لیکنه: سید احمدالله غزنوي
دا چې کمکي اختر ته د جامو پېرلو لپاره خلکو بازارونه ګرم کړي دي، او هر یو په دې هڅه کې دی، تر څو ارزان بیه او ښه ټوکر واخلي، نو ما هم د یوه کارپوه له لیکنې څخه په اخذ، یو څه معلومات ستاسو لپاره راغونډ کړي، تر څو هر څوک وکولاى شي، په ډاډه زړه ارزانه او ښه ټوکر واخلي.
کله هم چې د جامو یا د نورو شیانو د پېرلو لپاره بازار ته ځى، نو لومړی لست چمتو کړئ، او د جامو یا د نورو شیانو د پېرلو لپاره خپل جېب له پیسو څخه مه ډکوئ، بلکې د هغې د پېرلو لپاره پیسې جلا کړئ.
ځکه که چېرې مو لست چمتو نه کړ، او پیسې مو جلا نه کړې، نو تاسې به له ستر تاوان سره مخ شئ، هغه داسې که لست درسره نه وي، نو په بازار کې چې هر څه وینئ، د خوښۍ وړ به مو ګرځي، اخلئ به یې، او پیسې به پرې مصرفوئ، خو که چېرې لست درسره موجود وي، او د لست مطابق پیسې درسره وي، نه به هر څه واخلی، او نه به هم پیسې ډېرې مصرف کړئ.
بل مهم ټکی دا چې د جامو د پېرلو پر مهال له دوکاندار سره چنه وهئ، په یوه دوکان کې د جامو پر اخیستلو فیصله مه کوئ، بلکې ټول بازار ورپسې وګورئ، چنې ووهئ، که هر چېرې مو ارزانه پیدا کړ، نو ویې پېرئ!
هېڅکله هم په یوه ځای کې یو څيز مه فيصله کوئ، او مه یې اخلئ، او همدا شان د رخصتۍ په ورځو کې بازار ته مه ځئ، ځکه د رخصتۍ په ورځو کې بازار خلکو ډېر ګرم کړى وي، او دوکاندار وخت نه شي درکولی، چې تاسو ورسره چنه ووهئ.
بل مهم ټکی دا دی، کله هم جامې او یا بل څيز د اخیستلو سره سم په خپله کڅوړه کې مه اچوئ، بلکې هغه خلاص کړئ، ویې ګورئ، تر څو څیرې نه وي، څه پرې توی شوي نه وي، ستاسو له رنګ سره متفاوت نه وي، یا نور داسې څه نه وي پرې وارد شوي، چې ستاسو د خوښۍ وړ ونه ګرځي.
د دې ټولو شیانو له ډاډ څخه وروسته یې خپلې کڅوړې ته اچوئ!
هغه لباس واخلئ، چې ستاسو خوښ وي، که څه هم ګران بیه وي، او هېڅکله هم د یوه لباس ګرانې بیې ته مه ګورئ، ځکه ډېر دوکانداران د خلکو د توجه د جلب لپاره یو ډېر عادي څيز ګران بيه معرفي کوي، بلکې هغه څه واخلئ، چې رنګ یې ستاسو خوښ وي، ستاسو په تن ښه پوره (Fit) جوړ وي.
کله مو چې جامې وپېرلې، نو په دوکان کې دننه یې پر ځان وګورئ، تر څو اوږده، لنډ، ازاد او یا تنګ نه وي، داسې نه چې جامې واخلئ، او کور ته یې یوسئ، او بیا پرې د خوښۍ یا نا خوښۍ فیصله وکړئ.
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی