Law of war
لیکنه: نظیم سمون
د جګړې حقوق یا نړیوال بشرپال حقوق (International humanitarian law) د نړیوالو حقوقو مهمه برخه ده، چې په جګړه کې د متخاصمو یا جګړه مارو لورو حقوقي مکلفیتونه په ډاګه کوي. دغه حقوق په ټوله کې پر دې بحث کوي چې په جګړو او وسلوالو نښتو کې د جګړه ییزو وسلو کارول محدود دي او همدارنګه د جګړې پر مهال د بې طرفه خلکو ژوند ته باید جدي پاملرنه وشي. خو مخکې له دې چې خپل اصلي بحث ته دوام ورکړو، ښه به وي چې د نړیوالو حقوقو له نظره د جګړې پر مفهوم یوه لنډه کتنه وکړو.
الف- د جګړې مفهوم د نړیوالو حقوقو له نظره:
په نړیوالو حقوقو کې، جګړه له زور او ځواک څخه د کار اخیستو وسیله ده، چې یو تعریف یې داسې دی: جګړه د ملي سیاست د وسیلې په توګه د هغو قهري او مسلحانه اقداماتو یا تدابیرو مجموعې ته ویل کې چې د د دوه یا څو دولتونو ترمنځ پېښېږي، چې په پایله کې دغه وضعیت د متخاصمو دولتونو ترمنځ د ځانګړي وضعیت په رامنځته کېدو تمامېږي. په دغه وخت کې له ښکېلو هېوادونو هر یو یې په دې هڅه کې وي چې خپلې سیاسي غوښتنې پر مقابل لوري تحمیل کړي. په دې اساس قهري وسله وال اقدامات د تېري کوونکي لپاره وسیله ده، څو خپلې غوښتنې پر مقابل لوري ومني.
له پورتني تعریف څخه نتیجه اخلو چې د جګړې د حقوقو مفهوم څلور اساسي عناصر لري: تشکیلاتي عنصر یا هېوادونه، مادي عنصر یاد د ځواک کارول، معنوي عنصر یا د جګړې اراده او موخه چې ملي ګټې او مصلحت په کې نغښتی دی.
د جګړې عناصر:
۱- تشکیلاتي یا اورګانیک عنصر: د جګړې تشکیلاتي یا اورګانیک عنصر دولتونه دي، چې د جګړې د مفهوم یو اساسي رکن جوړوي. جګړه د هېوادونو د وسلوالو ځواکونو ترمنځ پېښېږي، نو له همدې امله ده چې جنګ له دولتونو سره چې هماغه اورګانیګ عنصر دی، مستقیمه اړیکه لري.
ژان ژاک روسو په ۱۷۶۲ کال کې په خپل کتاب (ټولنیز تړون) کې دې مسلې ته اشاره کړې چې جګړه د انسان اړیکه له انسان سره نه، بلکې د دولتونو ترمنځ اړیکه ده چې د یوه انسان یا وګړي په توګه نه، بلکې د مدافعینو په توګه له یو بل سره په دښمنۍ کې ښکېل شوي دي. (1)
۲- معنوي عنصر یا د جګړې اراده: د جګړې درېیم عنصر د جګړې لپاره تابیا یا اراده ده، چې په نړیوالو حقوقو کې ورته «معنوي عنصر» وايي. په دې حالت کې متخاصم ځواکونه لکه د مادي عنصر په څېر په جګړه کې نه وي ښکېل شوي، بلکې د جګړې لپاره چمتو والی نیسي. په ۱۹۷۰ کال کې د لاهای (La hay) په کنفرانس کې د تړون لاسلیکوونکو هېوادونو «اراده» د جګړې یو مهم رکن وباله. د شخړو اړوند د لاهای د درېیم هوکړه لیک پر بنسټ، چې د ۱۹۰۷ کال د اکتوبر په اتلسمه لاسلیک شو، جګړه په قانوني توګه هغه وخت پیلېږي چې د جګړه مارو هېوادونو له خوا په دې اړه له مخکې یوه خبرتیا موجوده وي.
د یاد تړون له مخې که غړي هېوادونه له مخکني اعلان یا خبرتیا پرته جګړه پیلوي، له ژمنې پر سرغړونې او په نړیوال جرم تورنېږي. دا په نړیوالو حقوقو کې یوه قراردادي قاعده نه ده چې تر وسلوال برید مخکې دې باید یوه خبرتیا موجوده وي؛ بلکې منل شوی نړیوال عرف دی. په دې اساس د لاهای په کنفرانس کې هم دغه عرف ومنل شو. البته که د دې عرف تاریخي شالید ته ګرځو، نو په لرغوني روم، یونان او منځنیو پېړیو کې هم په جګړو کې له دې اصل څخه کار اخیستل شوی دی.
۳- مادي عنصر (نښته): د جګړې له مادي عنصر څخه موخه عملا د وسلوالې جګړې پیل دی. جګړه تل د متخاصمو او دښمنو قوتونو ترمنځ د ځواک له استعمال سره مله وي. د وسلو او وسلوال ځواک له کارونې پرته جګړه معنی نه لري. باید یادونه وکړو، له دویمې نړیوالې جګړې وروسته چې د شوروي اتحاد او د امریکا د متحده ایالتونو ترمنځ کشمشکونو ته د «سړې جګړې» اصطلاح کارول کېده، دا د جګړې اوسنی علمي-حقوقي مفهوم نه شي افاده کولی. دا یو جلا حالت و.
که څه هم په نړیوالو حقوقو کې دا نه ده په ډاګه شوې، چې کوم ډول وسلوالې نښتې ته «جګړه» ویل کېږي، خو په عمومي ډول ویلی شو، هره هغه نښته چې د زور او د وسلوال ځواک کارول په کې شامل وي، جګړه بلل کېږي.
باید یادونه وکړو چې جګړه په اوربند (Ceasfire) پای ته نه رسېږي، بلکې دا د جګړې د درولو یو منځ مهاله او اوږد مهاله پروسه ده. یا په بل عبارت، اوربند د جګړه ییزو عملیاتو درول دي. جګړه هغه وخت پای ته رسېدای شي، چې ښکېلې غاړې د یوه یا څو هېوادونو او یا هم د نړیوالو سازمانونو په منځګړیتوب په خپلو کې د جګړې د پای رسولو معاهده یا تړون لاسلیلک کړي. (2)
۴ – د جګړې موخه: په نړیوالو حقوقو کې د جګړې هدف او موخه باید معلومه وي. یعنې جګړه کوونکي هېوادونه یوه ځانګړې موخه لري چې د هغې د لاسته راوړلو لپاره جګړې ته ادامه ورکوي. یرغلګر هېوادونه تل ادعا کوي چې جګړه یې د خپلو «ملي ګټو» لپاره پیل کړې ده. خو دا چې ملي ګټې کومې دي، یوه جلا بحث ته اړتیا لري. د عیني حقوقو د مکتب پلویان لکه (جورج سېل) د جګړې همدغه عنصر ته په کتو جګړه داسې تعریفوي: «جګړه په نړیواله ټولنه کې د حکومتي سیستمونو د بدلون په هدف له مادي ځواک څخه د کار اخیستو په معنا ده». (3)
په دې اساس هغه جګړه چې د ملي ګټو اساس ونه لري او د «ملي سیاست» وسیله ونه ګڼل شي؛ د جګړې په حقوقو کې خپل مفهوم له لاسه ورکوي.
په هر حال؛ زموږ اصلي بحث په جګړه کې د بشردوستانه حقونو یا د جګړې د حقوقو په اړه دی. نړیوال بشردوستانه حقوق پر دوه عمده مفاهیمو راڅرخي:
لومړی دا چې د دې حقوقو پر بنسټ د دولتونو له خوا په وسلوالو جګړو کې د هر ډول وسلو کارول غیر محدود نه دي، بلکې په جګړه کې ښکېل دولتونه یوازې له هغو وسلو کار اخیستی شي؛ چې انساني مرګ ژوبله او ناورین رامنځته نه کړي. دویم دا چې دغه حقوق په جګړه کې د ملکي خلکو، اسیرانو، ټپیانو او ناروغانو له حقوقو او انساني کرامت څخه ملاتړ کوي.
ب- د جګړې د بشرپاله حقوقو منځته راتګ
د بشري ټولنې له پیدایښت څخه تر ننه د انسانانو ترمنځ جګړې شوې او کېږي، دغه جګړې د وخت په تېرېدو سره د یو لړ مقرراتو او پرنسیپونو تابع ګرځول شوي دي. مثلا په لرغونې زمانه کې د حمورابي په لوایحو کې د نښتو او جګړو په اړه ځینې لارښوونې موجودې وې. (4) خو د جګړې د حقوقو په اړه لومړنی منظم او مدون قانون چې په لومړي ځل د یوه دولت له خوا د وسلوالو ځواکونو لپاره جوړ شو، د لیبر قوانینو (Liber Codes) ټولګه وه. د وضعي قوانینو دغه ټولګه د امریکايي حقوقپوه (Francis Liber) له خوا په ۱۸۶۳ کال کې تدوین شوه. لېبر دغه ټولګه د امریکا د دولت په غوښتنه چمتو کړه. په دې ټولګه کې د هغو سرتېرو د کړنو او سلوکونو په اړه مقررات ځای پر ځای شوي وو، چې د امریکا په کورنۍ جګړه کې ښکېل وو، خو دا یوازې یو کورنی یا ملي قانون و چې د امریکا متحده ایالتونو دننه یې د جګړې حقوق په ډاګه کول.
په نړیوالو عمومي حقوقو کې اوسني نړیوال بشرپال حقوق د یوه سویسي سوداګر او بشرپال هنري دونانټ (Henry Dunant) له هڅو سرچینه اخلي. په ۱۸۵۹ کال کې د فرانسې او اتریش ترمنځ په سلفرینو سیمه کې یوه سخته خونړۍ جګړه رامنځته کېږي. په دې جګړه کې عامو خلکو ته سخت مرګه ژوبله اوړي، د جګړې په میدان کې هرې خوا ته مړي او زخمیان پراته وي او څوک نه وي چې رسېدنه ورته وکړي. سویسی سوداګر هنري دونانټ د دې صحنې په لیدو سخت خواشینی کېږي او د سلفرینو خاطراتو (A memory of solferino) په نوم یو کتاب لیکي. نوموړی په دې کتاب کې په سلفرینو کې د بشري جنایت او تېري د غندنې ترڅنګ وړاندیز کوي، چې د بشري خواخوږۍ له مخې دې په جګړو کې زیانمنو او ټپیانو ته باید لازم امکانات او مرستې برابرې شي. دونانټ همدارنګه وړاندیز وکړ چې دغه هدف ته د رسېدو لپاره لومړی باید د غړو هېوادونو ترمنځ یو تړون لاسلیک شي او بیا د دغه تړون د اجرا لپاره دې یوه کمېټه جوړه شي.
د هنري لومړی وړاندیز په ۱۸۶۴ کال کې د جینوا کنوانیسیون د لاسلیک لامل شو. د جینوا د ۱۸۶۴ کال کنوانسیون په حقیقت کې په جګړه کې د اوسنیو بشردوستانه حقوقو لومړنۍ عملي هڅه ګڼل کېږي. همدا رنګه د هنري د دویم وړاندیز له مخې د جګړې له قربانیانو او په جګړه کې د بشري حقونو د رعایت موخه په د سره صلیب کمېټه (International Committee of the Red Cross) جوړه شوه.
که څه هم د جینیوا د ۱۸۶۴ کال کنوانسیون د جګړې په ډګر کې د ټپیانو تر درملنې پورې محدود و، خو د جګړې د بشرپاله حقونو په برخه کې دا لومړنی ګام و چې راتلونکو دغه ډول تړونونو او معاهدو ته یې لار پرانېسته. د جینیوا د ۱۸۶۴ کال تر لومړي تړون وروسته د جګړې په ډګر کې د بشري حقونو د رعات په برخه کې درې الحاقي پرتوکولونه په ترتیب لاسلیک شوي، چې شرحه یې په لاندې ډول ده:
• د پاریس اعلامیه (۱۸۵۶)
• د ټپیانو، ناروغانو او روغتیايي کارکوونکو په اړه د جینیوا کنوانسیون (۱۸۶۴)
• د یو شمېر وسلو د نه کارونې په اړه د سن پټرزبورګ اعلامیه (۱۸۶۸)
• د نظامي او غیر نظامي وګړو ترمنځ د توپیر څرګندولو په اړه د بروکسل اعلامیه (۱۸۷۴)
• د ځمکنیو جګړو په برخه کې د قوانینو او عرفونو د رعایت او د سمندري جګړو په اړه د جینیوا د ۱۸۶۴ کال د مقرراتو د پلي کولو په موخه د لاهای کنوانسیون (۱۸۹۹)
• د ۱۸۹۹ کال پر کنوانسیون د بیا کتنې لپاره د لاهای د ۱۹۰۷ کال کنوانسیون
• د روغتیايي خدمتونو د چمتو کوونکو بېړیو د ناپېیلتوب په اړه ژمنلیک ۱۹۰۴
• په جګړه کې د زهرجنو، بې هوښه کوونکو یا نورو ګازونو او بیالوژیکي وسلو د کارونې د مخنیوي په اړه د جینیوا پروتوکول (۱۹۲۵)
• له جنګي اسیرانو سره د چلند په اړه د جینیوا کنوانیسیون (۱۹۲۹)
• د ټولوژنې یا جینوسایډ د مخنیوي نړیوال کنوانسیون (۱۹۴۸)
• د جینیوا د ۱۹۴۹ کال څلورم کنوانسیون، چې لاندې اساسي موضوعات په کې تصویب شول:
۱- د جګړې په ډګر کې د وسلوالو ځواکونو د ټپیانو او ناروغانو ژوند ته پاملرنه؛
۲- په سمندر کې د وسلوالو ځواکونو ټپیانو، ناروغانو او د ویجاړو شویو بېړیو پاتې شونو ژوند ته پاملرنه؛
۳- له جنګي اسیرانو سره چلند
۴- د جګړې پر مهال له ملکي وګړو څخه ملاتړ.
• د سمندري جګړې په اړه د لندن پروتوکول (۱۹۳۰)
• د جګړې پر مهال د تاریخي ابداتو، علمي او هنري مرکزونو د خوندیتوب په اړه د (۱۹۳۵) کال تړون
• د کمیاوي وسلو د کارونې، ساتنې، تولید، پر مخ بیولو او ویجاړولو کنوانسیون ( ۱۹۹۳)
• د انسان ضد ماینونو د جوړونې، ساتنې او تجارت د مخنیوي کنوانسیون (۱۹۹۷)
• د نړیوالې جنايي محکمې اساسنامه (۱۹۹۸)
• د ماشوم سرتېرو په اړه د ماشومانو د کنوانسیون الحاقي پروتوکول (۲۰۰۰ )
جینیوا او دې ورته نور نړیوال کنوانسیونونه چې د جګړې د حقوقو په برخه کې لاسلیک شوي دي، په جګړه کې د بشردوستانه حقونو د رعایت لپاره یو حقوقي چوکاټ برابروي. اوس مهال د نړۍ څه باندې ۱۹۶ هېوادونه د جینیوا له کنوانسیونونو سره یو ځای شوي دي، چې افغانستان یې هم غړی دی. افغانستان د جینیوا له څلورم کنوانسیون سره په ۱۹۵۴ کال کې یو ځای شو او بیا لومړی او دویم الحاقي پروتوکولونه یې په ۲۰۰۹ کال کې لاسلیک کړل. لومړی پروتوکول(۱۹۷۷) یې په نړیواله جګړه کې د قربانیانو او دویم یې (۱۹۷۷) کورنۍ جګړه کې د قربانیانو د ژوند د خویتوب په اړه دي.
د جګړې حقوق د اسلام له نظره
اسلام په جګړه کې د جنګي اسیرانو او غیر محاربو کسانو د حقوقو خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. الله (ج) په خپل کتاب قرآن کریم کې پیغمبرانو او خپلو بندګانو ته د دې حقوقو د رعایت په اړه ښکاره سپارښتنې کړې دي. دلته د جګړې د حقوقو په ځانګړې توګه له جنګي اسیرانو سره د چال چلند په اړه په قرآن او نبوي حدیثو کې ځینې لارښوونې په دې توګه رانقلوو. د انفال سورت د ٦٧ آیت ژباړه: «هېڅ پيغمبرحق نه لري، چې د دښمن بنديان ونيسي، ترڅو چې پر هغوی یې بشپړ تسلط نه وي ټینګ کړی. تاسو د دنيا نا پايداره ګټه غواړئ، خو الله (ج) تاسو ته آخرت غواړي او الله حاکم او قادر ذات دی. که د خداى پخوانى فرمان نه وای – له خبرتيا پرته هېڅ امت ته مجازات نه ورکول کېږي- له دې امله چې اسيران مو نيولي وو، تاسو ته به شديده جزادرکړل شوې وه.» په پورتني آیت کې چې مخاطب یي پيغمبر او جنګي بنديان دي؛ له جنګي اسیرانو سره د نېک سلوک سپارښتنه شوې.
د دهر سورت په ۸ آیت کې هم له جنګي اسیرانو سره نېک چلند ته اشاره شوې ده. ژباړه: «دخداى (ج ) نيک بنده ګان خپل خواړه مسکينانو، يتيمانو اواسيرانو ته دالله ( ج )د رضالپاره ورکوي، نوله اسيرانو سره ښه سلوک کول او د امکان تر بريده د هغوی د ژوند د ا تياوو پوره کول اسلامي امر دی.»
همدارنګه د پیغمبر (ص) د یوه حدیث ژباړه ده: «د بندیانو په اړه زما سپارښتنه دا ده چې له هغوى سره نېک چلند وکړئ.» په يوه بل حديث شريف کې راځي:« ثلاثة في ظل العرش……..رجلً اطعم المساکين والاسرى.
ژباړه: «درې تنه به د قيامت په ورځ د الهي عرش تر سيوري لاندې وي، له دوی یو هغه څوک دی چې بې وزلو او اسيرانو ته یي ډوډۍ ورکړې وي.»
د جګړې د بشرپاله حقوقو بنسټیز اصول
۱. د انساني سلوک او نه تبعیض اصل: د دې اصل له مخې له هر ډول جنسیتي، مذهبي، توکمیز او ژبني توپیر پرته ټول انسان د انساني کرامت او قدر وړ دي، په دې اساس په جګړه کې تبعیض منع دی.
۲. د پوځي اقدام اصل: د دې اصل پر بنسټ پوځي عملیات او اقدامات باید له نظامي پلوه د توجیې وړ وي.
۳. د محدودیت اصل: هغه وسلې او کړنې چې په جګړه کې د ډېرې مرګ ژوبلې، درد او رنځ سبب کېږي، کارول یې منع دي. دا په جګړه کې ډېر مهم اصل دی، یعنې جګړه مار لوري د وسلو د کارونې په برخه کې خلاص لاس نه لري.
۴. د تفکیک اصل: د دې اصل پر بنسټ پوځي او غیر پوځي هداف باید له یو بله جلا وي.
۵. د تناسب اصل: د تناسب د اصل له مخې د پوځي برید او هغې موخې ترمنځ چې تر برید لاندې نیول کېږي، تناسب باید موجود وي. مثلا که یوه وسله واله ډله یوه ښار ته داخلېږي، د خپل مخالف د تسلیمولو لپاره باید ټول ښار ویجاړ نه کړي.
۶. د ښه نیت اصل: د جګړې ښکېلې خواوې باید په جګړه کې د غچ اخیستنې په موخه داسې کار ونه کړي چې عامه زیان رامنځته کړي. لکه له دویمې نړیوالې جګړې وروسته کله چې په نورمبورګ کې د هټلر د نازي چارواکو محکمه پیل شوه، همداسې یوه قضیه رامنځته شوه. دا قضیه د دوه قوماندانانو له خوا د دوو ځنګلونو سوځول وو. یوه لوري چې د پوځي اړتیا یا د دښمن د موجودیت له امله ځنګله ته اور اچولی و، برائت واخیست او بل یې په داسې حال کې چې دښمن له ځنګله څخه د شا تګ په حال کې و او ځنګل ته یې اور ورته کړی و، مجرم وپېژندل شو. په دې اساس په جګړه ییزو تکتیکونو کې د ښکېلو خواوو د نیت څرنګوالی مهم اصل دی.
هغه ډلې او ځایونه چې د جګړې د حقونو له ملاتړ څخه برخمن دي:
۱. غیر پوځي وګړي (هغه څوک چې د جګړې په هېڅ لوري کې نه راځي)
۲. ټپیان او ناروغان
۳. جنګي اسیران
۴. خیریه بنسټونه (سور صلیب او سره میاشت)
۵. مقدس ځایونه، فرهنګي ځایونه
څارونکي بنسټونه:
۱. دولتونه
۲. د سره صلیب نړیواله کمېټه او سره میاشت
۳. د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې
۴. نا دولتي بشرپال سازمانونه
۵. د ملګرو ملتونو امنیت شورا
۶. نړیواله جنايي محکمه
د جګړې د حقوقو سرچینې:
د نړیوالو حقوقو له نظره د جګړې د حقوقو یا د نړیوالو بشرپاله حقوقو مهمې سرچینې د جینیوا د ۱۹۴۹ کال څلورګوني معاهدې دي. د نورمبورګ پوځي محکمې پرېکړې او د پخوانۍ یوګوسلاوي او روندا د جنایتونو د څېړلو په اړه د امنیت شورا د ځانګړو محاکمو پرېکړې هم د نړیوالو بشرپاله حقونو د مهمو سرچینو په توګه پېژندل شوي دي.
پایله او ارزونه:
د جګړې اړوند مدون حقوق د جینیوا له لومړني کنفرانس څخه سرچینه اخلي. دغه کنفرانس په حقیقت کې په نړیوالو جګړو او شخړو کې د ښکېلو لورو او عامو خلکو د حقوقو د خوندیتوب په برخه کې یو لوی پرمختګ و. د نولسمې پېړۍ په نیمايي کې د جینیوا خوځښت سبب شو، چې د دولتونو ترمنځ د جګړې د حقوقو په اړه ګڼ شمېر دوه اړخیز او څو اړخیز نړیوال تړونونه لاسلیک شي. په داسې حال کې چې اوس مهال د نړۍ ۱۹۰ هېوادونه د جینیوا د کنوانسیونونو غړي دي، خو بیا هم په شخړو او جګړو کې ښکېل دولتونه ځینې وخت د کنوانسیون د ژمنو خلاف عمل کوي. په جګړو کې د ملکي خلکو ژوند ته پاملرنه نه کېږي او هغه زیان رسوونکي وسلې کارول کېږي، چې منع شوي دي. سوریه، عراق، یمن او فلسطین هغه هېوادونه دي چې په وروستیو کې آن کلسټر بمونه او کمیاوي وسلې هم په کې وکارول شوې. په ۲۰۱۳ کال کې لوېدیځو هېوادونو او ملګرو ملتونو ادعا وکړه چې د سوریې دولت په دغه هېواد کې د مخالفینو پرضد کیمیاوي وسلې کارولې دي. د همدې کال په مې میاشت کې د ملګرو ملتونو یوې پلټونکي ډلې وویل چې ګومان کېږي سوري دولتي ځواکونو د «سارین» په نوم هغه ګاز کارولي دي، چې د انسان ماغزه زیانمنوي. (5) وروسته په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې هم خپرې شوې چې په سوریه کې د کارول شوو کمیاوي وسلو له امله زیانمن ماشومان په کې لیدل کېدل. دا په جګړه کې د زهرجنو، بې هوښه کوونکو او بیولوژیکي وسلو د کارونې د مخنیوي په اړه د جینیوا د (۱۹۲۵) کال د پروتوکول خلاف کړنه ده.
همدارنګه پر فلسطین د اسرایلي پوځیانو بریدونه چې هر ځل یې له امله بې ګناه خلک وژل کېږي، د جګړې د حقوقو ښکاره نقض دی. په وروستیو کې په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د پوځي ایتلاف پر وړاندې هم داسې ادعا کېږي چې ګنې کلسټر بمونه یې کارولي دي. کلسټر یا خوشه يي بمونه په نړیوالو شخړو او جګړو کې منع شوې، ځکه چې تر مطلوب هدف ډېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي. دا د جګړییزو حقوقو د سرغړونو په اړه هغه یو څو بېلګې دي چې تازه پېښې شوې دي، تر دې مخکې د سوډان د دارفور او پخوانۍ یوګوسلاویا په ګډون په کورنیو جګړو او د دولتونو ترمنځ جګړو کې له بشري حقونو ښکاره سرغړونې شوې دي.
له بده مرغه د دولتونو ترمنځ تسلیحاتي سیالي هم د اندېښنې وړ ده. د اتومي او نورو ویجاړوونکو وسلو تولید او رقابت د بشر د ژوند پر وړاندې یو باالقوه ګواښ ګڼل کېږي، ځکه چې د نړیوال امنیت او ثبات د له منځه تلو په صورت کې هره شېبه د دې امکان شته چې دغه وسلې د لومړۍ او دویمې جګړې په څېر یو ځل بیا بشري ناورین رامنځته کړي. په دې هیله چې ټول دولتونه او جنګي ډلې په خپلو نښتو کې بشري حقونه مراعت او د خلک ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.
اخځونه
1. ضیايي, بیګدلي،. حقوق بین الملل عمومی.
2. Dinh, N. Quoc. Droit International public. پاڼہ P. 855 et 856.
3. G.Secelle. International Prosecution of Human Rights Crimes.
4. امیدی،علی. حقوق بین الملل: از نظریه تا عمل. تهران : نشر میزان, 1388. پاڼہ 256.
5. بي بي سي پښتو:
http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2013/05/130506_ns_syria_un_rebels_used_sarin.
دغه لیکنه د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په میاشتنۍ کې خپره شوې ده