلي و اوسي خپله ماتې او ناکامۍ توجیه کړي، ټوله پړه پر بهرنیو کړیو اچوي او له خپل مسوولیت څخه په څنډه تېرېږي. همداراز د یوې پېښې د تحلیل ساده کولو، خلکو ته د قناعت ورکولو او له نیوکو څخه مخنیوي په موخه هم لهدغې تیورۍ څخه استفاده کېږي.
له بلې خوا د معلوماتو کموالی، سانسور او د بیان آزادۍ پر وړاندې ستونزې هغه موارد دي چې د توطیې تیورۍ ته د خلکو لېوالتیا زیاتوي. همداراز په ټولنیزو، تاریخي او سیاسي مسایلو کې د ژورې څېړنې نه تر سره کول او پهدې برخه کې د قوي هوډ نشتوالی هم د دې لامل شوی چې دغه تیوري پراختیا ومومي.
خو لهدې ټولو ورهاخوا سیاسي مخالفت او د سیاسي مخالفینو ځپل، توطیې تیورۍ ته د ځینو کړیو، افرادو او ډلو د لېوالتیا لامل دي. دغه افراد او ډلې د دې لپاره چې توانېدلي و اوسي، خپلو موخو ته ورسېږي او مخالف لوری کمزوری وښيي؛ د حکومتونو او رسمي اورګانونو ټول فعالیتونه، کړنې او حتی لاستهراوړنې بهرنیو پورې تړي؛ خو د ټولو ناکامیو مسوولیت بیا پر حکومتونو او رسمي اورګانونو اچوي، څو وشي کړی لهدې لارې خپلو موخو او اهدافو ته ورسېږي.
د توطیې تیورۍ جوړونکي مشخص فعالیتونه لري چې د ځانګړیو لارو چارو په کارولو یې تر سره کوي؛ خو دغه فعالیتونه د دوی له ادعاوو سره چې ظاهرا حقیقت موندنه ده ورتهوالی نهلري. دغه کسان له ټاکلو شویو سرچینو څخه استفاده کوي چې تل د دوی لهخوا تایید شوي او د یوه لاسوند په توګه یې خلکو ته وړاندې کوي. د توطیې تیورۍ جوړونکي، ټول هغه منابع، اسناد او شواهد چې د دوی له لید سره په ټکر کې وي، د پردې شاته قدرتونو ته منسوبوي او پهدې ذریعه یې له خپلې مخې لرې کوي. دوی پر داسې غیر علمي فلمونو، ناولونو او کیسو ډېر استناد کوي چې هېڅ ډول علمي او تاریخي ارزښت نهلري؛ خو پهدې باور دي چې لیکوال یا فلم جوړونکي په لفافه کې د داسې یو څه بیانولو هڅه کړې چې په واقعي نړۍ کې موجود نهدی، یا یې نهشوی کولای دغه موارد په زغرده ووايي. له همدې ځایه دغه تیوریسنان خپلو ذهني توهماتو ته مراجعه کوي، او د لیکوال یا فلم جوړونکي د هغې پټې خبرې په نامه یې خلکو ته وړاندې کوي چې نه یې شو کولای، پهډاګه یې کړي. لهدې لارې دغه کسان خپلو اهدافو ته رسېدل غواړي.