ژباړه : عطا محمد میاخېل
سویسي څېړونکي وایي، د شپې له خوا مناسب خوب کولای شي، د حافظې د پیاوړتیا له پاره غوره تګلاره وي؛ د دې څېړونکو په وینا د شپې خوب، په ورځ کې د ماغزو په فعالیت باندې ډېر زیات اغېز لري .
په دې توګه د شپې له خوا کافي خوب د دې لامل کېږي، چې اعصاب او ماغزه په ښه توګه خپل فعالیت ترسره کړي، چې د حافظې له پیاوړتیا او د زده کولو له ځواک سره مرسته کوي .
د ژینو پوهنتون څېړونکو خپلې څېړنې په هغه کنفرانس کې وړاندې کړې، کوم چې د اروپایي ټولنو د اعصابو علومو د فدراسیون له خوا جوړ شوی و، دوی په خپلو دې څېړونو کې د ۳۲ داوطلبانو پر ماغزو باندې د شپې خوب اغېزې تر کتنې لاندې ونیولې . څېړونکو دې کسانو ته انځورونه ورښودل او یا هم له هغوی څخه به یې غوښتل، چې د نندارې پر پاڼه باندې ټکی وڅاري، د دې کسانو له ډلې څخه نیمو ته یې اجازه ورکوله، ترڅو اته ساعته خوب وکړي او نیمو نورو یې د خوب کولو اجازه نه لرله او یا هم د کمې مودې له پاره به یې چرت واهه .
څېړونکو په بله ورځ له آزمویل شوو کسانو څخه غوښتنه کوله، چې نندارې ته ایښودل شوي ټکي یو ځل بیا وڅاري او یا هغه انځورونه کوم، چې لیدلي یې وو، په یاد راوړي، هم مهاله د دې کسانو عصبي او مغزي فعالیت به د ام آر آی وسیلې په واسطه کتل کېده .
داسې خوب پیدا کړئ، چې په هغه کې د بیدارۍ شتمني وي !
د څېړونکو په وینا هغه کسان، چې مخکې شپه په کافي اندازه ویده شوي وو، غوره فعالیت یې درلوده .
د ژنیو پوهنتون د څېړونکو مشر ډاکټر سوفي شوارتز په دې اړه وایي : د یوې نوې تجربې له لاسته راوړلو وروسته، یوه دوره خوب کولای شي، چې د زده کولو اغېز آسانه کړي . هغه وړاندې زیاتوي : دا ښه والی د ماغزو په هغې برخه کې له بدلون څخه عبارت ده، کوم چې له زده کولو سره تړاو لري . د ډاکټر شوارتز په وینا د حافظې له پیاوړتیا سره د مرستې په خاطر د اړتیا وړ خوب د ارزونې له پاره لا ډېرو څېړونو ته اړتیا ده .
ډاکټر ستانلي همدا راز وایي : ویده کېدل د وخت له منځه وړل نه، بلکې د ژوند یوه ډېره فعاله برخه ده، چې موږ د خپلې حافظې د پیاوړتیا او د زده کولو د ځواک له پاره ورته اړتیا لرو .
موږ ولې د نیمې ورځې خوب نه لرو ؟
نوک کېنګرلي وایي : د ډېرو له لید لوري، ویده کېدل یانې ټنبلي، دا په داسې حال کې ده، چې دا دواړه له یو بل سره هېڅ اړیکه نه لري. خوب یانې د طبیعي اړتیاو پوره کېدل. که چېرې کمپنیانې غواړي، چې کارمندان یې تر ټولو ښه او غوره فعالیت ولري، نو هغوی ته دې د نیمې ورځې خوب زمینه برابره کړي. د هغه په اند په دوبي کې چې د خوب ستونزه ډېره زیاته وي، د نیمې ورځې لنډ خوب له ټولو سره ډېره زیاته مرسته کوي .
له صنعتي انقلاب مخکې، چې مشخص کاري ساعتونه یې له ځان سره راوړل، د شمالي اروپا خلکو ته په بشپړه توګه عادي وه، چې له غرمې وروسته یوه اندازه خوب وکړي او هغه مهال خلکو غوښتل، چې په شپه ناستې او ماښامنۍ مېلمستیا کې خوب پرې غلبه ونه کړي، نو د همدې له پاره به له غرمې وروسته د څو ساعتونو له پاره د څلور بجو پرمهال ویده کېدل .
د لابرو پوهنتون د خوب څېړونو مرکز مدیر جېم هرون وایي، چې دا نمونه د انسانانو له طبیعي اړتیا سره تړاو لري . نوموړی زیاتوي : موږ داسې جوړ شوي یو، چې باید د شپې او ورځې په اوږدو کې دوه ځله ویده شو. یو د شپې له خوا اوږد خوب او بل هم د ورځې له مخې له غرمې وروسته لنډ خوب دی .
د پروفیسور هرون په وینا، هغه کسان چې د نیمې ورځې له خوب سره مینه لري، غوره داده چې په ورځ کې پنځلس دقیقې ویده شي، له دې ډېر به ګټور نه وي، ځکه کله چې له خوبه راویښېږئ، نو داسې احساسوئ، چې سر مو دروند دی. مګر هغه خبرداری ورکوي، چې ځینې ستړیاوې د ډېر خوب له امله رامنځته کېږي او زموږ د بدن په طبیعي اړتیا پورې کوم تړاو نه لري .
آیا په کافي اندازه ویده کېږئ ؟
ډېر شمېر خلک په خپل بدن او رواني حالت باندې د بې خوبۍ له بدو اغېزو څخه ځورېږي؛ دا حالت تر هغې کچې پېچلی دی، چې د دې هېواد کارپوهانو دا یوه عمومي ستونزه بللې ده .
کافي او ژور خوب زموږ د روغتیا له پاره بنسټیز او حیاتي ارزښت لري، خوب ماغزو ته دا امکان په لاس ورکوي، هغه فعالیتونه چې د ورځې په اوږدو کې یې لرل، جبران کړي. دا ثابته شوې، چې بې خوبي د بې ګټې چاغښت، ژور خپګان او د زړه ناروغۍ د ډېرښت لامل کېږي . بې خوبي د کارونو د ګټې کچه راټیټوي او حتی د ځینو کارونو د ترسره کېدو چارې په وېرونکو فعالیتونو بدلوي .
داسې ښکاري چې په دې ورځو کې ډېر شمېر خلک د آرام کولو او ژور خوب له پاره د کارپوهانو لارښوونو ته اړتیا لري .
خپل غړي راټول کړئ :
کېدای شي د غړو په راټولو سره لږ درد احساس کړئ او دا د خوب کولو له پاره منطقي لاره نه وي، مګر علمي شواهدو ښودلې، چې ډېره اغېزمنه ده . د دې کار له پاره د خپل بدن غړي ښه راټول کړئ، ترڅو د لږ درد احساس وکړئ، دې کړنې ته د شل ثانیو له پاره دوام ورکړئ او له شل ثانیو وروسته خپل غړي بېرته خوشې کړئ . د غړو ټولول او بېرته خوشې کول د آرامتیا حس له ځان سره لري او له بدنه هر ډول ستړیا بهر کوي .
دا تخنیک P.M.R (Progressive Muscle Relaxation) نومېږي او د لاندې نظریې پر بنسټ تنظیم شوی دی، کله چې بدن آرامتیا ترلاسه کوي، نو ذهن او خوب هم آرامه وي.
د دې ټګلارې په کار اچول کېدای شي ساده تر سترګو شي، مګر کار پوهان په دې باور دي، چې باید پي ام آر زده شي، د دې تخنیک له زده کړې وروسته باید هره ورځ یې په یوه ځانګړي ځای کې تمرین کړئ؛ هر څومره چې زیات تمرین شي، په هر چاپېریال او شرایطو کې له هغه څخه د ګټه اخیستې چارې آسانه کېږي .
لرغونو ترانو ته غوږ نیول :
د خوب کولو پرمهال باید خپل بدن او ذهن دواړه آرامه کړو، موږ ټول کله چې د ستړیا احساس کوو، نو اوږده غځېږو تر څو ویده شو .
د انګلستان په نوریچ روغتون کې د خوب متخصص ډاکټر نیل سټنلي وایي : د یوې ټلویزیوني خپرونې کتل کېدای شي، د بدن له آرامتیا سره مرسته وکړي، مګر ستاسو ذهن آرامه نه دی، ځکه چې د خپرونې د شخصیتونو خبرې اترې تعقیبوئ .
د ذهن د آرامولو له پاره اړتیا نه شته، چې د څه شي په اړه فکر وکړئ. ډاکټر ستنلي وړاندیز کوي، چې د خپلې لرغونې موسیقۍ کیسټې را پیدا کړئ او وایې ورئ. نوې سندرې ګټه نه لري، ځکه چې په ناخبره ډول غواړئ، چې شعرونه یې په دقیقه توګه واورئ او خپلې حافظې ته یې وسپارئ .
د ذهن د آرامولو له پاره یوه بله لاره د یوې بې مانا اصطلاح تکرار ول دي، یوه داسې کلمه وټاکئ، چې یوه خاصه مانا ونه لري او تاسو د یوې ځانګړې موضوع په یاد کې وانه چوي، هغه په خپل ذهن کې په منظم ډول تکرار کړئ .
د انګلستان د لافبرای پوهنتون د خوپ څېړنو د کلینیک غړی پروفیسور کوین مورګان وایي : که چېرې دا کلمه په منظم ډول تکرار کړئ، دا د دې لامل کېږي، چې دې کار ته په خود کار ډول دوام ورکړئ او ورځني افکار یو ځل بیا ستاسو ذهن ته راځي .
په اداره کې چرت وهل :
لنډ خوب یا چرت وهل له بدن او ذهن څخه د ستړیا په لرې کولو اغېزمن رول لوبوي. ډاکټر سټنلي وایي د شلو دقیقو له پاره چرت وهل د قهوې څکلو په پرتله ستاسو طبیعت ډېر ښه برابروي، مګر د ادارې د کار په لړ کې زموږ په کولتور او فرهنګ کې د ملنو وړ نه دی . دا کار پوه زیاتوي، چې چرت وهل نباید د شپې د خوب ځای ونیسي . یو شمېر نور کار پوهان په دې باور دي، چې چرت وهل د جسم او ذهن د سلامتیا له پاره د اووه ساعته خوب په کچه ګټه لري .
جاپانیان د ناستې پرمهال چرت وهلو ته یوه اصطلاح لري، چې عبارت ده له : اینه موري.