راټولوونکی: عزیز صادقی
ژباړه: سیال یوسفي
۱ – هر مهال د قران سره اوسئ، ځکه د قران هر ځل لوستل تاسې ته نوې ډالۍ لري یانې مالومات مو ورسره زیاتیږي .
۲ – تل دا دوه اصله په پام کې ونیسئ: کیفیت ته پاملرنه او لومړیتوب ورکول، نه، کمیت ته ـــ ډول ته پاملرنه او لومړیتوب ورکول، نه ، مقدار یا څومره والي ته
۳ –د لمانځه په اړه فکر د یو کامل امت د منځ ته راتګ لامل کیږي، ځکه لمونځ له هر چا څخه یو بشپړ انسان جوړوي.
۴ – که و یې ویل چې اسلام د جنګ او جګړې دین دی، ورته ووایه اسلام د سولې او دوستۍ او دفاع دین دی.
۵ – که و یې ویل چې اسلام د تعصب دین دی، ورته ووایه اسلام د عزت او کرامت دین دی.
۶ – موږ ستاسې د پوهې د زیاتولو لپاره یا د حقایقو د ثابتولو لپاره نه یو راغلي، موږ راغلي یو چې جسمونه او روحونه سره وتړو او ورورولي او مینه خپره کړو.
۷ – ستونزه زموږ په روحونو او جسمونو کې ده، په درهم او دینارو کې ستونزه نشته.
۸ –د ویښ او با شعوره زړه څلور نښې دي چې نور زړونه ورسره روښانه کیږي: ۱- دقیق احساس ۲- شعور او د مسؤلیت احساس ۳- له الله جل جلاله څخه ویره ۴- د شر له لاملونو څخه ځان ازادول.
۹- د الله جل جلاله لپاره مینې او کرکې ته ایمان ویل کیږي .
۱۰ – خپل ټول وخت د څلورو کارونو لپاره وقف کړئ: ۱- د دین سلامتیا ۲- حلال کسب ۳- نورو ته خیر او ګټه رسول ۴- هغه څه چې تاسې ته ارامښت دربښي.
۱۱ – زمان، مکان، شکلونه او ظاهري رنګونه د اعتبار وړ ندي، بلکه زړه ، نیت او وجدان د باور وړ دي.
۱۲ – که یو ملت دا اراده وکړي چې ژوندی پاتې شي نو ناشوني ده چې هیڅکله دې مړ شي.
۱۳ – ملت هیڅکله پر دولت باندې د څارنې څخه نه معاف کیږي.
۱۴ – د دین ریښې د انسان په فطرت کې دي، او تفکر او عبادت له فطرت سره د دین په پوهیدلو کې مرسته کوي.
۱۵ – د یوې کورنۍ ژوند هغه مهال له خوښیو او نیکمرغیو ډکیږي چې له هغو شیانو ډډه وکړي چې د الله د قهر سبب کیږي.
۱۶ – خپل شخصیت په ښه ډول سره وروزئ او تقویت یې کړئ او په ښه ډول سره یې ازمایښت کړئ او د عمل په واسطه یې و ازمویئ.
۱۷ – ډيری خلک شته چې هم خبرې کولای شي او هم خپل نظر وړاندې کولای شي خو هغه خلک د نش په برابر دي چې د عمل په ډګر کې پر ثابتو قدمونو سره په خپلو خبرو ولاړ پاتې شي.
۱۸ – فسم په خدای چې خلک به تر هغې د نیکمرغۍ او خوښۍ مخ و نه ګوري، تر څو خپله خبره او موخه سره یوه نه کړي او ددې موخې د لاس ته راوړلو په لار کې ځان هیر نه کړي او یوازې د هغې موخې په اړه فکر ونکړي.
۱۹ – خلک داسې انسانانو ته اړتیا لري چې معنیویاتو ته ارزښت ورکوي چې د هغه د زړه څخه د شاوخوا خلکو زړونه روښانه کيږي.
۲۰ – د پیغمبر ص له خبرو پرته نور د هر چا د خبرو په ردولو او منلو کې اختیار لرئ.
You also might be interested in
ژباړه او زیاتوونه : سیال یوسفي یو له هغه لاملونو[...]
ژباړه : سیال یوسفي ژباړه له یوې ژبې څخه بلې[...]
لیکنه : د مایو کلنیک کاري ډله ژباړه: سیال یوسفي[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی