• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د جرمني د تابعت د ترلاسه کولو شرطونه

Home اروپاد جرمني د تابعت د ترلاسه کولو شرطونه
Germany

د جرمني د تابعت د ترلاسه کولو شرطونه

د جرمني د تابعيت حق تر لاسه کولو (Anspruchseinbürgerung) لپاره بايد لاندې شرطونه پوره کړئ:

1- بايد د استوګنې دايمي اجازه  یا حق(Niederlassungserlaubnis) ولرئ او يا کېدای شي داسې قبولي او یا د استوګنې اجازه ولرئ چې وروسته يې په دايمي اجازه بدلولای شئ (لکه درې‌کلنه قبولي).

2ـ په جرمني کې  مو باید له شاوخوا اتو کالو راهيسې په قانوني ډول ژوند کړی وي (دا وخت له ايالتونو او د هر کس له حالت سره په تړاو تر اوو يا شپږو کالو هم راټيټېدلای شي).

 3ـ له جاب‌سنټر او سوسيال څخه مرسته نه ترلاسه کوئ او غواړئ هم نه چې له دغو ارګانونو څخه مرسته تر لاسه کړئ.

 4ـ  ستاسو جرمني ژبه باید تر ډیره کچه زده وي، یانې لږ تر لږه د جرمني ژبې درجه مو باید  B1 يا له دې نه هم په لوړه کچه خبرې وکولای شئ.

5ـ تاسو باید د جرمني د تاريخ او حقونو په اړه  د هېوادوال جوړېدو ازموينه (Einbürgerungstest) ورکړې وي او يا د جرمني د ښوونځيو د فراغت سند باید ولرئ.

6 ـ تاسو باید کوم جدي  جرم کړی نه وي.

7 ـ د تابعيت ورکولو ادارې ته مو باید  په ليکلي او شفاهي بڼه د جرمني د اساسي قانون منلو اقرار کړی وي.

8 ـ تاسو باید له يوه واده زيات ودونه باید و نه لرئ.

9 ـ تایو باید د تذکرې يا لایسنس په شان داسې سند ولرئ چې ستاسې  پیژندنه یا هويت تاييد کړي. يا هم داسې سند ولرئ چې وښيي چې له خپل اصلي  هېواده د پېژندنې سندونه نه شئ ترلاسه کولای.

10 ـ  تاسو باید خپل پخوانی تابعيت  له لاسه ورکړی وي او يا اوس باید ترې لاس په سر شئ خود افغانستان په ګډون د ځينو هېوادونو تابعيت ساتل کېدلای شي. 

که تاسو دا ټول شرطونه پوره کړئ؛ د اصولو له مخې مو بايد غوښتنه ومنل شي. البته په استثنايي حالتونو کې ښايي د تابعيت غوښتنه د دې شرطونو له نه بشپړېدو سره سره هم کیدای شي و منل شي. د بېلګې په ډول:

  • که یو څوک د اداري شرايطو له کبله يو ناڅاپه بېکاره شي.
  • که يو څوک د ماشومانو د ساتنې يا زده‌کړو له کبله کار ونه کړای شي.

په داسې حالتونو کې د بېکارۍ۲ پیسو يا د سوسيال له مرستې ترلاسه کولو سره سره تابعيت ترلاسه کولای شئ.

يادونه: په عمومي ډول د بېکارۍ ۱ (Arbeitslosengeld I)، د کور لپاره ترلاسه کېدونکې پیسې (Wohngeld)، بافوګ يا نورې ورته مرستې ترلاسه کول د تابعيت ترلاسه کولو خنډ نه جوړيږي.

ډېر هغه کسان چې جرمني ته راځي، ډېر وخت په دې فکر کې وي چې کله به د جرمني د تابعيت غوښتنه کوي. د جرمني د تابعيت د نورو ګڼو ګټو تر څنګ يو کس کولای شي د جرمني يا اروپايي ټولنې په ټاکنو کې رايه ورکړي او يا خپله له يوې سيمې کانديد شي. د دې تر څنګ د جرمني د پاسپورت يا تابعيت ترلاسه کوونکي د نړۍ ډېرو هېوادونو ته له ويزې پرته سفر  کولای شي او اجازه لري چې د اروپايي ټولنې په هر هېواد کې، د استوګنې له کوم اضافي سند پرته کار او ژوند وکړي. همدا شان د اوسلنډربېهورده په شان ادارو ته له تګه خلاصېږئ او ارام ژوند کولای شئ.

که والدين مو د جرمني‌تابعيت ولري او يا تاسې په جرمني کې زېږېدلي ياست او مور او پلار مو ځينې ځانګړي شرطونه پوره کړي؛ په اتومات ډول د جرمني تابعيت ترلاسه کوئ

که څوک په جرمني کې هم نه وي زېږېدلي او مور او پلار يې هم جرمني تابعيت ونه لري؛ کولای شي د جرمني تابعيت ترلاسه کړي. دې کار ته ښاروند کېدل يا (Einbürgerung) وايي.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

افغانېزم يعني څه؟

افغانېزم يعني څه؟

May 10, 2016

ليکنه: خيبر اميري – بلخ هېواد مو په ډېرو حساسو[...]

د ښـــو اخـــلاقو فضیــلت او ښیــګڼې

Dec 16, 2017

لیکنه: محمد بن ابراهیم الحمد ژباړه: انــــــدیال ساپی ښه اخلاق[...]

د روسیې سیاسی او دفاعی امنیتی موخې د شانګهای د همکاریو په سازمان کې!

د روسیې سیاسی او دفاعی امنیتی موخې د شانګهای د همکاریو په سازمان کې!

Jul 3, 2016

لیکنه: قاضی نجیب الله جامع د سړې جګړې له پایته[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022