سريزه
زه چې كله كله خپل اعصاب نه شم كابو كولى او خپلو بچيو سره ناسم چلند كوم، كله چې غواړم دوى ووهم يا زياړې ورته وكړم نو دغه خبره مې راياده شي: «د روزنې تېروتنې له زاړه نسله نوي نسل ته لېږدي. مثلاً پلار خپل زوى ځکه ځوروي چې له ده سره هم په ماشومتوب کې خشونت شوى دى. اوس پرته له دې چې پخپله وپوهېږي، د غچ اخيستنې د جبران پر اساس له خپل زوى سره ناوړه چلند کوي. په دې توگه اوس پلار خپل تسلط او ځواک پياوړي کوي، هغه ځواك چې پخوا يې په تر لاسه كولو كې پاتې راغلى و.» له دې سره شرم راته ودرېږي چې ته څنګه خپل غچ له ماشومانو اخلې؟
زه هم د اكثرو نورو افغانانو په څېر په مستبدو محيطونو كې اوسېدلى يم. په ماشومتوب کې وهل شوی يم. خپل ژڼيتوب مې په حربي ښوونځي كې تېر كړى او څلور کاله مې په نه کړي ګناه ډول ډول جزاګانې ليدلي دي. پوهنتون مې د تنظيمونو او د طالبانو په خورا مستبدو واكمنيو كې ويلى دى نو له استبداد څخه كركه لرم. كله چې دغه جملې لولم نو ځورېدلې اروا مې يو څه تسكين مومي: «هغه دولتونه چې له وگړو څخه ازادي اخلي، هغوى له ځانه شړي يا پر رسنيو بنديز لگوي، پخپله مفکورې او عقيدې جوړوي او پر نورو يې تپي، څنګه چې ښكاري هغسې ځواکمن او پياوړي نه دي. دوى که په ريښتيا سره غښتلي واى نو دې ته به نه اړ كېدل چې خلك وډاروي. دوى لكه هغه دېوان دي چې ظاهراً اوسپنيز ښکاري خو پښې يې د لرگيو دي.»
پورته اقتباسونه د (احساس حقارت) له كتابه رااخيستل شوي دي چې ما په ۱۳۷۷ كې لوستى و. دغه كتاب راته زما او زما د ټولنې د هيندارې په شان ښكاره شو. (احساس حقارت) ايراني ارواپوه ډاكتر محمود منصور په ۱۹۶۴ كې په پارسي ليكلى دى. د بحث موضوع يې د الفرد ادلر Alferd Adler مشهوره نظريه «د حقارت غوټه يا the inferiority complex» ده. د كتاب په لوستو راته ښكاره شوه چې موږ هم د وګړو په توګه او هم د قوم او د ملت په حيث د حقارت د غوټې ښكار شوي يو او زموږ په ورځنيو كړنو او چارچلند كې د دې غوټې اثر جوت دى نو فكر مې وكړ چې دغه كتاب بايد پښتو كړم.
د دې كتاب په لوستو به خپلې ځينې اروايي او ټولنيزې ستونزې راجوتې شي او د علاج لارې به يې هم وپېژنو.
كه څه هم كتاب تقریباً نیمه پېړۍ پخوا ليكل شوى دى خو ما چې انټرنټ وكوت، اوس هم په دې اړه د ارواپوهانو نظر چندانې نه دى بدل شوى.
«د حقارت احساس» او «د حقارت غوټه» دوه بېل مفاهيم دي. د حقارت احساس يو طبيعي احساس دى چې هر بني ادم په ماشومتوب كې ورسره مخ كېږي. دغه احساس سړى دې ته هڅوي چې ځان له سيالانو سره سيال كړي او دا يو شعوري عمل دى خو د حقارت عقده (د حقارت غوټه) هغه حالت دى چې د انسان په لاشعور كې ځاى لري او د انسان پر ټولو كړنو وزر غوړوي. څنګه چې د ادلر د بحث موضوع د حقارت غوټه ده نو ما هم د كتاب عنوان د «احساس حقارت» پر ځاى «د حقارت غوټه» وليكه.
ډاكتر محب الله زغم
۱۳۸۹د غبرګولي ۱۲