لیکنه: مطیع الله ویسا
دا ټولو ته اوس ثابته ده چي زموږ ګاونډیان هیڅ وخت نه غواړي زموږ هیواد کي سوله پرمختګ راسي. موږ هم نړیوالو سره سیال ژوند ولرو نو ګاونډیانو دمختلفو لارو زموږ هیواد کي جنګ مداخلت راوان کړی دی. خو ترټولو بند جنګ چی موږ یی تر اوسه هم قرباني یو هاغه زموږ هیواد کي دګاونډیانو لخوا دجګړي ددوام لپاره دښوونځیو بندول وو .
دا څو لسیزو راهسي ګاونډیان (پاکستان او ایران )زیات کوښښ کوي زموږ تعلیمي سیستم فلج کړي دمختلفو لاري منفي تبلیغات وکړي .تر څو زموږ ماشومان دزده کړو بي برخي پاته سي او دوي یی دشخصي ګټو او زموږ هیواد کي دجګړي لپاره وجنګوي .
راځو بیا تیر ۱۴ کلن تعلیمي بهیر ته چي زرګونه ډالر مرستي ددوستو هیوادونو لخوا دمرستي په توګه راغلل .ترڅو موږ ورباندي یو قوی تعلیمي سیستم جوړ کړو دلته ګاونډیانو (پاکستان او ایران ) نه غوښتل موږ یو تعلیمي سیستم ولرو نو یی دمختلفو لارو زموږ دتعلیمي سیستم دورانولو لپاره کار پیل کړ .
اوس دلته پوښتنه داده ایا خپله پاکستانیانو او ایرانیانو زموږ ښوونځۍ ورانولي؟که زموږ هیواد کي خپل لاسپوڅي لرل ؟
ددی سوال جواب هلته ښه حل کیدی سي ترڅو خپله دهاغو سیمو لیدنه وکړي چي ۱۴کلونه یی ښوونځۍ دماشومانو پر مخ بند پاته دي .
راځو دیته څرنګه ګاونډیانو زموږ ښوونځۍ بندول دکومو لارو دڅه هدف لپاره ؟؟؟
ــ اول پاکستان وسلوالو ته طالبانو ته پیسي ورکولي ترڅو زموږ ښوونځۍ وسوځوي سوونه ښوونځۍ وسوځیدل ښوونکي شهدان سول قومي مشران عالمان یی تهدید کړل .
ـ منفي او زهرجن تبلیغات ! دښوونځیو پر وړاندي تبلیغات وکړل چي ښوونځۍ ناروا ده دنجونو تعلیم ناروا دی دمدرسي او ښوونځۍ ترمنځ یی فاصله رامنځ ته کړه خلکو ته دښوونځیو دناروا باره کي یوه انګیزه ورکړه .
خو داکار یی یوازي په وسلوالو او طالبانو نه کاوه خپله دولت او دپوهني وزارت کي هم کسان لرل چي دهغو پواسطه یی بیا زموږ دزده کړو بهیر کمزوری کاوه جعلي اسناد جوړول دسیمو سره دمور او میري چلند ددوستي په نوم یی زرګونه کسان دزده کړو بي برخي کړل .
ـ ایران هم کلک زهرجن تبلیغات وکړل دلته یی پیسي مصرفولی ترڅو تعلیمي بهیر خراب کړي .په دولت کي داسی کسان لرل چي هاغو به دسیمو سره دمور او میری چلند کاوه ښه مثال یی کانکور وو چي دلته به دځوانانو دزده کړو زړه توریده بل تبلیغ همدا وو چي ښوونځیو اوپوهنتونونو کي اخلاقي فساد دی دلته زموږ زرګونه خویندي ددوۍ دزهرجنو تبلیغاتو له مخي دزده کړي بي برخي شوي .
دګاوندیانو اهداف ! غوښتل یی جګړه دوامداره وساتي دپوهني بهیر له منځه یوسي ترڅو راروان نسل دزده کړو بي برخي پاته سي .دوي ورڅخه په جګړه کي نورو مختلفو کارونو کي ګټه واخلي .مختلف شوم اهداف تر سره کړي .خپل فرهنګي او کلتوری یرغل پراخ کړي .نو دوي تر ترټولو لاره همدا غوره وه ترڅو زموږ نسل دزده کړو بی برخي کړي چي راتلونکي کی همدا بیسواده کسان ددوي لپاره هرڅه کولی سي او هم دا بیسواده او بي هدفه جنګیالي دنورو هیوادنو پرضد او هم دننه زموږ هیواد کي وجنګوي .
راځو اخر ته تر نن ورځي پوري همدا کار روان دی یوازی داننه چی ګاونډیان وسلوال روزي دولت او وزارت کي خپل کسان لری ددوي پواسطه دزده کړو بهیر کمزوری کوي هم دجاسوسو رسنیو دلاری منفی تبلغات کوي هیواد کي زیات شمیر ښوونځۍ هلته بند دي کومو سیمو کی چی موږ له ایران پاکستان سره پوله لرو .
خو اصلي موضوع همدا ده چي ګاونډیان موږ ته شاتو کی زهر راکوي په دوستي کي دښمني کوي دښوونځیو بندیدو کي یوازي وسلوال نه بلکه ددولت ځینی کسان پوهني وزارت ځیني کسان دګاوندیو دخوشحالولو دپیسو لپاره اوږس هم نه غواړي چي بند ښوونځۍ خلاص سي که همدا حالت روان وي موږ به دیو بلي لسیزي جګړي قرباني یو .
څه لوبي یی راوکړي په خوږو کي یی زهرراکړو
په رنګ رنګ بهانو انتقامونه رانه اخلي
نور وروسته