– ژباړه: نجیب الله خان
– یوه ټولنیزه موضوع
دا دومره نوي او غیر عادي خبره نه ده. په طبعي ډول د هر خاوند او میرمنې تر منځ کله نا کله د نظر مخالفت، بحثونه او لانجي کیږي. البته له دې حقیقت څخه سترګې نشي پټیدای چي خاوند او میرمن هیڅکله په خپل منځ کې د نظر مخالفت نه لري. هو دا سمه ده چې د ځینو ترمنځ د نظر دا مخالفت او همغږي کمه او د ځینو تر منځ لیږ زیاته وې. د ځینو تر منځ بحث دوستانه او له خشونت پرته کیږي خو په ځینو نورو کې بیا دا بحث یو له بل سره په نه موافق کیدلو هم تمامیږي.
ددغو بحثونو او د نظر یا اندونو د مخالفتونو لس عمده دلیلونه د ښاغلي ټیم لاټ، چې د انګلستان یو مشهور ناول لیکونکی، ژورنالیست، او استاد دی، په باور باندي په لاندې ډول ښوول شوي دې:
که څه هم کیدای شي د ټولنو، هیوادونو او مختلفو نسلونو په بدلیدو سره دا دلیلونه هم فرق وکړي خو تر ډیره ځایه دا دلایل عمومي دې او په هر ټولنه کې د خاوند او میرمنې تر منځ د نظر د اختلاف په لرلو کې صدق کوي.
- لومړی: مینه/مقاربت(جنسي نږدیوالی)
البته دا د خاوند او میرمني تر منځ هغه ټکی ده چې اکثره وخت یې خاوند او میرمن د بیانولو څخه ډډه کوي خو په طبیعي ډول د میرمن او خاوند تر منځ په دغه ټکي د نظر اختلاف موجود وې. لنډه یې دا چې یو له دوئ څخه د زیات څه غوښتنه کوي او بل د کم او یا ډیر کم داسي هم کیږي چې دواړه د کم څه غوښتنه کوي. او دلته ده چې د دوئ تر منځ د نظر توپیر پیدا کیږي چې هغه په بحث او لفظي مشاجرې بدلیږي.
- دوهم: نظافت او پاکوالی
ډیر کم داسي دوه کسه به مونده شي چې د سوتره والي او نظافت په برخه کې یو ډول ستندرد او نظر ولري. د یوه په نظر به يې هغه بل بي سلیقي وې او د بي سلیقي په نظر به هغه بل غیر نورمال او تنک خور وې. ددغو توپیرونو منل او د یو او بل په خوښه ځان بدلول او عیارول همیشه د نظر په اختلاف بدلیږي چې د خاوند او میرمني تر منځ د مباحثي او د نظر د اختلاف سبب ګرځي.
- دریم: تیر یادونه او په حافظه کې په سمه توګه د خاطرو پاته کیدل
اکثره وخت د نظر اختلاف او بحث په دې نه وې چې په تیر کې څه واقع شوي بلکي په دې وې چې د خاوند یا میرمني هغه واقعه یا خاطره په څه ډول په ذهن کې پاته ده او څنګه یې بیانوي. په طبیعي ډول هر یو له خاوند او میرمني څخه هڅه کوي چې د تیر د یاد او خاطرو څخه په استفادي د ځان لپاره غوره دلایل موقف پیدا کړي. نو کله چې د یو او بل سره د بحث او نه موافقي کومه خبره راځي او په هغه کې د تیر له کړنو او خاطرو څخه استفاده کیږي نو هریو خاوند او میرمن غواړي د تیر وخت خاطري په خپل طریقه سره او د ځان په ګټه وکاروي چې دا د نظر د اختلاف یو عمده ټکی ده.
- څلورم: پخلی او د خوړو برابرولو طریقه
اکثره میرمن او خاوند د خوړو په پخولو، او ترکیباتو کې هم د نظر اختلاف لري.
- پڼځم: د یو بل ملامتولو روږدتیا
مونږ انسانان ټول یوه ګډه ستونزه لرو او هغه دا ده چې کله یو غلطي وشي نو مونږ همیشه ملامتیا په بل ور اچوو. اضافي تشریحات ورکوو او د ځان د سپیناوي لپاره دلایل لټوو. شرمناک او غلطي منونکې خلک خپله غلطي مني خو د دفاعي خاصیت لرونکي خلک خپله ملامتي هم په نورو وراچوي او ځکه خو دا د خاوند او میرمني تر منځ د نظر او اند د اختلاف سبب کیږي.
- شپږم: د ماشومانو لپاره څه ښه او غوره دې؟
په کورنۍ کې د خاوند او میرمني تر منځ اکثره وخت په دې هم بحث او استدلال کیږي چې د ماشوم د تعلیم او تربيې، د خوراک او څښاک او د هغوئ د ژوند د نورو اساسي ضروروتونو لپاره غوره لاره او طریقه کومه ده. مور یو څه غوره بولي او پلار بل څه. او دلته ده چې د خاوند او میرمني تر منځ د نظر او اند توپیر پیدا کیږي.
- اووم: د اطاق داخلي ډیزاین
مخکې به د خاوند او میرمني د کوټې د ډیزاین، رنګ، او ډیکور کولو انتخاب فقط له میرمني سره و او هرڅه به د هغې په خوښه کیدل خو نن سبا خاوند هم د خپل نظر د تحمیل کولو لپاره بحث او لانجې کوي.
- اتم: پیسې
څوک زیاتي پیسې مصرفوي، څنګه يې مصرفوي؟ په ځای که بیځایه مصرف؟ دا هغه ټکې دې چې خاوند او میرمني تر منځ د بحث او اختلاف سبب کیږي.
- نهم: خپلوان
دا چې ستا په نظر ستا د میرمنې د فامیل غړي او دوستان او ستا خپل فامیل او دوستان څنګه خلک دې او یا د هغي په نظر ستا فامیل څنګه خلک دې، د بحث وړ موضوع ده او د خاوند او میرمني تر منځ د نظر د اختلاف سبب کیږي. ستا رویه به له خپلو او ستا د میرمني له دوستانو سره یو ډول وې خو ستا میرمن شاید د هغې رویې مخالفه وې. هغه څوک چي ستا ښه ایسي شاید د هغې ښه ونه ایسي. او داسي نور موضوعات دې چې د اختلاف یو مهم عنصر بلل کیږي.
- لسم: رخصتیانې
په هغه ورځ کې ستا دنده نه وې، یا رخصت وې، ستا به پلان وې چې دوستانو سره وګوري او یا نور ټولنیز مسئولیتونه سرته ورسوي خو ستا میرمن به ستا څخه غواړي چې په کور کې وې. او یا شاید د هغي غوښتنه دا وې چې د هغي په خوښه ټولنیزي اړیکي وپالي. دا موضوع د خاوند او میرمني ترمنځ د مایوسي سبب کیږي چي د نظر په اختلاف او نه موافقي تمامیږي.
[review]