راټولونه: احمد ضیأ ابدالي
د ۱۹ پیړۍ په اخیره کي دریو با استعداده او ځیرکو کسانو تر منځ شخړه وه, چي کوم برقي سیستم به د نړۍ تولیدي او انتقالي سیستم جوړ سي DC جریان او که AC جریان یا متناوب جریان.
دا دري کسان توماس اډيسن,نیکولا تیسلا او جیورج ویسټینګ هاوس وه.
DC(DIRECT CURRENT)او
AC(ALTERNATING CURRENT).
په دي وخت کي اډيسون د مستقیم جریان یا DC لپاره کمپاین کوي او په مقابل طرف کي تیسلا او جیورج د AC لپاره کمپاین کوي.
اډيسون د لومړي ځل لپاره برقي ګروپ په کال ۱۸۷۰ کي کشف کړي.
وروسته اډيسون د برق تولید او تقسیم و صنعتي فابریکو او کورونو ته شروع کړ, تر سو خلګ د ده له اختراع څخه ګټه واخلي.
اډيسون خپله لومړنۍ د برق د تولید دستګاه په ۱۸۸۲ کي جوړه کړه.
دوه کاله وروسته یو ځوان سربستاني انجینر و نیويارک ته راغلي, چي د اډیسون لپاره کار وکړي او دا ځوان تیسلا وو.
تیسلا د اډیسون سره د DC جنراتورونو د تولید او بهتر کولو په برخه کي کار وکړ او همدا شان یي خپله نظریه چي د AC موټر وه و خپل مشر ته وړاندي کړه.
یوه کمپني چي د DC جریان طرفداره وه, ویل چي AC جریان هیڅ آینده نه لري.
تیسلا خپله وظیفه په ۱۸۸۵ کال کي پریښوده او پر خپلي نظریي یي کار وکړ, هغه و چي څو کاله وروسته یي د AC جریان ټکنالوجي اختراع کړه.
تیسلا خپله اختراع پر صنعتي سوداګر جیورج و پلورل او په ډيره کمه موده کي د اډیسون د کمپني سره رقابت شروع کړ.
متناوب جریان نسبت و مستقیم جریان ته ډير اقتصادي تمامیدي او و لیرو ځایونو ته یي انتقال په اسانئ سره وو, هغه وو چي اډیسون د خطر احساس وکړ او د AC پر ضد یي کمپاین شروع کړ.
هغه خلګو ته ویل چي AC جریان ډير خطرناک دي او په عام محضر کي یي و حیواناتو ته AC جریان ورکړ.
اډيسون په خپل کوښښ کي ناکامه سو ځکه چي جيورج د AC جریان د تقسیم قرار داد لاسته راوړ.
له دي وروسته جیورج د نیاګارا فالز د برق د تولید د دستګاه لپاره AC جنراتورونه تولید کړه, او دا دستګاه و توانیدل چي نیویارک او د بوفالو و ښارونو ته برق ورکړي.
او په دي ډول د AC جریان څخه استفاده شروع شوه.
بیټري, چارجران, موبایلونه او ټول الیکترونیکي سامان آلات په DC جریان سره کار کوي, او AC جریان د تبدیلیدونکو آلو یا RECTIFIER پواسطه و DC جریان ته تبدیلیږي.
AC او DC جریانونو په نړي کي د
ټکنالوجي په برخه کي انقلاب را منځ ته کړي دي, او د دواړو څخه په موازي ډول استفاده کیږي.
د AC جریان و DC ته او د DC جریان و AC ته د تبدیلیدو لپاره زیاتي طریقي او وسایل ایجاد سوي دي.