د جغل د میده والي مودول او د هغې محاسبه . Fineness Modulus of Coarse Aggregates and its Calculation
د جغل د میده والي مودول څه شی دی ؟What is Fineness Modulus of Coarse Aggregates?
د جغل د میده والي مودول په جغل کې د ذراتو اوسط سایز په انډکس نمبر سره ښودنه ده .دا د سټنډرډ غلبیلونو سره د غلبیل تحلیل له مخې محاسبه کیږي .
د هرغلبیل لپاسه پاتې شوو مجموعې سره جمع کیږي او پر 100 باندې ویشلو وروسته دجغل میده والي قیمت ورکوي .څومره چې د جغل سایز غټ وي هومره د میده والي مودول قیمت لوړ وي نو ځکه د جغل د میده والي مودول د شګې د میده والي له مودول نه لوړ وي .جغل هغه ډکوونکي مواد دي چې کله له 4.75mm غلبیل څخه غلیل شي نو د 4.75mm غلبیل لپاسه پاتې شي.ددې لپاره چې د دجغل میده والي مودول پیداشي مونږ د 80mm, 40mm, 20mm, 10mm, 4.75mm, 2.36mm, 1.18mm, 0.6mm, 0.3mm او 0.15mm سایز غلبیلونو ته ضرورت لرو.
د جغل د میده والي مودول مالومول. Determination of Fineness Modulus of Coarse Aggregates
ددې لپاره چې دجغل د میده والي مودول پیداکړو مونږ باید دغلبیلونو تحلیل(sieve analysis) ترسره کړو نومونږ د پورته سایزغلبیلونو ،میخانیکي خوځونکي (mechanical shaker) او ډیجټلي ترازو درلودو ته ضرورت لرو.
د نمونې چمتو کول . Sample preparation
د جغل نمونه په یو لوښي کې راواخلۍ او په نغري(oven) کې د 100 – 110oC تودوخې لاندې وچه کړۍ وروسته چې کله سړه شي وزن یې کړۍ چې دقت یی تر ګرام پورې وي.
د جغل د میده والي مودول لپاره پروسیجر .Test Procedure for Fineness Modulus of Coarse Aggregates
غلبیلونه په نزولي ترتیب (descending order)برابر کړۍ او په میخانیکي خوځونکي کې کیږدۍ .د لاس په پرتله میخانیکي خوځونکي کارول به د میده والي مودول مطلق قیمت ورکړي.کله چې مناسب غلبیلول ترسره شي د هر غلبیل لپاسه پاتې وزن (weight retained) اندازه کړۍ او د پاتې شوو مقدارونو مجموعه (Cumulative weight retained)او د هرغلبیل لپاسه د پاتې شوو مقدار په % مالوم کړۍ .بلاخره د ټولو مجموعو فیصدي جمع کړۍ او پر 100 یې وویشۍ .په دې سره به میده والي مودول ترلاسه شي.
د میده والي مودول محاسبې بیلګه .
فرضا 5000g جغل نمونه را اخلو .اوس د غلبیل تحلیل(sieve analysis) سره کوو.له غلبیل کولو وروسته لاندې ارقام په لاس راغلل.
1) د 80mm غلبیل لپاسه پاتې وزن(weight retained) 0 مجموعه تردې وخته پاتې وزن(Cumulative weight retained) 0 مجموعه پآتې شوې په 100 سره 0 .
2) د 40mm غلبیل لپاسه پاتې وزن 250 مجموعه تردې وخته پاتې وزن 250 مجموعه پآتې شوې په 100 سره 5
3) د 20mm غلبیل لپاسه پاتې وزن 1750 مجموعه تردې وخته پاتې وزن 2000 مجموعه پآتې شوې په 100 سره 40
4) د 10mm غلبیل لپاسه پاتې وزن 1600 مجموعه تردې وخته پاتې وزن 3600 مجموعه پآتې شوې په 100 سره 72
5) د 4.75mm غلبیل لپاسه پاتې وزن 1400 مجموعه تردې وخته پاتې وزن 5000 مجموعه پآتې شوې په 100 سره 100
6) د 2.36mm غلبیل لپاسه پاتې وزن 0 مجموعه تردې وخته پاتې وزن 5000 مجموعه پآتې شوې په 100 سره 100
7) د 1.18mm غلبیل لپاسه پاتې وزن 0 مجموعه تردې وخته پاتې وزن 5000 مجموعه پآتې شوې په 100 سره 100
8) د 0.6mm غلبیل لپاسه پاتې وزن 0 مجموعه تردې وخته پاتې وزن 5000 مجموعه پآتې شوې په 100 سره 100
9) د 0.3mm غلبیل لپاسه پاتې وزن 0 مجموعه تردې وخته پاتې وزن 5000 مجموعه پآتې شوې په 100 سره 100
10) د 0.15mm غلبیل لپاسه پاتې وزن 0 مجموعه تردې وخته پاتې وزن 5000 مجموعه پآتې شوې په 100 سره 100
مجموعه 717
د جغل میده والي مودول مساوی دی په =مجموعه د دفیصدیو 717) ( تقسیم پر 100 یعنی = (717/100) = 7.17
دا په دې مانا دی چې د جغل اوسط سایز د اوم او اتم نمبر غلبیلونو ترمنځ دی چې د 10mm او 20mm ترمنځ دی .
د میده والي مودولونو لیمیټ . Limits of Fineness Modulus
د جغل د میده والي مودول له 5.5 تر 8.0 پورې دی .د all in aggregates لپاره د 3.5 او 6.5 ترمنځ دی .د بیلابیل ترټولو غټ سایز جغل لپاره د میده والي مودول په لاندې ډول دی .
1) د ترټولو غټ سایز 20mm لپاره د میده والي مودول 6.0 تر 6.9 دی .
2) د ترټولو غټ سایز 40mm لپاره د میده والي مودول 6.9 تر 7.5 دی .
3) د ترټولو غټ سایز 75mm لپاره د میده والي مودول 7.5 تر 8.0 دی .
4) د ترټولو غټ سایز 150mm لپاره د میده والي مودول 8.0 تر 8.5 دی .