د خاورې میخ وهلو تخنیک ددې لپاره کاریږي څو خاوره تقویه شي او ثبات پیداکړي .سربیره پردې ،میخ وهل د میلانونو ،کیندنو ،استنادي دیوالونو او نورو ساختمانونو د تقوېې لپاره کاریږي .په دې مقاله کې د خاورې میخ وهلو تخنیک،د هغې ډولونو او کارولو په اړه بحث شوی .
د خاورې میخ وهلو تخنیک پروسې .
په دې تخنیک کې ،خاوره له نازکو عناصرو لکه سیخانو په واسطه تقویه کیږي .دا تقویه کوونکي سیخان په مخکې کیندل شوو سوریو کې نصب کیږي او بیا ګروت مساله ورکول کیږي .دا میخونه له عمودې سطحې سره له 10 تر 20 درجو زاویو پورې مایل نصب کیږي .
د کیندنو کارونو وروسته د کیندنې د مخ پتولو لپاره شارتکریټ او یا هم ګروت مواد اچول کیږي څو سیخان یا میخونه ونیسي او پټ یی کړي .
د خاورې تخنیکونو ډولونه . Types of Soil Nailing techniques
په لاندې مقطعو کې د خاورې د میخ وهلو تخنیکونو بیلابیل ډولونه تشریح شوي .
1. ډریل شوی او ګروت شوی خاورې میخ وهلو میتود .Drilled and grouted Soil Nailing method
i. د خاورې میخ وهلو په دې ډول میتود کې ،لومړی په دیوالونو یا مایلو سطحو کې سورې کیندل کیږ ي.
ii. بیا په کیندل شوو سوریو کې میخونه ننویستل کیږي .
iii. وروسته له دې سوري د ګروت موادو په واسطه لکه کانکریټ یا شاټکریټ ډکیږي .
iv. بلاخره له 100 تر 200mm قطر سیخان یو تربله 1.5m فاصله لري.
2. ټک وهل شوي خاورې میخ وهلو میتود . Driven soil nailing method
i. د ا ډول میخ وهل د مایلو سطحو د موقتي ثبات لپاره کاریږي .
ii. د ټک وهلو میخ وهلو میتود نسبتا چټک وي .
iii. دا ډول میخ وهل نه شي کولی د رژیدو مخنیوی وکړي.
iv. په دې میتود کې د کیندنې پرمهال میخونه په مایل مخ کې ټک وهل کیږي .
v. په دې میتود کې د میخونو قطر له 19mm تر 25mm پورې وي .
vi. د میخونو ترمنځ واټن له 1m تر 1.2m پورې وي .
3. خپله کیندلو خاورې میخ وهلو میتود. Self-drilling Soil Nailing method
i. د خاورې میخ وهلو په دې میتود کې منځ خالي سیخان کاریږي.
ii. سیخان په مایله سطحه کې کیندل کیږي .ګروت مساله ورسره همزمان ورپیچکاري کاریږي .
iii. د ډریل میخ وهلو د میتود په پرتله چټک وي .
iv. دا ډول خاورې میخ وهلو میتود کې د نورو میتودونو په پرتله درژیدو پروړاندې ښه مقاومت لري.
4. جټ ګروت شوي خاورې میخ وهلو میتود . Jet Grouted Soil Nailing method
i. په دې میتود کې د خاورې د رژیدو او سولیدو لپاره جیټونه کاریږي څو په مایلو سطحو کې سوري جوړ کړي.
ii. وروسته له دې په سوریو کې سیخان ورکول کیږي او له کانکریټو ګروت ورکول کیږي .
iii. بلاخره جیټ ګروت شوې خاورې میخ وهل د میخونو د رژیدو مقاومت لپاره ښه نتیحه ورکوي .
5. غورځول شوی خاورې میخ وهل شوی میتود . Launched Soil Nail method
i. په دې میتود کې ،سیخان په خاورې کې په زور ننویستل کیږي له یو ځل هوا فشار ورکولو میکانیزم سره .
ii. ددې میتود خاورې میخ وهل چټک وي ،مګر په ځمکه کې د سیخ ننویستلو باندې کنترول سخت دی .
iii. د خاورې میخ وهلو موخه دا وي چې بی ثباته خاوره تقویه شي.
iv. ددې ډول خاورې میخ قطر 38mm او اوږودوالی یی 6m وي .
د خاورې میخ وهلو کارولو ځای . Applications of soil nailing
i. شته استنادي دیوال ته ثبات ورکول .
ii. په ښاري سیموکې د لوړ پوړیزه ودانیو او ځمکې لاندې خدماتو ترسره کولو لپاره د ساختمان د کیندنې نیول او تکیه کول.
iii. د ځمک ښویدنې مخنیوی .
iv. لویو لارو او قطع شوو مایلو برخو ته ثبات ورکول .
v. په تیزومایلو سطحو کې د د تونل کیندل.
vi. د پلونو د څنګ دیوالونو جوړول او ترمیم .
vii. پرته له ورانولو شته کانکریټي ساختمانونو ته اوږود مهاله ثبات ورکول .
viii. موقتي کیندنې ته اړم ورکول .
خاورې میخ وهلو نصبول. Soil nail installation
i. د خاورې میخ باید له سلیپ شوی مستوي مثبت زون ته له 4m تر 5m پورې ننوځي .
ii. د خاورې میخونو ترمنځ عمودي او افقي فاصله د خاورې په محکمیت پورې اړه لري .اضافي میخونه باید په څنډو کې هم ورکول شي.
iii. د خاورې میخ له کیندنې سمدستي وروسته پیل شي .هر ډول ځنډ کیدای شي د خاورې چپه کیدو لامل شي