ژباړه: انجنیر فرید عاطف
PILE FOUNDATION SELECTION BASED ON SOIL CONDITIONS
د میخي تهداب غوره کول د هغې خاورې د مالوماتو په اساس کیږي چې په ساحه کې په بیلابیل ژوروالي سره وکیندل شي او تشریح شي.د میخي تهداب ډول او اوږودوالی په لاندې شرایطو پورې اړه لري.
دخاورې ډول .
له ساختمانونو څخه وارد شوي بارونه .
د بارونو حالت .
د کاریدونکو میخونو شمیر.
د جوړونې لګښت .
د بارونو د لیږد میکانیزم په اساس د میخې تهدابونو ډولونه .
انجامي زغم میخ.
اصطکاک زغم میخ.
انجامي زغم او اصطکاک زغم مرکب میخونه.
انجامي زغم میخي تهداب غوره کول . Selection of End Bearing Pile Foundation:
انجامي زغم میخونو ته نقطوي –زغم میخونه هم ویل کیږي او دا هغه وخت غوره کیږي کله چې په ساحه کې دسختې طبقې او یا بستر تیږې ژوروالې په یو معقول حد کې وي.په دې حالت کې د میخي تهداب ژوروالی په اسانۍ سره د هغې خاورې څخه محاسبه کیږي چې په ساحه کې کیندل شوي بور څخه ترلاسه شوې وي.په دې حالت کې د ساختمانونو بارونه مستقیما سختې خاورې ته د زغم میخي تهداب لاندې طرف د عمل له امله لیږدول او د بارونو د مقاومت لپاره قشري اصطکاک ته(skin friction) اړتیا نه لري.په دې حالت کې د میخي تهداب لګښت معقول حد کې وي.د یو میخ او یا میخونو د ګروپ نهایې ظرفیت د سختې طبقې په زغم ظرفیت پورې اړه لري.په دې حالت کې میخونو شمیر له شاختمان څخه وارد شوو بارونو او د میخ انفرادي ظرفیت پورې اړه لري.په دې حالت کې . QU = QP
دلته QU د میخي تهداب د نهايي بار ظرفیت دی .
QP هغه بار دی چې د انجامي زغم میخ او میخ ګروپ په واسطه اخستل کیږي.
کله چې د بستر سخته ډبرینه طبقه په یو معقول حد ژوروالي کې نه وي او هلته نسبتا تخته شوې خاورې سخته طبقه وي ،نو میخ باید سختې خاورې طبقې ته څو متره ننویستل شي.
د اصطکاک میخي تهداب غوره کول. Selection of Friction Pile Foundation:
اصطکاکي میخونه له ساختمانونو څخه وارد شوي بارونه د هغې په قشر کې د اصطکاک په واسطه دفع کوي.دا ډول میخي تهدابونه هغه وخت غوره کیږي کله چې سخته طبقه په ډیر ژوروالي کې وي او انجامي بیرنک تهداب ورکول غیراقتصادي وي .په دې حالت کې د میخونو یو ګروپ غوره کیږي څو له ساختمان څخه وارد شوي بارونه د میخ د قشر د اصطکاک په واسطه دفع کړي.په دې حالت کې د اصطکاکي میخ اوږودوالی د خاورې په عرضي مقاومت ،له ساختمانونو څخه وارد شوو بارونو او د میخونو په سایز پورې اړه لري.د میخ انفرادي ظرفیت د میخ د قشر د مقاومت له مخې محاسبه کیږي .د اقتصادي والي په پام کې نیولو سره دداسې میخ لپاره باید مناسب اندازه اوږودوالی غوره شي.په یو ګروپ کې د میخونو شمیر د میخ انفرادي ظرفیت له مخې محاسبه کیږي.دلته QU = QS
دلته QU د میخي تهداب د نهايي بار ظرفیت دی .
Qs هغه بار دی چې د انجامي زغم میخ او میخ ګروپ په واسطه اخستل کیږي.
د شګلنې خاورې په حالت کې د ساختمان بارونه خاورې ته د اصطکاک له لارې او کلی خاورې په حالت کې د سلیښت ناک والي (adhesion)له لارې لیږدول کیږي.کمزورې او ضعیفه خاوره نه شي کولی د قشر اصطکاک رامنځ کړی او موثره نه وي.
انجامي زغم او اصطکاک زغم مرکب میخونه. Combined End Bearing and friction Pile Foundation:
دا ډول میخې تهدابونه په ساختمان کې ډيرکاریږي .ددې ډول میخ کارولو ګټه داده چې دا کولی شي د ساختمان بارونه هم د انجامي زغم او هم د اصطکاک مقاومت په واسطه دفع کړي.ددې ډول میخونو هم ظرفیت لوړ دی او هم اقتصادي دي.
دا ډول میخ هغه وخت کاریږي کله چې د خاورې له تحقیقاتو مالومه شوي چې د بستر سخته طبقه نبستا په کم ژوروالي کې ده او بستر سختې طبقې لپاسه خاوروه کولی شي د قشر اصطکاک مقاومت ورکړي.
دلته :QU = QS + QP
دلته QU د میخي تهداب د نهايي بار ظرفیت دی .
+ QP هغه بار دی چې د انجامي زغم میخ او میخونو د ګروپ په واسطه اخستل کیږي.