لیکنه: براین ټریسي
ژباړه: مشتاق رحیم
تاسې هماغه څه ترلاسه کوئ کوم چې ورکوئ
رالف والډو ایمرسن په خپلې د جبران تر سرلیک لاندې لیکلې مقالې کې واي چې هر کس ته د هغه د کار په برابر جبیره ورکول کیږي- د جبران قانون د ”څه چې کرې هغه به ریبې“ په بله بڼه وړاندې کول دي- دا قانون واي چې تاسې ته به تل ستاسې د هڅو او کار جبران، که کار لږ او که ډیر وي، درکول کیږي-
خپل ارزښت ډیر کړئ
د جبران قانون دا هم واي چې تاسې ته به په اوږد مهال کې کله هم له هغه څه چې تاسې کړي زیات جبران در نه کړې شي- هغه ګټه چې تاسې نن ترلاسه کوئ هغه ستاسې د هغو کړنو چې په تیر کې مو کړي جبران دې- که تاسې غواړئ چې خپل جبران ډیر کړئ نو تاسې باید د خپلو هڅو ارزښت ډیر کړئ-
خپل ذهن له بریا ډک کړئ
ستاسو د ذهن کړه وړه، ستاسې د خوښۍ او اطمینان احساس د هغه څه چې تاسې ذهن ته ور اچولي پایله ده- که تاسې خپل ذهن، لرلید او مفکورې له بریا، خوښۍ او ښه ژوندانه له هیلو څخه ډک کړئ نو تاسې به د خپل ژوند په ورځنیو چارو کې د مثبتو تجربو په توګه جبران وګورئ-
د خپل معاش څخه ډیر کار وکړئ
د کرلو او ریبلو د قانون یوه بله پایله د اضاقه جبران قانون بلل کیږي- دا قانون واي چې لویه بریا د هغو په برخه کیږي څوک چې د خپلې لاسته راوړنې څخه ډیر څه کول خپل عادت ګرځوي- دوي د خپل معاش څخه ډیر کار کوي- دوي تل د توقعاتو څخه پورته کار کولو د موکو ترلاسه کولو په هڅه کې وي- او دا چې دوي تل اضافه جبران کوي، دوي تل د خپلو ګمارنکو او خپلو پیرودونکو لخوا درناوې ګټي او د شخصي بریاو ترڅنګ دغه ډول خلک مالي مکافات هم ګټي-
لامل ورکړئ، اغیز څخه خوند واخلئ
په ژوند کې ستاسې یوه اصلي دنده دا ده چې خپل کارونه د لامل او اغیز (cause and effect) قانون (او د هغې پایلو) سره په یوه لیکه برابر کړئ، او دا هم ومنئ چې دغه قانون تل په همدا ډول کار کوي، که د چا ورته پام وي او که نه- ستاسې دنده دا ده چې هغه لاملونه رامنځ ته کړئ کوم چې هغه اغیزو سره چې تاسې ترې ژوند کې خوند اخیستل غواړئ سره موافق وي- کله چې تاسې دا کار وکړئ، تاسې به هغه بدله چې ارزو یې لرئ وګورئ او ترې به خوند واخلئ-
عملي تمرین
دوه کارونه چې په کولو به یې تاسې دغه لارښونې تمرین کول پیل کړئ دا دي:
لومړې، په وار وار سره ځان ته وریاد کړئ چې ستاسې جبران به ستاسې نورو ته وړاندې کړي چوپړ سره برابر وي- ځان سره فکر وکړئ چ تاسې له کومو لارو همدا نن خپل پیرودونکي ته د خپل چوپړ ارزښت ډیرولې شئ؟
دویم، هغه لارې چېرته چې تاسې یو څه ډیر کولې شئ ولټوئ ترڅو د اضافه جبران قانون څخه خپلو ټولو کړو وړو کې کار واخلئ- دا د بریا یو ډیر ستر راز دې-