لیکنه: جمشیدعمرعمر
قاضي صیب! تاسو خو په ښکاره رشوت اخلی؟ غږ یې ونه کړ. پېسې یې شمارلي.
ځان یې تیر ایسته. موسکی شو. پېسې یې په جیب کې واچولي. په څنګ کې یې درې کسه ناست ول. دوو اوږده ویښتان درلودل او د یوه مخامخ تندۍ تش و. په لاسو کې ولچکې وي. له دوی نه مې وپوښتل، ولي یې راوستي یاست؟
ستونۍ یې صاف کړ. او په افتخار سره یې وویل: موږ یې په غلا کې راوستي یو. په همدې خبرو کې و چې پولېس دوه کسه له اوږو رانیولی ول او په کوټه رادننه شول.
صیب! دي دوو نه هم پوښتنه وکړه.
ـ څه یې کړي؟
ـ یو مې په زنا کې نیولی او دا بل سود خور دی.
ولي سود خوري؟ موږ قانون لرو. ته پوهیږي چې د سود خور ګناه څه ده؟
هو، خو خلکو راته ویلي چې کوه کوه د حکومت یوه سترګه ړنده ده، ځکه مې د هغي یوي سترګې لاندي خپل کاروبار کاوه؛ خو دا دی د روغي سترګې لاندې یې ګیر شوم.
په دي وخت کې دي نورو هم را غبرګه کړه، هو قاضي صیب، موږ هم همداسې اوریدلی ول او خپلو غلاوي مو کولي.
هه هه هه… ريښتیا هم چې د حکومت یوه سترګه ړنده ده، خو زه د حکومت دواړه سترګي یم. تاسو به دا هم اوریدلی وي چې کله به هم د روغي سترګي لاندې راشی او کنه؟
اوس تاسو د حکومت د روغي سترګي لاندې راغلی او خپله سزا به وګوری.
له قاضي مې وپوښتل: تاسو خو هم رشوت اخلی؟
ـ هو، خو زه اوس هم د حکومت د ړندي سترګې لاندي دا کار کوم.