ژباړه: محب الله آرمل
۱ ـ کله چې مينه کوئ مه واياست چې ( خدای مې ناست پر زړه کې دی ) بلکې وواياست : ( زه د خدای پر زړه کې ناست يم ).
۲ ـ هر انسان خدای بېل بېل تصور کوي، نو نشو کولی خپل دين بل چا ته ورکړو، خو که چېرته غواړئ خدای (ج) و پېژنئ، نو د رازونو په موندلو وخت مه تېروئ بلکې خپل شا و خوا ته ځير شئ تاسې به ووينئ چې هغه له ماشومانو سره په لوبو بوخت دی.
آسمان ته وګورئ تاسې به ووينئ چې هغه د وريځو په منځ کې روان دی، پداسې حال کې چې لاسونه يې رڼا ته اوږده کړي او له باران سره ځمکې ته را کوزيږي.
۳ ـ دين هغه کرونده ده چې د کښت لپاره تياره وي، او هغوی يې پالنه کوي چې د جنت د لرلو آرزو لري او د جهنم له اوره ډاريږي.
۴ ـ دين له هغه وخته پيل شو چې انسان د لمر مهربانه وړانګې وليدې چې په خاورو پټو دانو ته يې کتل او هغه نازولې او پاللې .
۵ ـ اکثره فکرونه او نظرونه ښېښو ته ورته دي، له ښېښو ها خواته حقيقتونه وينو مګر همدې ښېښې بيا زموږ او حقيقت تر منځ يو دېوال جوړ کړی وي.
۶ ـ په کرونده کې مې د بلوت د ونې دانه وليده، چې په ظاهر مړه او بې حرکته وه. خو پسرلی مې هماغه دانه بيا وليده چې ژوندۍ شوې او په شنه کېدو يې پيل کړی، دا د بلوت د ونې هيله وه چې د لمر په لور پاس ختله، بېشکه چې تاسې ته به معجزه ښکاره شي خو په حقيقت کې له ژوند سره د مينې په پار هر پسرلی په زرګونو زرګونو ځله دغه معجزه وا قع کيږي.
۷ ـ واده په اصل کې د دوو خدايي فطرتونو يو ځای کېدل دي، تر څو د يوه درېيم فطرت د راتلو لپاره لار هواره کړي. واده د عشق او مينې په بستر دوو بېلابېلو روحونو تړون دی، چې جدايۍ او بېلتون ته خدای پاماني ووايي. يو داسې عالي وحدت دی چې يوازيتوب محوه کوي. واده د رزين تار هغه حلقه ده چې پيل په ښايستونو کيږي او پای يې تلپاتې وي، واده هغه باران دی چې له يوه پاک او مقدس آسمان وريږي تر څو د خدای پاک طبعيت متبرک او ژوندی وساتي.
۸ ـ نر وياړ او شهرت اخلي او ښځه يې بيه پرې کوي.
۹ ـ شاعر او ليکوال دواړه هڅه کوي چې د ښځې د وجود حقيقت را برسېره کړي، مګر تر اوسه ندي توانېدلي چې د هغې په زړه کې پټ رازونه را وسپړي او ښکاره يې کړي، دا ځکه چې دوی د ښځو وجود ته د حجاب او جنسيت له زاويي ګوري خو د هغوی باطن يې لاهم ندی ليدلی، دوی د ښځو په وجود کې نفرت په ذربين کتلی خو له مننې، مينې او فرمانبردارۍ يې نا خبره دي.
۱۰ ـ هر انسان دوه وجودونه دي: يو هغه چې په تياره کې ويښ وي او بله هغه چې په رڼا ورځ ويده وي .
۱۱ ـ هره ورځ خپل باطن او درون ته ورشئ او خپلې تېروتنې اصلاح کړئ؛ که ددې دندې په تر سره کولو بريالي نشوې نو تاسې له خپل عقل کار ندی اخستی او ريښتيني نه ياست.
۱۲ ـ زه خپله لار تر هغه چې زما راتلونکې او رسالت يې غوښتنه کوي له ريښتيا سره تړم، که څوک هغه کسان چې په سپېده چاود کې له خوب جګيږي د خپل خيال په غېږه کې ټينګ کړي تلپاتې به شي، هغه کسان چې شپې يې تر معمول اوږدې دي په يقين چې د خوب په سمندر کې به دوب شي.
۱۳ ـ هغه څه چې هر څه ته تغير ورکولی شي مرګ او عشق دي. نو ژوند هم لکه هاغه ښځه چې د خپل عاشق د اوښکو په ننداره ځان مينځي او د خپلو قربانو په وينو ځان رنګوي.
۱۴ ـ ژوند يوه داسې ساحره ( جادوګره) ده چې په خپل ښايست مو تر جادو لاندې کوي. مګر هغه کسان چې خپلې وړتياوې پيژني، ددې کوډګرې له جادو تېښته کولی شي.
۱۵ـ مرګ يوازې بوډاګانو ته لنډ ندی بلکې نوزيږي ماشوم ته هم ور نيږدې دی او ژوند هم کټ مټ د مرګ په شان دی.
۱۶ ـ پوهيږم ځمکه ښکلې ناوې ته ورته ده، خو د لا ښکلا لپاره يې د سينګار مصنوعي توکي اړين دي. ځمکه د خپل سينګار لپاره د زرغونو جامو، د طلايي ساحلونو، قمتي ډبرو، غرونو … په لرلو راضي او ښکلې ده.
۱۷ ـ کله چې يو ساکښ وژنئ په خپل زړه کې داسې ورته وواياست : (( په هماغه قوه چې ته وژل کيږي زه هم وژل کيږم او زه هم خوړل کيږم. ځکه کوم قانون چې ته زما منګلو ته را وستی يې ما به هم يوه لوی او توانا قدرت ته وسپاري، ستا وينه او زما وينه دواړه هغه شيرې ته ورته ده چې ونې او بوټي يې له آسمان تغذيه کوي.))
۱۸ ـ څوک چې ريښتيا اوري تر هغه هېڅ کم ندی چې ريښتيا وايي او ټينګار پرې کوي.
۱۹ ـ د انسانانو حقيقت هغه ندی چې دوی ښکاره کوي، بلکې هغه دی چې دوی يې له اظهار عاجز دي .
۲۰ ـ د انسانيت د اوسېدو ځای خاموش زړه دی، نه مبتکر ذهن.
۲۱ ـ مبالغه هغه ريښتيا دي چې خپل کنټرول يې له لاسه ورکړی .
۲۲ ـ خوند، د خپلواکۍ زمزمې دي خو خپلواکي نده. خوند، ستاسې ځلېدونکې هيلې دي، خو د هغوې پايلې ندي. خوند، هغه قفس دی چې د وزرو د حرکت مخه نيسي، اما هغه فضا نده چې وزن او آزادي دواړه نلري.
هو خوند د خپلواکۍ نغمې او زمزمې دي.
۲۳ ـ که مصبتونو او بلاوو وجود لرلی، نو هغه وخت به کار او زيار وجود نه درلود، بې حاصله و بې ګټې او غم انګيز به وو.
۲۴ ـ په هغه څه له پوهېدلو تېر شه چې ورباندې پوهېدل منع شوي دي، ځکه زموږ وجدان هغه محکمه ده چې زموږ په اړه عادلانه پرېکړې کوي.
۲۵ ـ سخاوت هغه ندی چې يوه شي ته زه اړتيا ولرم ته يې راکړې، بلکې سخاوت هغه دی چې ته خپله هم ورته اړ وې او رايې کړې.
۲۶ ـ زه څومره په دنيا او شتمنۍ مين يم، کله چې زما ژوند ماته سره زر راکوي خو زه تاته نقره درکوم، مګر لدې سره سره بيا هم ځانته سخي وايم .
۲۷ ـ موږ غالبا له راتلونکو ورځو وخت په پور اخلو او بيا يې د ماضي په يادونو مصرفوو.
۲۸ ـ روح مې بحث راسره وکړ او پدې خبره چې وخت بايد اندازه نکړو ملامت يې کړم ځکه پرون پرون و او سبا سبا ته دی.
۲۹ ـ مينه تل له ښکلا وريږي، مګر په همدې حال کې بيا ښکلا تل د مينې تر شا پټه وي.
۳۰ ـ ما نه شو کولی چې خبرې وکړم، نو ځکه مې سکوت ته پنا يوړه، سکوت د انسان د زړه ژبه ده.
۳۱ ـ هنر : د مصريانو هنر غريبه علوم دي، د کلدانيانو هنر حساب دی، د يونانيانو هنر تناسب دی، د روميانو هنر تقليد دی، د چينايانو هنر د معاشرت آداب دي، د هندوستانيانو هنر د خير او شر سنجش دی، د يهودانو هنر د رانۍ مفهوم دی، د عربو هنر د تېرو وختونو رابرسره کول او تازه کول دي، د پارسيانو هنر په عيب لټونه کې دی، د انګريزانو هنر تحليل او داسې بڼه غوره کول دي چې ګواکي دوی حق په جانب دي، د اسپانيايانو هنر بيا بيا لټون دی، د اېټالويانو هنر ښکلا پنځول دي، د جرمنيانو هنر ځمکې تر لاسه کول دي، د روسانو هنر غم او وير دی… نو هنر هغه ګام دی چې له ښکاره، معلومو او پېژندلو شوو پديدو مو نا پېژندلو شوو او پټو رازونو ته وړي.
۳۲ـ په هنداره کې د ولاړ سړي بڼه غمګينه ده، ځکه چې هلته د ده روح په رښتيا ترجماني کوي، د هنر کار دادی چې دغه روح ووينې او انځور يې کړي، له دې پرته مناسب نده چې هنر مند ته هنر مند وويل شي.
۳۳ ـ د هنر کار دادی چې د طبيعت پټ او پنه رازونه بربنډ کړي تر څو هغه کسان پرې پوشي چې طبيعت يې نشي پوهولی، هنر مند بايد د ونې روح او غوښتنې انځور کړي نه بله ونه يا د ونې عکس، د ضمير ښکاره کول د سمندر رسمولو دي، نه هغه بې شمېره څپې او موجونه چې ترتيب نلري. د هنر رسالت دادی چې د پېژندل شوو پديدو له زړونو نا پېژندل شوي رازونه را وباسي.
۳۴ ـ غم او خپګان تل ګډ ګرځي را ګرځي او له يو بله جدا ندي، کله چې لدې دواړو يو ستاسې همدم وي هغه بل يې ستاسې په بستره کې پروت وي.
۳۵ ـ زموږ د نن ورځې په فکرونو کې تر ټولو تريخ شی زموږ د تېر وخت خوږه خاطره ده.
۳۶ ـ له ناپوه سره ملګري دومره احمقانه ده لکه له مست انسان سره چې غږيږې.
۳۷ ـ څوک چې د غم مخ ته ډېر وګوري هغه به د خوشالۍ مخ هېڅ کله و نه ګوري.
نور بيا …
You also might be interested in
لیکنه: محب الله آرمل د برېتانيې يو ليکوال و البته[...]
ليکنه: ګيتي صديقي د اصلي او اساسي مطالعې لارې کولای شي[...]
لیکنه: پوهنیار سيد اصغرهاشمي د پوهې، علم او پوهانو بحث فلسفي[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی