لیکنه: محمد بن ابراهیم الحمد
ژباړه: انــــــــدیال ساپی
عاقل انسان لپاره مناسب نه دي چې د خطا شوي انسان په ملامتولو کې له شدته کار واخلي، په تېره بيا چې خطا کوونکی ناپوهه او يا هغه څوک وي چې ډېره کمه ترې خطا واقع کيږي.
ځکه زياته ملامتيا او زورونه د غوسې او طبيعت د سختۍ سبب ګرځي او انسان هغه څه اوري چې ورته زيان رسوي.
بحتري وايي:
متى أحرجت ذا كرم تخطى إليك ببعض أخلاق اللئيم
ژباړه: کله چې ته يو عزتمند انسان په زيات مشقت او تکليف اخته کړې نو د مجبوريت له مخې تاته د بخيل او پاتې سړي غوندې ځينې اخلاق څرګندوي.
بل شاعر په دې اړه وايي:
فدع العتاب فرب شر رهاج أوله العقاب
ژباړه: ملامتيا او زورونه پرېږده! ځکه ډېر ځله يو شر هله موج ته رسي چې پېل يې ملامتيا او زورونه وي.
کله چې د تېروتلي انسان د خطا څخه تېرېدل او مخ اړول د ښو اخلاقو د جملې څخه دي نو اړينه ده چې د خلکو د تېروتنو نه سترګې پټې کړې ، د ملامتيا او زورونې څخه يې ځان وساتې .
او په خاصه توګه هغه څوک چې ستا په دوستۍ پېژندل شوي وي او تاسره داسې دليل هم نه وي چې د هغې زړه دی له تا ګرځېدلی وي.
که چرته ته د هر ورور او ملګري په ملامتيا پېل وکړې نو په ډېره لږه موده کې به يواځې پاتې شې اوهغوی ټول به د لاسه ورکړې.
لنډه دا هغه څه چې ستا له دوست څخه صادريږي که چېرې د وړې ګناه دجملې څخه وي چې د ناخبرۍ له وجې واقع کيږي او يا خپل نظر د څرګندولو له امله پيښيږي نو دا د بښنې وړ ده او مناسب نه ده چې هغه دې د دوستۍ په ماتولو کې لږ يا ډېر اثر وکړي او که چېرته دغه خطا ستا ملګرتوب او د دوستۍ د نه غوښتلو او مخ اړولو له امله وي نو ته هم ورسره دوستي پرېږده او د ملګرتوبه يې په پشپړه توګه مخ واړوه .
په دی اړه يو شاعر وايي:
وما أنا بالنكس الدنيء ولا الذي إذا صد عني ذو المودة يقرب
ولكنه إن دام دمت وإن يكن له مذهب عني فلي فيه مذهب
ألا إن خير الود ود تطوعت له النفس لا ود أتى وهو متعب
ژباړه: زه هغه پست پاتې انسان نه يم او هغه څوک یم چې زما څخه د دوستۍ مخ څوک وګرځوي او زه دې ورنېږدې شم ، ليکن که هغه دوستۍ ته دوام ورکوي زه يې هم ورکوم، که هغه بله لاره غوره کړي زه هم هغه کار کوم ، خبر اوسه غوره دوستي هغه ده چې د زړه له کومې وي ، نه هغه دوستي چې انسان ورڅخه ستړی او ستومانه وي.
هغه کوچنۍ خطا چې له دوست څخه صادريږي او هغه جفا چې د دوستۍ د پرېښودلو له کبله وي دفرق کولو لپاره بايد سړی هغو دلايلو او شواهدو ته مراجعه وکړي چې د هغه په وړاندي کولو سره هیڅ شک نه پاتې کیږي، د دوست په حق کې تقصير او کمي ته بايد په کم نظر و نه کتل شي او نه بايد په دې کار اقدام وشي مګر دا چې د هغه دلوري درته ددوستۍ د ختمولو پياوړي دلايل لاسته راشي، ځکه له انسانه هرومرو څه ناڅه ددوستۍ په واجباتو کې کمی راتلی شي، ځکه انسان خطاکار او ناخبره دي.
که چرته ته د ملګري د دوستۍ د رښتينولۍ په اړه ډاډمن يې نو هغه ته د خپل لوري عذر وړاندې کړه او په معاملاتو کې ورسره په داسې توګه باندې چلند وکړه چې ملګرتوب يې غوښتنه کوي.
که چيرته ستا په زړه کې دا شبهه وګرځي چې دغه خطا او کمی ملګرتوب ته د سپک کتلو له امله دی نو دغه حالت د ملامتي وړ دی، چې ملامتي ځواب غواړي، که چرته د هغه ځواب په خپل عذر او کمي باندې اعتراف کولو ته شامل وو نو عذر يې ومنه او د تقصير سره يې په نرم نفس او پاکه خاطره مخامخ شه.
يو شاعر وايي:
أعاتب ذا المودة من صديق … ..إذا ما رابني منه اغتراب
إذا ذهب العتاب فليس ود … .ويبقى الود ما بقي العتاب
ژباړه: په ملګرو کې د مينې او دوستۍ هغه خاوند ملامتوم کله چې پرې د پرديتوب او بيګانه توب شک وکړم، کله چې ملامتۍ له مينځه ولاړه شي نو دوستي هم له مينځه ځي او هله دوستي پاتې کيږي چې ملامتي پاتې وي .
هغه څه چې ستا د ملګري په رښتينولۍ دلالت کوي چې دوستانه يې په يو پاک زړه کې راټوکېدلی، پخپل نفس کې ستا د ملامتيا څه وويني خو کله چې ته په پاک زړه او ورين تندی ورمخامخ شې نو هغه ټول له مينځه ولاړ شي او ستا د ملامتۍ کوم سبب پاتې نشي.
يو شاعر وايي:
أزور محمدا وإذا التقينا …. تكلمت الضمائر في الصدور
فأرجع لم ألمه ولم يلمني … وقد رضي الضمير عن الضمير
ژباړه: د محمد ليدني ته ورځم کله چې سره مخامخ شو نو زړونو مو په سينو کې سره خبرې وکړې په داسې حال کې ترې راستون شم چې نه ما ملامت کړي او نه يې زه ملامت کړم او يو ضمير د بل څخه راضي وي.
يو بل شاعر وايي:
أقلل عتاب من استربت بوده … ليست تنال مودة بعتاب
ژباړه: د هغه چا په ملامتيا او زورونه کې کمی وکړه چې ته يې په دوستۍ شکمن يې، ځکه دوستي په ملامتيا او زوروني نه ترلاسه کيږي.