لیکنه: پوهیالی کفایت الله کاکړ
د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد
د کرنيزو نباتاتو د روزنې او تولید غيږه خاوره ده چې د بوټو د روزنې او ودې لپاره د اوبو په ګډون يو زيات شمير ضروري او اړين عناصر برابروي. د خاورې کيمياوي، بیولوژیکي او فزيکي خواص د نباتاتو په وده باندې اغيزې کوي، د نباتاتو وده د بوټو د حاصلاتو د کميت او کيفيت سره نه شليدونکي اړيکې لري. هر څومره چې د خاورې د اصلاح او سمونې په اړه معلومات او پوهه زياتيږي په هماغه اندازه له هغې څخه د غوره ګټې اخيستنې امکانات منځته راځي، له همدې کبله د کرنې له نظره د خاورې ژوره مطالعه او څيړنه لومړنی ضروري فکتور دى او بله دا چې نويو تحقيقاتو او څيړونو ښودلي دي چې د نړۍ د زياتيدونکي نفوس د غوښتنو سره سم دې ټکې ته توجه را ګرځيدلی چې بايد له هر واحد د ځمکې څخه باید د ښه کیفیت لرونکي لوړ نباتي توليد لاسته راشي.
د نباتي نسلګيري له لارې د منځته راغلو اصلاح شوو تخمونو لوړ توليدي توان يوازې هغه مهال ممکن بريښي چې د ودې لپاره يې د غوره چاپيريال او اقليم ترڅنګ د خاورې اصلاح هم ترسره شي. څرنګه چې د يوې خاورې د اصلاح او په هغې د پوهيدو لپاره بايد خاوره تجزيه کړو نو مخکې د تجزيې کولو څخه لمړی بايد د خاورې نمونه واخستل شي. د خاورې نمونه اخستنه د هغې د فزیکي، کیمیاوي او بیولوژیکي خصوصیاتو په هکله د معلوماتو د لاسته راوړلو یواځنی لاره ده.
څرنګه چې د نباتاتو د تولید سره یوه زیاته اندازه د نبات د اړتیا وړ غذایي عناصر د هغوې د ریښو په واسطه له خاورې څخه جذبیږي چې په دې سره د خاورې د حاصلخیزي د کمښت سبب ګرځي. ددې لپاره چې په راتلونکی کې د نباتاتو د ودې لپاره مناسب مقدار غذایي مواد شتون ولري نو لازمي بریښي چې د خاورې نمونه واخستل شي او تر لابراتواري تجربو وروسته د اړتیا وړ سرې په ګوته شي، ترڅو په استعمال سره یې د خاورې حاصلخیزي وساتل شي.
د خاورې د نمونې اخستلو ګټې
د خاورې نمونه اخسته او ازمایل یواځنۍ مهم لارښود دی چه د چونې او سرو په ګټور استعمال کې لارښونه کوي. د خاورې نمونه اخستل او د هغې ازمایل د بزګرانو، د ځمکو خاوندانو، باغدارانو، د سرو عرضه کوونکو، متخصصینو او مشوره ورکوونکو لپاره ډیره د علاقه مندی او توجو وړ موضوع دی، د کوم په وسیله چې دوئ د خپلو خاورو په خصوصیاتو پوهه لاس ته راوړي. د لاندینو دلایلو په اساس د خاورې نمونه اخستلو او ازمایلو ته باید پرمختک ورکړل شي.
د نباتاتو څخه د لوړ حاصل لاسته راوړل
د ښه کیفیت لرونکې نباتاتو تولید
د سرو د استعمال موثریت یا ګټورتوب
د خاورې ډول ته په کتو سره د مناسبو نباتاتو کښت او کر
د خاورې په اړه عمومي او لازمي معلومات تر لاسه کول
د خاورې د نمونې اخستلو هدف
د خاورې نمونه اخسته د خاورې حاصلخیزي (په خاوره کې د غذایي موادو اندازې)، د خاورې خواص، د خاورې ډول او نورو خصوصیاتو د معلومولو لپاره ترسره کیږي کوم چې نباتات یې په کرونده کې د کر په موسم کې تجربه کوي. د خاورې د نمونې اخستنه په خاوره کې د غذایي موادو یعنی د نباتاتو لمړني عناصر (نایتروجن، فاسفورس، پوتاشیم، کلسیم، مګنیشیم او سلفر)، دوهمي عناصر (بوران، ملبدینیم، کلورین، جست، منګنیز، مس، اوسپنه او نکل) او عضوي سرو د استعمال په هکله معلومات وړاندې کوي کوم چې د ازمایلو په نتیجه کې لاس ته راځي.
د خاورې د نمونې اخستلو د ساحې اندازه کیدای شي لویه کرونده، کوچنی باغ او یا کیدای شي د یو نبات د ریښو ساحه وي. د خاورې د نمونې اخستلو ستونزمنه او اړینه مسله دا ده، چې نمونه باید د ټولې مطلوبې ساحې نماینده ګي وکړی شي، ځکه چې که په نمونه اخستلو کې غلطي وي نو په لابراتوار کې ازمونکې نشي کولی چې هغه اصلاح کړي. په ډیرو خاورو کې د خاورې د پاملرنې وړ توپیر کیدای شي له یو کال څخه ډیره موده ونیسي. څرنګه چې خاوره د حاصلخیزي د پروګرام سره پرمختګ کوي نو د وروستنی نبات په کښت سره کولی شو د هغی د اصلاح او پرمختګ اندازه معلوم کړو.
د خاورې د نمونې اخستلو وخت
د ضرورت په وخت کې کولی شو د خاورې نمونه واخلو مګر هغه وخت ډیره غوره ده کله چه نبات یا فصل ختم شي یعنی حاصل راټول کړی شي، ځکه چې په دې وخت کې ساحه ازاد وي او هیڅ ډول خنډ موجود نه وي. د یادونې وړ دی چې د خاورې د نمونې اخستنه باید هر کال په یو معین موسم کې صورت ونیسي. همدارنګه هره دوه یا درې کاله وروسته هم کولی شو چه د ساحې څخه نمونه واخلو، مګر که چیرې په ساحه یا کرونده کې لوړ اقتصادي ارزښت لرونکي نباتات لکه سبزیجات او میوه جات کرل کیږي او یا هم خاوره شګلنه وي نو باید هر کال د خاورې نمونه واخستل شي او امتحان کړی شي.
د سیندونو د غاړې شګلنې خاورې باید هر دوه یا درې کاله وروسته وازمایل شي مګر غرنی خاورې او یا هم رنګارنګ جوړښت لرونکي خاورې کولی شو درې یا څلور کاله وروسته امتحان کړو. کله چې ساحه ډیره لمده وي نو پدې وخت کې باید هم د نمونه اخستلو څخه مخنیوی وشي او باید تر وچیدو پورې انتظار وباسو ځکه له لمده خاورو څخه مونږ ته مطلوب نمونه لاس ته نه راځي.
د خاوری د نمونې اخستلو طریقه
یوه نمونه باید د مطالعې لاندې ساحې څخه نمایندګي وکړي ځکه که پدې ډول وانخستل شي کیدای شي د سرو د استعمال، پي اچ او نورو په هکله لازم معلومات وړاندې نه کړي او کیدای شي سرې بیځایه استعمال شي چې کیدای شي د حاصلاتو د کمښت سبب وګرځي. مخکې له دې چې د خپلو کروندو څخه د خاورې نمونه واخلو، لازمي بریښي ترڅو د نمونه اخستلو لپاره مناسب پلان ترتیب کړو، پدې معنی چه لمړی باید ساحه د نمونې اخستلو په فرغي ساحو باندې ویشوو او بیا همدغه ساحه د راتلونکو نمونه اخستلو لپاره په نښه شي. د ساحې یا سیمې نقشه کوم چه د هر هیواد د خاروې ساتنې په ادارو کی موجود وي د خاورې د نمونې په اخستلو کې ګټور بریښي، همدارنګه له دغه نقشې څخه کولی شو چه ساحه په نښه کړو او د راتلونکی لپاره یې استعمال کړو. هغه عوامل کوم چه د خاورې د نمونې اخستلو ساحه محدودوي یعنی مونږ اړ باسي ترڅو ساحه په فرعي ساحو باندی وویشوو په لاندې ډول ورڅخه یادونه کوو.
د ځمکې یا کروندې مساحت او اندازه
په ساحه کی د خاورې د مختلفو ډولونو موجودیت
په ساحه کې مخکني استعمال شوي مواد ( عضوي سرې، کیمیاوي سرې، افت وژونکي او نور)
د مختلفو نباتاتو کښت او کړنې
په لنډ ډول کولی شو د خاورې د نمونې اخستلو طریقه په لاندې ډول ښه واضح کړو.
د خاورې نمونه د فلزي میلې، برمه، بیل، بیلچې، رمبه او د نورو وسایلو په واسطه اخستل کیږي او په غیر فلزی کڅوړو کې ځای په ځای کیږي.
د خاورې د نمونې هر بوتل یا قطعي باید د ضرورت په اندازه له خاورې څخه ډک کړی شي.
کله چه د خاورې نمونه واخستل شي او په کڅوړه کې ځای په ځای شي نو باید ښه وښورول شي تر څو لوټې یې ښه میده او ګډ کړی شي.
د نمونې اخستلو لپاره باید د پولو د خاورو، ۳۰ ورځو په دننه کې سرې یا چونې استعمال شوي ساحې، مالګینې ساحې، د پولو اخرني برخې، غوجل سره نژدې ساحې، سرک، ډیره ضعیف ذهکشي شوي ساحې او داسې نورو ساحو څخه باید استفاده ونه شي او یا هم باید بیله نمونه ورڅخه واخستل شي، ځکه پورته ذکر شوي ساحې مونږ ته درست او مکمل ارقام په لاس نه راکوي.
د ډیرو کرنیزو نباتاتو او اګرانومیکي حالاتو لپاره د خاورې نمونې ژوروالی ۷ انچه یا ۶- ۸ انچو پورې په نظر کې نیول کیږي.
کله چه له ساحې څخه مو نمونه واخستل نو د خاورې په نمونه باندې مکمل معلومات یعنی نوم، ادرس، د تیلفون شمیره، د ښارنوم، د خاورې ازمایلو نومونه چه باید ترسره شي، د پیژندلو نمبر او نور معلومات ولیکی. همدارنګه دغه معلومات د خاورې د نمونو اخستلو په فورمه کې هم ولیکی او دواړه سره پرتله کړی ترڅو یوشان وي.
په څړځایونو کې د خاورې نمونه د ۴ انچو په ژوروالی سره اخستل کیږي. کله چې یوه ساحه له ۱۵ – ۲۰ ایکړو څخه ډیر وي، مونږ نشو کولی چې په یو ډول یې نمونه واخلو نو باید دغه ډول ساحه په جلا جلا ډول نمونه سازي شي، مګر که چیرې ساحه یا کرونده هموار وي نو د ۱۰۰ ایګړه ساحې څخه یوه مجموعي (composite) نمونه چې ۲۰ کوچني نمونې په بر کې نیسي باید واخستل شي.
معلومات باید په دایمي رنګ لرونکی قلم یا توش سره ولیکل شي او د پنسل یا موقتی رنګ لرونکي وسایلو څخه مخنیوی وشي ترڅو د اوبو د رسیدلو له امله معلومات له منځه لاړ نشي.
نور بیا …
You also might be interested in
ژباړه: احسان الله لمر د پوښښي نباتاتو د شيندلو[...]
ليکنه: میرویس ملګری افغان زعفران زعفران د تاریخي پلوه ډېر[...]
لیکنه: شوکت الله عابد افغان د زراعتی تولیداتو او محصولاتود پرمختګ[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی