لیکنه: پوهیالی کفایت الله کاکړ
د خاورې د نمونې اخستلو وسایل
که څه هم د خاورې د نمونې اخستلو د طریقې سره د نمونې اخستلو وسایل توپیر کوي مګر په عمومي شکل د خاورې په نمونه اخستلو کې له لاندنیو وسایلو څخه استفاده کیږي.
غیرفلزي کڅوړې
د نمونې د انتقال بکس
د خاورې د نمونې فورمه
بیل او بیلچه
فلزي میله
برمه (core)
قاشوق
لابرتایپ
قلم (توش) د نښه کولو لپاره
د ساحې نقشه او کتابچه
د ضرورت په وخت کې الماري او یخچال
نوټ: که غواړو چې د یوې لوی ساحې څخه نمونه واخلو نو ډیرو وسایلو ته اړتیا پیداکیږي چې ډیرې پانګونې ته ضرورت لري.
د خاورې د نمونې اخستلو طریقې
د خاورې نمونې اخستل د اخستونکې د هدف، د ساحې په موقیعت او نورو عواملو په نظر کې نیولو سره توپیر کوي. د خاورې د نمونې اخستلو طریقې په لاندینیو ډولونو ویشل شويدي.
تصادفي (Random): پدې طریقه کې د ساحې څخه په تصادفي ډول نمونې اخستل کیږي او بیا له دوئ څخه یوه عمومي نمونه جوړیږي. په لاندې انځور کې ښه واضح شوی دی.
جال ماننده (Grid): په دې طریقه کې ساحه په مربع ډوله ساختمانونو باندې ویشل کیږي. نوموړی طریقه دوه نور فرعي ډولونه هم لري چی په لاندې ډول دي.
Grid cell: پدې طریقه کې د یوې خانې له ټولو برخو څخه نمونه اخستل کیږي.
Grid point: پدې طریقه کې د یوې خانې په یوه برخه باندې ډیره توجه صورت نیسي یعنې هغه برخه چې د ټولې خانې نماینده ګي وکړی شي. په لاندې انځور کې په ښه ډول واضح شوي دي.
د خاوری د نمونی اخستلو ځانګړې حالتونه
په لاندې حالتونو کې د خاورې د نمونې اخستلو حالت او پروسه محدودیږي او باید په ځانګړې ډول ورڅخه نمونه واخستل شي چې په لاندې ډول ورڅخه یادونه کوو.
- پرته له شیدیارې څخه د خاورې حالت:- څیړونکي سپارښتنه کوی چې د خاورې نمونه باید دوه ځایه په جلا جلا ډول واخستل شي، لمړی نمونه د دوه انچو په ژوروالی سره ترڅو د خاورې سطحي پي اچ معلوم شي، ځکه چې په ډیرو ساحو کې چې شیدیاره نه وي نایتروجني سرې د خاورې په سطحه باندې استعمالیږي کوم چې تر دوه انچو ژوروالې پورې ساحه تیزابي ګرځي او دویمه نمونه په عادي ډول د اوو انچو په ژوروالې سره واخستل شي ترڅو د غذایي موادو او نورو په هکله معلومات ترلاسه شي. د یادونې وړ دی چه د خاورې د نمونې اخستلو عادي اندازه اوه ۷ انچه دی چې د سرو په سپارښتنه کې خاص اهمیت لري.
- د خاورې د نایتروجن نمونه اخستل:- په ډیرو خاورو کې نایترایت (NO3) د نایتروجن غالب حالت دی، مګر اصلاح شوي ارقام دا ښایي چه د نایتروجن دواړه حالتونه نایترایت او نایتریت (NO3 او NO2) د نبات لپاره د استفادې وړ دي. دا چې نایتریت په خاوره کې متحرک دی او په اسانۍ سره د اوبو په واسطه له یو ځای څخه بل ځای ته حرکت کوي نو نایتریت نایتروجن د معلومولو لپاره باید ژور نمونه واخستل شي. په ډیرو مرطوبو هیوادونو کې د خاورې نمونه اخستنه تر یو فوټ یا ۳۰ سانتی مترو پورې ادامه مومي. ددې لپاره چه د خاورې د نایتروجن یو حالت په بل حالت بدل نشي نو خاوره باید مخکې له کڅوړې کولو څخه په ۱۰۰ – ۱۱۰ درجه د فارنهایت کې وچه شي. په ځینو پرمختللو هیوادونو کې د کار د اسانتیا لپاره د کوچني موج لرونکو وړانګو څخه د خاورې د وچولو په منظور استفاده کوي.
- د باغونو او نرسریو څخه د خاورې د نمونې اخستل:- د ونو د ساحې څخه نمونه باید د علوفې یا قطاريی کرل شوي نباتاتو له نمونې څخه په جلا ډول سره واخستل شي، همدارنګه د ونو لپاره د خاورې ازمایلو څخه پرته باید هر کال د نباتاتو لابراتواري تجزیه هم ترسره شي، ځکه چې ونې ژورې ریښې لري او ډیره ساحه نیسي نو پکار ده چې د غذایي عناصرو د کمښت د معلومولو لپاره د نباتاتو تجزیه هم صورت ونیسي ترڅو د لوړ حاصل تر څنګ ښه کیفیت لرونکي تولیدات ولرو. همدارنګه د چمنونو څخه باید ۴ انچو په ژوروالې سره نمونه واخستل شي او باید کوښښ وشي چې له هغه ځایه نمونه واخستل شي چیرته چې د عضوي موادو (د لوښو او واښو د پاڼو) پاتې شونې موجود نه وي، مطلب دا چې تر ډیره حده باید کوښښ وشي چې له دغو موادو څخه مخنیوی وشي.
- د نیماتودونو لپاره د خاورې د نمونې اخستل:- که غواړو چې خاوره مو د نیماتودونو لپاره وازمایل شي نو د خاورې نمونه که په عادي ډول واخستل شي کومه ستونزه نلري مګر که د soybean cyst nematodes لپاره ازمایل غواړو نو باید د خاورې تودوخه، رطوبت او نورو عوامل چه ددې نیماتودونو د ژوندي پاتې کیدو سبب ګرځي په نظر کې ونیول شي.
ددې ډول ازمایلو لپاره له هغه ځایه نمونه اخستل کیږي چیرته چې نباتات د نیماتودونو تر حملې لاندې راغلی وي او له هغه ځایه څخه باید نمونه وانخستل شي په کوم ځای کې چې نیماتودونه له مینځه تللی وي او یا هم د کوربه نبات د له مینځه تګ څخه وروسته یې هغه ځای پریښی وي او بل ځای ته تللی وي. په کومه ساحه کې چې نباتات د نیماتودونو تر حملې لاندې راغلی وي د ۶ – ۸ انچو په ژوروالې د ریښو له ساحې څخه نمونه اخستل کیږي البته پرته له شګلنو خاورو څخه، مګر په شګلنو خاورو کې ۱۰ – ۱۲ انچو پورې رسیږي ځکه چې نیماتودونه پدې خاورو کې په همدومره ژوروالې سره نفوذ کوي.
- د لاندینیو خاورو (sub soil) نمونه اخستل:- د پورتنیو خاورو (top soil) څخه مونږ کولی شو د خاورې ښیرازي مربوط معلومات تر لاسه کړو مګر ځینې وختونه کله چه ونې او ژور د ریښو سیستم لرونکي نباتات کرو نو باید د لاندنیو خاورو څخه هم نمونه واخستل شي ځکه چه دا برخه د ذکر شوو نباتات د ریښو د نفوذ یو محدودونکی عامل ګڼل کیږي او د خراب حالت (نامطلوب پي اچ، د عناصرو کموالی، د عناصرو زهریت، د ساحې کلکوالی، ډیرې اوبه او نور) په لرلو سره د حاصل د کمښت سبب ګرځي. البته د لاندنیو خاورو (sub soil) اصلاح ستونزمن کار دی مګر د ستونزو د پیداکیدو معنی دا ندی چې هغه به هرو مرو حلیږي ، بلکې ترحده به کوښښ وشي چې ستونزې را کمې شي. د لاندنیو خاورو نمونه د پورتنیو خاورو څخه باید جلا واخستل شي او باید سره یوځای نشي ترڅو د دواړو برخو نتیجې په جلا جلا توګه معلوم شي. کله چې د لاندنیو خاورو څخه نمونه اخلو نو لومړی د پورتنیو خاورو څخه نمونه د برمې یا فلزي میلې په واسطه باید واخستل شي او په کڅوړو کې ځای په ځای شي او بیا په هماغه سوري یا ځای کې برمه یا فلزي میله داخل او د لاندنیو خاورو نمونه په ډیرې ژوروالې سره واخستل شي او په جلا کڅوړو کې ځای په ځای شي. د لاندنیو خاورو د نمونې اخستلو لپاره کومه خاصه سپارښتنه نشته او د دواړو نمونو لابراتواري تجزیې یوشان صورت نیسي مګر د لاندنیو خاورو نتیجېی کولی شي چه د پورتنیو خاورو په سپارښتنو کې تغیرات رامنځته کړي.
لابراتوار ته د خاورې د نمونې لیږل
د خاورې د نمونې د انتقال په بکس کې د خاورې د نمونو قوطي ځای په ځای کړی مګر که چیرې د قوطیو اندازه د بکس څخه کم وي نو یو څه اندازه نورې قوطی هم په بکس کې اضافه کړی ترڅو په بکس کې د خاورو د نمونو د چپه کیدو یا خویدو مخه ونیول شي. همدارنګه د خاورې د نمونې فورمه هم په بکس کې کیږدی مګر که فورمه موجود نه وي نو مکمل معلومات (نوم، ادرس، د تیلیفون شمیره، د ازمایلو نومونه او د پیژندلو نمبر) په بکس کې ولیکی. که چیرې د سرو سپارښتنه مو هدف وي نو بیا د نبات ډول، د کروندې هدف او نور معلومات هم ذکر کړی.
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.