لیکنه: مطیع الله ویسا
دافغانستان د۳۵ کلني داومداري جګړي اصلي لامل هیواد کي ناپوهي جهالت وو چي دښمن له دي څخه استفاده وکړه او زموږ هیواد او ولس دجګړي په سرولمبو کي وسوځید .
تر تیرو وختونو راتیریږو راځو د۲۰۰۱ کال ته چي دنړیوالي ټولني په مرسته زموږ هیواد کی یو نوی دولت رامنځ ته سو دلته دخلکو نوی هیلي پیدا شوی چي نوی دولت به ورته ښوونځۍ جوړوي پوهنتونه څو کلونه فلج شوی تعلیمي اداري به بیرته نوی رغول کیږي ..خو نوي دولت ته دنړیوالي ټولني یو شمیر دوستو هیوادونو لخوا په میلنونونو ډالردتعلیمي سیستم دمرستي لپاره راغلل تر څو هیواد کي بیرته تعلیمي سیستم جوړ سي .خو راځو دي ته دلته دمیلنونو ډالرو مرستي مقابل کي نوی ښوونځۍ جوړسول نوی پوهنتونونه جوړسول څو کلونه فلج سوی تعلیمي سیستم بیرته په کار شروع وکړه .
خو بدبخاته دی نوی تعلیمي سیستم نه دهیواد زرګونه خلک تر نن ورځي پوری بي برخي پاته سول .دلته سوال پیدا کیږي چي ولی ددی مرستو سره سره بیا هم زموږ زرګونه ماشومان ځوانان دتعلیم بشري حقه بي برخي سول؟؟او لا هم سوونه ښوونخۍ ددوۍ پرمخ بند پاته سول ؟؟.
هرچاته به مختلف مختلف سوالونه ذهن کی پیدا کیږي خو دلته دپردي شاته نوري خبري دي چی یو شمیر کړیو غوښتل هیواد کی جګړه نوره هم وغځوي نو ددي پخاطر یی زموږ سوونه ښوونخۍ بند پریښودل.
بیا سوال پیدا کیږي چا دجګړي ددوام لپاره زموږ ښوونځۍ بند کړل ؟؟
بیا هر کس مختلف نظر لري خو که حقیقت وپلټوو دلته بیا نوري خبري دي دڅو کلونو پرلپسي تجربو سیمو ته تګ دقومي مشرانو سره خبري دځوانانو ،عالمانو ،روښان فکرانو ماشومانو سره ناستي او دهاغو ټولو سیمو څخه خپله لیدنه کول چي تر اوسه هم ښوونځۍ بند دي راته ډیر حقیقتونه وښودل ..
اوس راځو هاغه لاملونه چي زموږ هیواد کي سوونه ښوونځۍ بند کړل او زرګونه ماشومان یی دزده کړو بي برخي کړل مختلف لاملونه دي موږ به هر لامل خلکو ته وښیوو دلته څو لاملونه لکه ګاونډیان ،طالبان ،ناامني ،جګړه .کلتوري دودونه ،دسیمو لیروالی .اداري فساد .مافیایی کړۍ ،درسنیو نه پاملرنه ،دخلکو نه پاملرنه ،منفي تبلیغات، دښوونخۍ او مدرسي ترمنځ واټن ،داچي کوم لاملونهددی سبب سو چي زموږ زرګونه ماشومان یی دزده کړو بي برخي کړل هر لامل به درته دیو مقالي دلاري روښانه کړم او هاغه حقیقتونه به ټول وښیوو چي چا دجګړي ددوام لپاره زموږ ښوونځۍ بند کړل ..