لیکنه: ثناء الله مهربان
جرم د یو انساني او ټولنیز واقعیت په توګه په ټولو ټولنو کې وجود لري، چې په هره ټولنه کې د مختلفو عواملو په اساس رامنځته کېداشي، د یو مجرم فردي، رواني او ټولنیز ژوند د جرم ډیروالي او کموالي په ګراف کې مهم رول لوبولې شي.
جرم رامنځته کیدلو په اړه په عمومي ډول دری عوامل تر بحث لاندې نیول کیږي، چې د شخص جنس، اندام، نژاد یې د فردي عواملو په ویش کې راځي، همدارنګه غوسه، عصبانیت، ژر باور، ویره او نور…. یې بیا د رواني عواملو له جملې څخه دي، خو ټولنیز عواملو کې یې بیا د کورنې غیر منظم ژوند، ملګري،رواجونه، اقتصاد، سیاست، رسنۍ، ګډوالي او نور …. دبیلګې په ډول یادولې شوو.
پورته عواملو په اړه حقوقپوهان، جرم پيژندونکې او ټولنپژندونکې په یو ه نظر نه دي او هر یو یې د خپل مسلک او تخصص له مخې یې یوې عامل ډیر مهم ګڼي، په دغه لیکنه یوازې د جرم ټولنیز عوامل تر بحث لاندې نیول شوي چې څنګه (کورنۍ غیر منظم ژوند، ملګري،رواجونه، اقتصاد، سیاست، رسنۍ، ګډوالي او نور ….. ) د جرم د رامنځته کیدو لپاره څه ډول زمینه او شرایط برابروي.
جرم یو ټولنیز پدیده ده چې تاریخ یې د انسان پیدایښت سره سم پیلیږي او د یو انساني او ټولنیز واقیعت په توګه په ټولنه کې وجود درلود، شته او په راتلونکې کې به دزمان اومکان په تغیر سره د شرایطو او حوادث ته په کتو په مختلفو ډول وجود ولري . د جرم تعریف په اړه بیلا بیل نظریات موجود دی، خو د حقوقي نقطې نظره د جرم په اړه علماء په دې نظر دي، چې جرم د اسلامي شریعت یا جزا قانون د احکامو بر خلاف د یوه عمل کول یا نه کولو دي چې په مقابل کې یې ورته جزا تعینه شوی وي . ځینې یې وایې چې جرم ټول هغه اعمال چې ټولنیز نظم،سوله او ارامي له منځه وړي،او قانون د هغې له پاره مجازات ټاکلي وي جرم ګڼل کیږي
لکه څنګه چې دجرم د تعریف په اړه دنړۍ د علماو ترمنځ دنظر اتفاق وجود نه لري، دغه ډول د اکثره هیوادونه چې فردي ازادي لري او هغو چې یې نه لري په جزایي قوانینو کې هم د جرم په اړه بیلا بیل توضیحات شته دی .
د افغانستان جزا قانون چې په کال ۱۳۵۵ کې توشیح او نشر شوي په دوهمه ماده کې د جرم په اړه لیکلی چې( هیڅ عمل جرم نه ګڼل کې مګر د قانون په موجب ) نو ټول هغه اعمال چې قانون یې د کولو یا نه کولو حکم کړې وي جرم ګڼل کیږي نورې ټولې هغه کړنې او عملونه چې قانون د جرم په توګه نه وي پیژندلي جرم نه ګڼل کیږي
د ایران په جزایې قوانینو کې د جرم په اړه دا ډول صراحت موجود دی ( د قانون له مخې دیو عمل اجرا اویا ترک د عمل دی چې دهغه له پاره جزا تعینه شوی وي یا دامنیتي او تربیتي تدابیرو مستلزم ګڼلې وي، جرم پیژندل کیږي ) . د سویس هیواد په جزایي قوانینو کې راځي چې ( هیڅوک نه مجازات کیږي مګر دهغه عمل د ارتکاب په نتیجه کې چې قانون دهغې لپاره جزا تعینه کړی وي )
په ډیری سوسیالیست هیوادونو کې چې فردي ازادي په کې وجود نه لري د جرم په اړه کوم تعریف نشته، او یوازې یو خطر ناک حالت په توګه خلک پیژني، پخوانې شوروي اتحاد چې د سوسیالست هیوادونو سر لاری هیواد دی په جزایي قوانینو کې د جرم په اړه داسې څه ځاي پر ځای کړي دي ( د ټولو هغو عملونو اجرء او یا ترک چې د ټولنې لپاره خطرناک وي، سیاسي رژیم او د شوروي ټولنې ، سوسیالستي اقتصادي سیستم ، سیاسي حقوق، د کار حقوق او د سوسیالستي ټولنې قانوني نظام د خطر سره مخ کړي او یا تجاوز پرې وکړي، شخص مجرم او قابل د مجازاتو دی )
پورته ماده د پخواني شوروي اتحاد د ټولو جمهوریتونو په جزایي قوانینو کې ځای پر ځای شوی وه چې جرم د خطرناک حالت په توګه منل د یوه پراخه مفهوم افاده کوي چې دغه ډول حالت د مجازاتو قانونيت پرنسیب له منځه وړي.
دورکیم چې فرانسوي ټولنپژندونکې دی، او د همدې مکتب د سرلارو څخه دی جرم تر یو حده طبعي پدیده ګڼي چې په ټولو ټولنو کې شته، او داسې ځای به پیدا نه کړئ چې هلته دې جرم نه وي، دې متعقد دی او وایي هغه اشخاص چې د جرایمو په اړه تحقیق کوي که چېرې سیمه ایز رواجونو او فرهنګي ځانګړنې په نظر کې ونه نیسي نتیجه یې بې ګټې او بې ثمره ده او هیڅ په لاس نه ورځي، ځکه چې جرایم چې په کومو ټولنو کې رامنځته کيږي نو د همغه ټولنې د فرهنګ او تمدن څخه الهام اخلي، دی همدارنګه وایي چې جرایم هغه اعمال دي چې د یوې ټولنې ټول وګړي په عام ډول محکومه وي.
خو لاکاساین چې فرانسوي عالم دی د دورکیم نظریات تائیدوي او
د کلیوالو او ښاري جرایمو په اړه وايي، چې آب او هوا، د تغذیي ډول، دژوند طرز، تعلیم او تربیه، اخلاقي ځانګړنې، دیني عقاید او د ټولنې رواجونه هغه څه دي چې د جرایمو په ډول کې بدلون راولي
ددې په نظر مجرم د ارتکاب شوي عمل مسئول نه دی، ځکه مجرم د ټولنیز نظام قرباني دی او د ټولنې د وګړو غفلت او بې پروایي د جرم ارتکاب له پاره ورته زمینه برابره کړې.
انریکو فري د روم پوهنتون د جزایي حقوقو استاد او د جنایي ټولنپژندنې د بنسټ ایښودونکو څخه دی، د ټولنیزو عواملو ترڅنګ جسمي او جغرافیاوي عوامل هم له پامه نه دی غورځولي، دی باوري دی چې جرم یوه جنایي پدیده ده چې په ټولنه کې وجود لري او دټولنیز ژوند انعکاس دی، په کومو سیمو کې چې د ژوند شرایطو تغیر نه دی خوړلې هلته جرایم هم ثابت پاتې دي.
دی د دورکیم او لاکاساین نظریات چې څه ډول هغو وړاندې کړي نه مني او وایي، په هغه ټولنو کې چې ژوند شرایط یو ډول او مساوي وي، ولې کم خلک د جرایمو مرتکب کیږي. دې عقیده لري چې جرم لکه د نورو انساني اعمالو غوندې یوه پدیده ده چې جسمي، رواني او ټولنیزو عواملو په اساس رامنځته کیدای شي.
اکثره ټولنپژندونکې په دی عقیده دي چې د جرم په رامنځته کیدو کې جسمي او رواني عوامل چندان د تاثیر وړ نه دي، او یوازې ټولنیز عوامل لکه جنګونه، سیاسي کړکیچونه، نا انډوله اقتصادي وده، بې نظمه کورنۍ، د میني کموالې، د مور او پلار ترمنځ ناندرې، طلاق او بې کاري د جرم او مجرمیت له پاره وړ اسباب دي، چې د جرم په رامنځته کولو او تعین کې مهم رول لري .
په دې ورستیو کې دنړۍ په اکثره هیوادونو کې څیړنه شوې هغه کورنۍ چې فرهنګي فقر، د مذهب او دین نه پابندي، بې قیده او شرطه ازادي، تغذیه، نا مناسب مسکن او بې کاري پکې موجوده وه د مجرمینو تعداد په کې زیات ښودل شوې دی.
نور بیا