لیکنه: پوهنمل خوشدل معروف
کله چې حيوانات ناروغ وي نو د بدن حرارت به د نورمال حالت څخه لوړ او يا ښکته وي، که چېرې د بدن حرارت له نورمال حرارت څخه لوړ وي نو حيوان تبه لري چې د ميکروبي حالت يا عفونت نخښه ده که چېرې د بدن حرارت له نورمالې اندازې څخه ښکته وي نو ممکن لاندې عوامل موجود وي:
۱- حيوان وږی وي
۲- زياته وينه بهيدنه
۳- ډير مايعات ضايع شوي وي
۴- حيوان مرګ ته نزدې وي
د ترماميتر استعمال:
۱: خپل ځان مطمين کړئ چې په ترماميتر کې د سيمابو اندازه د ۳۵ سانټي ګريډو څخه ښکته ده؟ که چېرې نه وي نو ترماميتر څنډ ووهي تر څو درجه يي ښکته راشي.
۲: حيوان کلک وتړئ يايي ضبط و ربط کړئ
۳: د حيوان لکې ونيسئ او ترماميتر د هغه ريکتوم ته داخل کړئ، ترماميتر تر هغې اندازې چې ممکنه وي داخل کړئ ولي ټول بايد داخل نه شي.
۴: لږ تر لږه د يوې دقيقې لپاره داسي ونيسئ چې د ترماميتر سر د ريکتوم داخلي جدار سره وصل شي، د وخت د کنترول لپاره تر ۶۰ پورې شمير وکړئ.
۵: ترماميتر هيڅکله د ريکتوم په داخل کې پرته له دې چې د جدار سره وصل شي پرېنږدئ.
۶: ترماميتر وباسئ پاک کړئ او نخښه وګورئ چې په کومه درجه ولاړه ده.
احتياط:
د ترماميتر د کارولو په وخت کې احتياط
۱- هيڅکله ترماميتر په ګرمو اوبو ونه مينځئ او نه هم د ګرم لمر لاندې پرېږدئ ځکه چې د ترماميتر د ماتيدو سبب ګرځي.
۲- حيواني ترماميتر هيڅکله د انسانانو لپاره استعمال نکړئ.
د وترنرۍ د بکس د استعمال لارې:
۱- حيواني دواګانې يواځې بايد د حيواناتو لپاره استعمال شي او هيڅکله د انسانانو لپاره استعمال نه شي.
۲- وترنرۍ دواګانې او سامان الات بايد محفوظ وساتل شي.
۳- د ضعيفه کېفيت درمل کم دوز او زيات دوز بايد استعمال نه شي.
۴- د درملو د پاکټ، ليبل د معياد تاريخ، د ساتلو طريقې د درملو اصلي رنګ او د رنګ تغير او په درملو کې د اجنبي موادو موجوديت بايد وپيژندل شي.
۵- تاريخ تيري درمل بايد هيڅکله استعمال نه شي.
۶- د ښه او خراب کېفيت لرونکو درملو د ترلاسه کېدو سرچېنې بايد معلومې شي.
۷-دواګانې زهر دي او بايد د ماشومانو د لاس رسۍ څخه لرې وساتل شي.
۸- د وترنرۍ سامان الات لکه سرنجونه، ستنې، چاقو او نور د استعمال وروسته پاک او ضد عفوني کړل شي.
۹- کارکونکو ته بايد د پاکولو او ضد عفوني کولو طريقې عملي وښودل شي.
د حيواناتو د روغتيا پالنې د سامان الاتو کېټ(kit)
د څارويود کليوالي روغتياپالو پواسطه د ښه خدماتو د ترسره کولو لپاره د وترنرۍ کېټ بايد ټول ضروري سامان الات او درمل ولري ددې لپاره چې د دوې کار پايداره پاتې شي او دوې د مالکېت احساس وکړي نو بايد چې د قيمت يوه برخه په دوې تاديه شي.
د کېټ (kit)محتويات
درمل او سامان | مقدار |
H.S.V 300 ML | ۱ بوتل |
B.Q.V 300 ML | ۲ بوتل |
E.T.V 300 ML | ۳ بوتل |
A.S.V 50 ML | ۲ بوتل |
F.M.D 300 ML | ۱ بوتل |
د چنجيانو ضد درمل | د لويو او کوچنيو حيواناتو لپاره |
سرنج ۱۰ ملي ليتره | ۱ |
DCP | ۵ |
منرالونه | ۵ |
Stomach pod 250 gr | ۵ |
الکهول ۲۰۰ ګرامه | ۵ |
Acriflavin 50 gr | ۵ |
بنداژ | ۵ |
مالوچ | يو بنډل |
البيندازول | يو بکس |
زانيسول (zanisol bolus) | ۳ پاکټه |
بکس | ۱ |