ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل
۱ ـــ د هر واده اصلي لاملونه ښځینه او نارینه دي، خو فرعي لاملونه یې بې شمېره دي .
۲ ـــ ناپوهي لوی درد دی .
۳ ـــ ستر هوډ په پیل کې ناشونی ښکاري .
۴ ـــ د نړۍ پرمخ د انسان ټولې هڅې او درد زغمنې که له عقل سره سمون لري پایې نه لري؛ د خپلواکۍ له پاره دي .
۵ ـــ تاریخ د سترو مېړونو له ژوندانه څخه سر چینه اخلي .
۶ ـــ مثبتې هیلې ( نېکمرغي ) او منفي هیلې ( بدمرغي ) ده .
۷ ـــ ځوان کولای شي، هغه څه چې غواړي ورته ورسېږي، په شرط د دې چې د ټینګ هوډ لمن خوشې نه کړي .
۸ ـــ هغه کارونه مو چې په تېر کې ترسره کړي، موږ د سیوري په څېر تعقیبوي او د هغوی د ډول په پرتله موږ د بدۍ او خوښۍ په لور را کاږي .
۹ ـــ د سترو خلکو ستروالی، له کوچنیو خلکو سره د هغوی د چلند د څرنګوالي له لارې مالومېږي .
۱۰ ـــ که چېرې ونه پوهېږئ، چې چېرته ځئ، نو هره لار به تاسو له ځان سره بوځي .
۱۱ ـــ تر ټولو ستر عیب دا دی، چې له خپله عیبه خبر ونه اوسو .
۱۲ ـــ انسان وسیله لرونکی حیوان دی .
۱۳ ـــ تجربه تر ټولو غوره درس دی، که څه هم لاس مزد یې ګران وي .
۱۴ ـــ د دې له پاره، چې په ژوند کې تېروتنه ونه کړې، تل دې خپل زړه پاک ساته .
۱۵ ـــ د هر چا ځانګړنې د هغه د اخلاقي دوستانو په ښېګڼو او بد ګړو پورې تړاو لري .
۱۶ خپل برخلیک په فکرونو سره وټاکئ .
۱۷ ـــ اې بشره ! که څه هم پیدا شوی یې، پاڅېږه او دا ثابته کړه، چې اشرف المخلوقات یې.
۱۸ ـــ هر کله چې وتوانېږو له خپل تخیلي ځواک څخه په هغه کچه ګټه واخلو، کوم چې له خپل بصري ځواک څخه یې اخلو، نو هر کار د ترسره کېدو وړ دی .
۱۹ ـــ هېڅ داسې ملت شتون نه لري، چې تاریخ یې له نورو ملتونو سره تړاو ونه لري .
۲۰ ـــ حضرت نبي کریم (ص) د نړیوالو په منځ کې د قریشو په قبیله او د هاشم په کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې او نړۍ یې په خپلو لارښوونو او سموونو ( اصلاحاتو ) روښانه کړه .
You also might be interested in
ژباړه: عطا محمد میاخېل ۱ ـــ نېکمرغي د نورو د[...]
د نړۍ لس غوره بانکونه ژباړن: عطا محمد میاخېل[...]
ژباړه : آرش ننګیال کله چې د انسان عمر زیاتېږې[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی