لیکنه: نورالله غازي يار
د حوېلۍ لويه دروازه وټکيده، د پاخه عمر ښځې د جامو ګنډلو ماشين ودراوه، غوږونه يې څک کړل، اوه کلنې لور ته چې له پيغلوکي خور سره يې ګندنه پاکوله، وويل:
ــ ته ورشه څوک دروازه ټکوي؟
څو شيبې وروسته يې لور راننوته:
ــ سمسور دی، مورې!
مور يې پيغلوکې لور ته وويل:
ــ جګه شه کوټه لږه سمه کړه، څه ګډه وډه پرته ده . . . .
نجلۍ تر کوټې سمولو وړاندې ځان ته پام شو، وړې خورته يې وويل:
ــ هله خورکې، ته زر زر دا ټوټې موټې ټولې که . . . . نور زر له کوټې ووته.
څوشېبې ورسته سمسور راننوت، ترور يې پر تندي ښکل کړ، تکيه يې ورته سمه کړه. دوی په خپلو منځو کې خبرې سره کولې، چې پيغلوکې نجلۍ هم راننوته، په داسې حال کې چې د حيا سرخي يې په اننګو کې رابرسېره شوې وه، سمسور ته د ستړې مشې لپاره د لاس ګوتې ورکړې، مور يې هم لور ته په څنګ وروليدل، چې د هغې پر تن يې پاکې او د دې د خوښې جامې وکتې، زړه کې يې د خپل پيغلتوب د وخت پټې او شاته پرېوتې سحنې رابرسېره شوې، په مينه وړي غږ يې لور ته وويل:
ــ برېښنا جانې! اوبه مې مخکې په اوګرمۍ کې ورکړې وې، اوس به جوس وي، چای زر راوړه، سمسور موټر وهلی، ستړی به وي. . .
سمسور په خپل موبايل کې ګوتې وهلې، ترور يې ورته وويل:
ــ ډېر وخت دې ووتو، سګ دې څووم کال دې، چې جلال اباد کې سبق وايې؟
سمسور له موبايل نه سترګې ورپورته کړې:
ــ دريم کال مې دی، يو کال نور هم راته پاتې دی.
سمسور په داسې حال کې چې موبايل ته يې کتل، له ترور نه عادي غوندې وپوښتل:
ــ څنګه برېښنا مکتب وايي، که ترې ويستلې مو ده؟
ــ جاويد خو هر وختې غورېږي، چې له مکتب نه دې ووزي، تر اتمه پورې يې بس ده؛ خو برېښنا ژاړي، چې دومره ولاکه ترې ووزم، چې دوولسم مې نه وي ويلی، کله کله يې پلار ام ووايي، چې جلکی نوره ستره ده، خلک به خبرې راپسې وکړي، خو زه يې بيا غلی کړم، خېر ورکړې، زما لياز کوي. . .
سمسور ورته وويل:
ــ مکتب جينکيو ته ډېر ضرور دی، بې تعليمه جلکۍ په اوس وخت کې ولاکه په دوه روپۍ ام ارزي. . .
برېښنا او مور يې له سمسور نه دا خبرې مخکې هم اوريدلي وې اويو ځل بيا يې دده ټينګار تر ټولو جدي حس کړ. له دې سره برېښنا د چايو پتنوس په لاس راننوته، پتنوس يې چې کېښود، مور يې له جيبه کيلۍ وروويستې او ورته ويې نېوې:
ــ هه، له المارۍ نه لږه میوه دانی راواخله!
بريښنا چې هر لورې ته تله، سمسور د سترګو له کونجو څارله، هغې هم داسې ريږديدلي ګامونه اخيستل، ته وا ټوله دنيا ورته ګوري، بريښنا د مخامخ المارۍ ور پرانيست، ګوتې يې سره وهلې له دې سره څو دانې د انتخاباتو کارتونه لکه دې چې په لوی لاس راغورځولي وي، راوغورځيدل، د سمسور هم ورپام شو، وی ويل:
ــ دا څه شی دي؟
برېښنا غېږي ته وروغورځول:
ــ زمونږ د انتخاباتو کارتونه دي؟
سمسور کارتونه له غېږي راواخيستل:
ــ ښه، دا خو تکړه يئ، تاسې هم کارتونه اخيستي دي؟
چې په يوه کارت کې يې د برېښنا عکس په سپين ټيکری کې وليد، په موسکا يې ترې وپوښتل:
ــ تا هم د رايې حق تر لاسه کړ!؟
برېښنا په موسکا وروليدل.
ترور يې ورته وويل:
تر اوسه مو ام کارتونه نه وو اخيستي، دا مو اول وار دی، د برېښنا پلار ويل، چې زمونږ د جهاد وخت يو کس بادشايۍ ته ولاړ دی، ټول بايد کارتونه واچوو، يوه ورځ برېښنا موږ او نور د خپلو کورونو ښځې مکتب ته بوتلو هلته يې کارتونه راته واخيستل.
سمسور ورته وويل:
ــ څه کوئ چې هغه ته رايه ورکوئ، ګټی يې هم نشي او دومره پلويان هم نه لري، دې بل ته رايه ورکړئ، دې کل سرې ته، دا ښه سړی دی، تعليم يې هم ډېر دی او بله خبره دا چې وطن يې هم نه دی وران کړی، دې جهاديانو خو ټول وطن راته کنډې کپر کړ. . .
برېښنا په پيالو کې چای اچاوه؛ خو نور يې د سمسور خبرو ته غوږ واز پرېښی و، دده ليدنه، اوريدنه او هر څه يې د همدې غوږونو له لارې راخيستل او تږي زړه ته يې لکه د شربتو غړپونه تيرول.
ترور يې ورته وويل:
ــ موږ نه پويېږو؛ خو ده (ميړه يې ) ويل چې نور ټول کاپيران دي، همدا يو ښه سړی پکې دی. . . .
بيګا ته چې د برېښنا پلار راغی ښځې يې د سمسور له راتګ نه ورته وويل.
ميړه يې ورته وويل:
ــ څنګه راغلی و، بيګا ته به مو ستون و کنه؟
ــ پنتون يې رخست شوی و، ويل يې کور ته ځان رسوم، بيا موټر نه پيدا کېږي، د غرمې مې ام په زور ستون کو. . .
برېښنا لکه خبرې ته چې يې ډېره توندي وي، وويل:
ــ سمسور ويل، چې رايه لغړ سرې ته ورکړئ، هغه تکړه سړی دی، تعليم يې ام ډېر دی او وطن يې ام نه دی وران کړی. . . !
پلار يې په غوسه ورته وويل:
ــ په سمسور ام دې اوسنۍ ديموکراسۍ تاسير کړی، دی خو دې زما په مخکې ووايي، چې دا دودېرش غاښونه يې ټول ورته ماتوم که نه، چې ده ته دې رايه ورکړه، غرق شوې، ولله په همدې يوې رايې به د جهنم اور ته ورغورځېږې. . .
څو مياشتې ورسته د ولسمشرۍ د انتخاباتو وخت راورسيد، د رايې په بيګنۍ شپه، د برېښنا پلار برېښنا ته وويل:
ــ سبا ته به دا زمونږ د کورونو ټولې ښځې له ځان سره ګله کړې، سړی به ورته وښيې او لږه به ورسره کومک شې، داسې نه وي، چې غلتې شي، کوم بل کاپېر ته رايه ورکړي. . . .
په سبا ورځ د کابل خلک ډله ډله د انتخاباتو مرکزونو ته روان وو او د خپلې خوښې کسانو ته يې رايه ورکوله، له برېښنا سره هم د کورونو ټولې ښځې روانې وې، ټولې يې يو انتخاباتي مرکز ته، چې په يو جومات کې و، وروستې، هرې ښځې ته به يې سړی ورښوده، ټولو ښځو همغه د پلار يې چې خوښ و، رايه ورکړه؛ چې کله د برېښنا د رايې اچولو نوبت راغی؛ نو په ماغزو کې يې د پلار خبرې وکړنګېدې:
ــ په همدې يوې رايې به د جهنم اور ته ورغورځېږې!. . .
خو برېښنا په داسې حال کې چې د سمسور موسکۍ څېره يې سترګو سترګو ته کيده، خپله رايه (کل سرې) ته ورکړه.
پای
۱۳۹۳/۱۰/۱۰، کابل