ژباړه: قاسم امیري
۱: د جاپان په ښوونځیو کې هره ورځ ښوونکي او زده کوونکي په ګډه سره خپل ۱۵ دقیقې وخت د خپل ښوونځۍ د پاکولو او ستره ساتلو لپاره ځانګړی کوي. دوی پدې ډول سره راتلونکي نسل متواضع او د نظافت په اړه حریص تربیه کوي.
۲: هر جاپانی چې په ښار او بازار کې ځان سره سپی ګرځوي؛ د خپل سپي د فاضله موادو د راټولولو او مخصوص ځای کې اچولو لپاره ځان سره ځانګړې کڅوړې ګرځوي. جاپانیان د نظافت ساتل د ښو اخلاقو تر ټولو ستر عنوان په ګوته کوي.
۳: په جاپان کې د تنظیف او پاکوالي کاروونکي هره میاشت د ۵ زرو څخه تر ۸ زرو امریکايي ډالر تنخوا ترلاسه کوي او دې برخې کې د شمولیت لپاره باید له یو لړ شفاهی او تحریري آزموینو بریالی راووځي.
۴: جاپان هېڅ طبیعي زېرمې لکه ( نفت، غاز، د ډبرو سکاره، پولاد، مس او نور) نه لري، همدارنګه پر جاپان هر کال په سلګونو ځمک لړزې (زلزلې) راځي چې د جاپان اقتصاد او زیربناء ته زیان رسوي خو دې ټولو سره سره جاپان لا هم د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو په کتار کې خپل ځای ساتلئ.
۵: په نړیواله جګړه کې کله چې د امریکې لخوا په توغول شوي اټمي بم د جاپان د هیروشمیا ښار په تورو سوځېدلو ایرو بدل شو؛ جاپان د لسو کلونو په درشل کې هیروشیما له اقتصادي پلوه بېرته خپل مخکني حالت ته راوګرځوله.
۶: د جاپان په ټولو سرتړلو ځایونو لکه ( د ریل کتار، رسټورانټ…) کې په ګرځنده ټلېفون کارولو بندیز لګېدلی، دوی په ګرځنده ټلېفونونو کې د silent په ځای د (اخلاق) کلمه کارولې.
۷: د جاپان په تعلیمي نصاب کې له لومړي ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې یو مهم مضمون د (اخلاقو په لور) په نوم تدریس کېږي چې د اخلاقیاتو او له نورو سره د تعامل په اړه پکې ارزښتناکه لارښوونې تدریس کېږي.
۸: که څه هم جاپان له اقتصادي اړخه د نړۍ له بډایه هېوادونو شمېرل کېږي خو بیا هم په جاپان کې په کورنیو کې د خدمتګار او مزدور په حیث د نورو په استخدام بندیز لګول شوی، یواځې مور او پلار دي چې د خپل اولاد د تربیت او روزنې مسؤولیت په غاړه لري.
۹: په جاپان کې له لومړي ټولګې څخه تر دوولسم ټولګي پورې د ناکامۍ په نوم داسې څه نشته چې د زده کوونکي د ناهیلۍ او رټلو سبب شي دوی روزنې ته د اساسي مفاهېمود لېږد او شخصیت جوړونې په سترګه ګوري نه یواځې تعلیم او تلقین.
۱۰: د جاپان په هوټلونو او عامه خوړنځایونو کې هر څوک د خپلې اړتیا وړ خواړه را اخلي، دوی پخپلو قابونو کې هېڅ نه پرېږدي… جاپانیان له بېځایه اسراف څخه په کلکه ډډه کوي.
۱۱: په رېل ګاډیو کې د کتار د نهايي تأخیرکېدو کچه په ټول کال کې یواځې ۷ ثانیې ده. د هر کال په پای کې د رېل ګاډي چارواکې د اووه ثانیو مجاز تأخیر له کبله هم له خپلو خلکو بښنه غواړي. جاپانیان د وخت ارزښت تر بل هر چا ښه درک کوي، دوی یوه ثانیه ځنډ هم نشي زغملئ.
۱۲: د جاپان په ټولو ښوونځیو کې زده کوونکي د کتابونو او قرطاسیې تر څنګ د غاښو کریم او برس هم ځان سره لېږدوي، دوی ته په ښوونځیو کې خواړه ورکول کېږي چې د خوراک سره سم هر زده کوونکی مکلف دی تر څو خپل غاښونه برس کړي. جاپان کې نظافت او د شخصي حفظ الصحې رعایت له ماشومتوبه لکه د فرضي اعمالو پشان ورته ابلاغ کېږي او پدې اړه ښوونکي له خورا جدیت څخه کار اخلي.
۱۳: د ښوونځیو مدیران د ښوونځیو په خوړنځایونو کې د خوړلو له ویش نیم ساعت مخکې له تیار شویو خوړو او خوراکي توکو څکه کوي تر څو د زده کوونکو له ممکنه مسمومیت څخه له مخې مخنیوی وکړي او که له هر جاپاني (د ښوونځي مدیر) څخه د دوی د پاملرنې په اړه وپوښتل شي؛ دوی په یوه خوله خپل زده کوونکي د جاپان راتلونکی بولي.
دا چې جاپان آیډیل هيواد دی؛ دا هر څه تصادف نه دی…
د جاپان د پرمختګ له رازونو یو هم د جاپانیانو منحصر په فرد کلتور دی. دوی د خپل راتلونکي لپاره په پوره لېوالتیا هڅې کوي. دوی پخپل مینځونو کې هېڅ ډول اختلافاتو ته لاره نه ورکوي او حتی دې کار ته د حماقت په سترګه ګوري. جاپانیان وایي: “د دښمن سره مخامخ سیالي او هغو ته ماته ورکول دا دي چې: ته خپل پرمختګ ته کار وکړې، کله چې ته پر مخ ولاړې؛ ستا دښمن خامخا ماته خوړلې…”
جاپانیان وايي: “په نورو کار مه لره، خپل کار د په مسؤولیت ترسره کړه!”
You also might be interested in
ژباړه: قاسم اميري ۱: نورو ته د دوی له تمې[...]
ژباړه: قاسم امیري د نړۍ نامتو سیاستوال (چرچېل) د خپلو[...]
د نیویارک ټایمز د مقالې لنډیز لیکوال: ټوماس فریډمن ژباړه:[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی