ژباړه: ډاکټر محب الله زغم
د دغو څرګندونو پر اساس ويلاى شو چې روزنه په اسانۍ سره په كشمكش او شخړه اوښتلاى شي. په دې كشمكش كې روزونكى د ځان د ډاډه كولو لپاره ماشوم تحقيروي او ماشوم د دې «تحقيرېدو» پر وړاندې غبرګون ښيي. په پايله كې د مشر د نفوذ او هغه ته د درناوۍ انګېزه كمزورې كېږي. د روزنې په داسې چاپېريال كې د ماشوم دفاعي او جبراني غبرګونونه پخپله په اتومات ډول كار كوي او د ماشوم د خوى په بوده او تنسته كې تار ځغلوي. كله چې دغه ماشوم لوى شو نو تر ځان كم عمرو كسانو سره ورته ناقص چلند كوي. دا د سلوك هماغه ډول دى چې د ده په تحقيرولو كې يې لاس درلود خو پخپله دى ورباندى نه دى خبر.
ټولنيز ژوند سړي ته د ناتوانۍ او حقارت د احساساتو پر وړاندې تسل وركولاى شي خو په دې شرط چې وګړي یو بل ته لاس ورکړي. داسې تحول د لاسنیوي د موخو بدلول غواړي. مانا دا چې په ټولنه كې بايد هر وګړى پخپله خپل ځان د خپلو هم نوعو د توحيدولو مسوول وګڼي؛ نه دا چې د لنډ مهالو موخو لپاره دې سره همكاري وكړي.
د دې ډول چلند لپاره دغو ټكو ته اړتيا شته:
لومړى: سړى دې د بل له موزون او تطبيقي فعاليت څخه هماغه خوند واخلي؛ لكه له خپل فعاليته چې يې اخلي.
دويم: سړى دې د نورو د بريو او ناكاميو په مسووليت كې ځان شريك وګڼي.
درېيم: سړى بايد دا ومني چې د ده په بريو او ناكاميو كې نور كسان هم شريك دي. مانا دا چې سړى يوازې پخپله د خپلو تېروتنو مسوول نه دى او د ده كاميابۍ هم ټوله يوازې په ده پورې اړه نه لري. په دې توګه سړى دا دنده لري چې له نورو مرسته وغواړي او يا د بل مرسته ومني. همدارنګه دى وظيفه لري چې له خپل وس سره سم له نورو سره مرسته وكړي.
څلورم: سړى بايد دا ومني چې د خدمتونو تبادله بايد په ټولو برخو كې دوام ولري، دغه خدمتونه يو د بل تابع دي او بايد د هېچا په زيان نه وي.
خو په دې كې هم شك نشته چې له بده مرغه دغه هيله په اروايي او بيولوژيکي لحاظ په ټولو وګړو کې یو شان نه ده. دغه نابرابري له پيله تناسب له منځه وړي او د خدمتونو د تبادلې شونتيا كموي او بې لارې كوي يې. د دې لپاره چې توله برابره شي، ځینې كسان بايد د اوږدې مودې لپاره نورو ته څه وركړي، پرته له دې چې څه ورنه واخلي. هغه چې څه ترلاسه كوي، بايد بې له ځنډه ځان ژمن وګڼي او بايد د تر لاسه شوي څه په اندازه، په توليد او تعاون لاس پورې كړي.
ځينې وخت هغه كسان چې يو څه لري او د ټولو انسانانو په څېر له «ناخونديتوب» څخه ځورېږي، هڅه كوي چې د خپلو شتو په خپلولو او له خپلو حقونو څخه په ګټې اخيستنې سره ځان خوندي او ډاډه كړي. خو هغه كسان چې تر دوى خوار او حقير دي، غواړي داسې څه ترلاسه كړي چې خپل حقارت ورباندې كم كړي. د دغو هڅو پايله مبارزه ده. هغوى چې ښه ژوند لري، هله مرسته كوي چې د هغوى بروالى او مشرتوب ومنل شي. خواران د هغې مرستې په تناسب چې له شتمنو څخه يې ترلاسه كوي، د هغوى بروالى مني.
په دې توګه غښتلي كسان د هغه وېرې په وجه چې له كمزوري كېدو څخه يې لري، له نورو سره په پوره ډول مرسته نه كوي او هغه كمزوري كسان چې ګومان كوي هېڅكله يې هغسې چې ښايي «ارزښت» نه دى موندلى، د sublimation په لټه كې وي؛ ځكه چې دوى له خپل حقارته ډېر ځورېږي او د نورو بروالى بې له شرطه مني. د دواړو د چلند په پايله كې په يوه ټاكلي چوكاټ كې يو ډول تطابق رامنځته كېږي چې بريدونه به يې د همدغو غښتلو او كمزورو كسانو د چلند د ځانګړتياوو له خوا ټاكل كېږي.
د روزنې په برخه كې دغه نسبي تطابق د انفعالي تبادلاتو په بڼه څرګندېږي. غښتلي يعنې مور او پلار له خپلو اولادونو سره مينې لري او دا مني چې د خپل وس په اندازه به له هغوى سره هر ډول مرسته وكړي او خپل سر او مال تر اولاد ځار كړي خو د دې قربانۍ په بدل كې له اولاد څخه غواړي چې د اطاعت، لېوالتيا، قدروونۍ او يا پرمختګ په بڼه د دوى حق ادا كړي. ماشوم په خپل وار سره د غښتلو (مور او پلار) له خوا جوړ شوى قانون، په اسانۍ سره مني؛ ځكه چې دغه اطاعت له هغه سره د مور او پلار د مينې ضمانت كوي خو له بل پلوه ماشوم دغه مينه په خاصه توګه هله محسوسوي چې هغه ته امتياز وركړل شي او ځان ورته «ارزښتمن» ښكاره شي.
مور او پلار وايي: «خبره ومنه او پرمختګ وكړه چې مينه درسره وكړو.» ماشوم وايي: «تسليم شه، بخښنه وكړه او ومې ستايه چې ستا مينه محسوس كړم.» د دغه دوه اړخيز مقاومت حاصل داسې جوړ جاړی دی چې په هغه كې به مور او پلار تر هغې چې ماشوم يې خبره مني او پرمختګ كوي، هغه ته امتياز وركوي، هغه بخښي او په ارزښت ورته قایلېږي. په داسې شرايطو كې ماشوم د مور او پلار خبره مني او څومره چې ورسره بې عوضه مينه وشي، هماغومره به په لېوالتيا سره هڅه كوي.
البته په بېلو مواردو كې د دغو چلندونو د اندازې ټاكل دومره نازك او مشكل كار دى چې داسې خلك به په ډېر ندرت سره ومومو چې په كړنو كې يې هېڅ ډول بي نظمي نه وي او روزنه يې له هره پلوه كامله او كاميابه وي.
نو د ډېرو خلكو لپاره له ټولنې سره د پيوستون لاره له اغزو ډكه ده. كه چېرې دغه پيوستون په تقريبي ډول تر سره شي نو پايله به يې يوازي نسبي خونديتوب وي. دغه حالت چې د هڅو، تمو او پرمختګونو په وجه رامنځته كېږي، بايد همداسې وساتل شي. كله چې سړى ځان له بل سره پرتله كوي او حقارت ورته پيدا كېږي، بايد له دې حالته ګام وړاندې كېږدي او لا پرمخ ولاړ شي. ټولنيز ژوند هم سړى اړ باسي چې تل ځان ډاډه كړي. څنګه چې سړى په دې لاره كې هر وخت نه كاميابېږي؛ يعنې سړى نه شي كولاى چې ځان ته نوي عيني صفتونه جوړ كړي نو د هغه په ژوند كې به د حقارت بېلښتونه لږ لږ راپيدا كېږي. ممكن دغه بېلښتونه د وګړي د خوى د يوه صفت په توګه رابرسېره شي او ډېر اهميت ونه لري خو كله كله د سلوك د يوه واقعي اختلال (ګډوډي) بڼه خپلوي.