د خبرو اترو آداب، په ژوند کي یوه ډېره اهمه موضوع ده. خوموږ دې موضوع ته هیڅ توجه نه ده کړې، داسي ګومان کوو چي دا دومره د اهمیت وړ موضوع نه ده او یا ئې هم د دیني اهمیت او ارزښت څخه ناخبره یو. مګر، که د ژوند قانون( د الله ج سکون-آرام بخښوونکی کلام) قرآنکریم په پوره پوهي او بشپړ تفسیر سره وویل سي، نو معلومه به سي چي الله ج ددې موضوع په اړه ډېر څرګند او دقیق دئ- دې موضوع ته ئې ځانګړې پاملرنه کړېده. مګر موږ بابییزه ګڼلې ده – که محفلونه/مجالس جوړوو، نوبغیر له فحش او فضولو خبرو، غیبت، ناروا، فسق –فساد، بربنډ موسیقي، بيځایه خندا… نور څه پکښي نه وي!
په هر صورت،
څنګه مجلس جوړ کړو، څنګه خبري آتري وکړو، کوم قواعد او آداب په نظر کي ونیسو… ددې ټولو موضوعاتو د ښه ترا پوهېدا لپاره راځئ چي دا موضوع( د خبرو اترو آداب-قواعد) پر څو فرعي برخو ووېشو او هره یوه ئې جلا-جلا مطالعه کړو.
- انسان( بالخصوص مومن انسان) باید تل مستقیمي او رښتیا خبري وکړي.
موږ باید تل رښتیا خبري وکړو. خبري اتري باید رښتیا وي، مستقیمي د دوکې/چم او فریب څخه پاکي وي. ددې لپاره راځئ د قرآنکریم دوو مبارکو آیتونو ته رجوع وکړو:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَقُولُوا قَوْلاً سَدِيدا. (سورة الاحزاب، ۷۰ نمبر آیت)
ژباړه:- اې مومنانو! د الله ج څخه وبېرېږئ، او همېشه رښتیني خبري کوئ.
وَلا تَلْبِسُوا الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُوا الْحَقَّ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ. (سورة البقره، آیت نمبر ۴۲ )
ژباړه:- او تاسي په حق باندي د باطل جامه مه آغوندئ، حق مه پټوئ او تاسي پوهېږئ.
په لومړي ایت کي الله ج راته د رښتینو خبرو کولو امر کړیدئ. او په دویم آیت کي ئې راڅخه غوښتي چي په حق د باطل او په باطلو دحق جامه وا نه غوندو( یو-بل سره ګډ نه کړو، بلکي تر مینځ ئې تفکیک وکړو) ولي چي الله ج راته وايي و انتم تعلمون، یعني؛ موږ پوهیږو. ځکه الله ج عقل-شعور راکړیدئ، چي په مرسته ئې باید تل د حق او باطل تر مینځ تفکیک( فرق) وکړو.
- انسان باید یوازي نیکي او ښې خبري وکړي.
اسلام موږ پر نیکو او ښو خبرو باندي امر کوي. د حوالې لپاره راځئ چي د قرآنکریم لاندي مبارک آیتونه تفسیر کړو.
وَقُلْ لِعِبَادِي يَقُولُوا الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ. (سورة الاسراء، ۵۳ نمبر آیت)
ژباړه:- او زما بنده ګانو( مومنانو) ته ووایه چي دوی دي همېشه نیکي خبري کوي.
عبد په مانا د بنده دئ او بنده وايي هغه کس ته چي د الله ج ټول اوامر پر ځان باندي مني او پوره – پوره مطابعت ئې کوي. نو په دې آیت کریمه کي الله ج مومنان مکلف ګرځولي دي، مشرکین نه! کنه په عموم کي خو ټول انسانان د الله ج خلق راځي. ولي چي په بل آیت کریمه کي الله ج فرمايي چي ټول انسانان ئې د یوه نارینه( آدم ع) او یوي ښځینه( حوا رض) څخه پیداکړیدي. نو په مجموعي ډول خو ټول انسانان د الله ج خلق دئ، لیکن د بنده څخه مراد په یاد آیت کریمه کي مومن انسان دئ- چي د الله ج اوامرو ته پوره تسلیم وي. مشرک او غیر مومن انسان خو د سره د الله ج قرآن مني نه!. ددې موضوع په تړاو یو حدیث شریف هم داسي وايي:
د ابو هُریرة رضی الله تعالی عنه څخه روایت دئ، دی چي وايي چي نبی کریم ص ارشاد وفرمایل:” یوه ښه، دوستانه او نیکه خبره؛ صدقه ده. “کتاب الآداب، صحیح البخاري
نو معلومه سوه چي الله ج موږ مومنان پر نیکو او ښو خبرو کولو مکلف ګرځولي یو او یاده دي وي چي نیکي اوښې خبري باید د هرچا سره وکړو- هغه که مومن وي او که مشرک. ځکه الله ج بل ځای فرمايي: و قولو للناس حُسنا. سورة البقره ۸۳ نمبر ایت
ژباړه:- او تاسي خلکو/انسانانو ته نیکي او ښې خبري کوئ.
ګورو چي په ایت شریف کي الله ج انسانان یاد کړیدي نه یوازي مومنان! یعني؛ د ټولو انسانانو سره باید نیک رفتار-سلوک وکړل سي. بناُ هر کس پر نیکو او ښو خبرو کولو مکلف دئ، که څه هم ویناوال قاضي وي او مخاطب ئې مجرم وي- بیا هم قاضي ته لازمه ده چي په فصیحه او پسته ژبه د مجرم سره خبري وکړي.
- انسان ته لازمه ده چي په کښته اواز خبري وکړي!.
وَاقْصِدْ فِي مَشْيِكَ وَاغْضُضْ مِنْ صَوْتِكَ إِنَّ أَنكَرَ الأَصْوَاتِ لَصَوْتُ الْحَمِير. (سورة لقمان، ۱۹ نمبر آیت)
ژباړه:- په تګ کي معتدل اوسه (میانه روي کوه) او خپل ږغ دي کښته کړه. په رښتیا سره چي بدترین د اوازونو څخه د مرکب(خره) اواز دئ.
د خلکو سره په رفتار و عملکرد(سلوک) کي برابر( میانه رو) اوسه، او پر خلکو دي اواز مه پورته کوه( د خبرو کیفیت-څرنګوالی دي لوړ کړه) په رښتیا چي بدترین د اوازونو د مرکب( خره) اواز دئ. یعني؛ دا چي په خبرو اترو کي ددې پر ځای چي خپل اواز لوړ کړو(بې ارزښته، بې اهمیته او بې منطقه بحث وکړو)، باید د خپلو خبرو څرنګوالی او کیفیت لوړ کړو. او الله ج لوړ اواز( بې کیفیته خبري) د خره( چي تر ټولو بد اواز دئ) سره یاد کړیدئ. یو فلسفه پوه هم وايي چي موږ باید د اواز پر ځای د خبرو څرنګوالی او کیفیت لوړ کړو(عاجزي غوره کړو- د خبرو طرز سم کړو)، ځکه باران دئ چي ګُلان را شنه کوي، نه تالنده. و مولیدل چي موږ د خبرو پر طرز-ډول سمولو باندي مکلف سوي یو- نه د اواز پر لوړوالي او بیځایه/بې بنسټه خبرو کولو باندي.
- انسان باید په اللغو( چټي، بېځایه بې ارزښته، عبث، باطل-بې اساسه خبرو) کي برخه وانخلي!.
په قرانکریم کي الله ج زموږ څخه غواړي چي په عبثو، چټي، بې اساسه، باطلو او بیکاره خبرو اترو کي برخه وانخلو. د حوالې لپاره لاندي دوه آیتونه را اخلو:
قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ
الَّذِينَ هُمْ فِي صَلاتِهِمْ خَاشِعُون
وَالَّذِينَ هُمْ عَنْ اللَّغْوِ مُعْرِضُونَ. سورة المومنون. ( ۱،۲،۳ آیتونه)
ژباړه:- یقیناً هغه مومنان بریالي دي؛ څوک چي په پوره خشوع(عاجزۍ) سره لمونځونه قائیموي، او هغوی څوک چي د اللغو( چټي، عبث، باطل، درواغ او بیکاره خبرو-اترو) څخه مخ اړوي( برخه نه پکښي اخلي).
وَإِذَا سَمِعُوا اللَّغْوَ أَعْرَضُوا عَنْهُ وَقَالُوا لَنَا أَعْمَالُنَا وَلَكُمْ أَعْمَالُكُمْ سَلامٌ عَلَيْكُمْ لا نَبْتَغِي الْجَاهِلِينَ.( سورة القصص، ۵۵ نمبر آیت).
ژباړه:- او هغوی چي هرکله اللغو( فحش، غیبت، بې ارزښته او بې بنیاده خبري) واوري، دوی ورڅخه مخ واړوي او په عین حال کي ووايي،” زموږ د پاره زموږ اعمال، ستاسي د پاره ستاسو اعمال. موږ د جاهلینو غوښتونکي نه یو( نه غواړو چي د جاهلینو سره خبري آتري وکړو) “ .
و مولیدل چي الله ج د بریالیو مومنانو د نیکو خصلتونو په کتار کي یو هم نیکي او ښې خبري راوستلي دي. یعني؛ هر مومن انسان باید چي تل نیکي او ښې خبري وکړي- د بدو او بې ارزښته خبرو اترو څخه ځان وژغوري او د جاهلینو دوستي او ملګریتوب غوره نکړي. او هم الله ج په پوره عاجزۍ سره لمونځ د مومنانو د بریالیتوب د پاره غوره عمل بللی دئ. دا ځکه چي الله ج د خپل سکون بخښوونکي کلام په بل آیت شریف کي ارشاد فرمايي: إِنَّ الصَّلاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَآءِ وَالْمُنکَر.
بیشکه لمونځ انسان د فحش او منکر څخه منع کوي. ولي دا هغه وخت چي انسان او بیا بالخصوص مومن انسان د لمانځه په مفهوم او تفسیر وپوهیږي- عادت ئې ونه ګرځوي، بلکي په فرضیت ئې ځان وپوهوي او په هغه طریقه ئې اداء کړي په کومه چي الله ج ته د قبولو وړ وي. مګر، متاسفانه چي نن ورځ موږ نه یوازي لمونځ، بلکي دین او دیني احکام-شعایر مو تر ډېره عادت ګرځولي، په فرضیت ئې ټکی هم نپوهیږو! ولي بیا هم ځانونه تر ټولو ښه او الله ج ته نزدې بولو! مسلمانانو ورڼو راځئ چي ځانونه د میراثي دین څخه و شعوري دین ته را وباسو- د دین په اصلیت، ماهیت او حقانیت پوره-پوره ځانونه وپوهوو او بیا پرې باندي عمل وکړو. هو! راځئ د همدې لحظې څخه د خپل رب سره د دینپوهني تعهد او ژمنه وکړو.
- انسان ته نه ښايي چي خلک تمسخر کړي( په لنډو او نیمو نومونو سره)
د یوه کس تمسخرول، نن ورځ یوه عادي خبره ګرځېدلې ده او تر ډېره هر یو زموږ څخه پر دې بد عمل اخته دئ. اکثره مجالس چي جوړیږي، نو یو نفر راو نیسي او پسخند و ریشخند پرې وهي، او یا هم اکثره مجالس داسي جوړیږي، چي دوې ډلي سي بیا نو یوه پر بلي مسخرې کوي. یو-بل په حقیرو نومونو یادول، نن ورځ ډېر عادي سویدي. قرآن ددغه ډول کړنو پر وړاندي ډېر څرګند او دقیق دئ. راسئ چي وګورو متعال څښتن مو په دې اړه څه ارشاد راته لري:
یاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا يَسْخَرْ قَومٌ مِنْ قَوْمٍ عَسَى أَنْ يَكُونُوا خَيْراً مِنْهُمْ وَلا نِسَاءٌ مِنْ نِسَاءٍ عَسَى أَنْ يَكُنَّ خَيْراً مِنْهُنَّ وَلا تَلْمِزُوا أَنفُسَكُمْ وَلا تَنَابَزُوا بِالأَلْقَابِ بِئْسَ الاِسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الإِيمَانِ وَمَنْ لَمْ يَتُبْ فَأُوْلَئِكَ هُمْ الظَّالِمُونَ. (سورة الحجرات، ۱۱ نمبر آیت)
ژباړه:- اې هغه کسانو چي ایمان مو راوړیدئ( مومنانو!) ستاسي څخه دي یوه ټولۍ بله نه تمسخر کوي، ولي کیدای سي چي وروستۍ یوه تر مخکینۍ یوې غوره او بهتره وي. او نه دي هم ځیني له ښځو څخه نوري د خندا کوي( تمسخر کوي) ولي کیدای سي چي وروستۍ تر مخکینۍ هغو بهتري او نیکو کاري وي. مه هم یو-بل توهینوئ، او مه یو-بل ته په نیمو او پسخندي الفاظو خطاب کوئ. څومره بده ده چي د خپلي عقیدې ورور دي توهین کړل سي- په بدو او زِشتو الفاظو دي خطاب کړل سي. او که څوک توبه ونه باسي؛ په حقیقت کي همدا خلک د ظالمانو څخه دي.
د پورته آیت شریف څخه په ښکاره معلومیږي چي قرآن د یوه انسان د تحقیر او توهین په اړه ډېر څرګند دئ. قرآن په ښکاره راته وايي چي تاسي یو-بل ته په بدو او نیمګړیو الفاظو خطاب مه کوئ، او دا عمل نن ورځ زموږ په ټولنه کي ډېر عام ګرځېدلی دئ. تر ډېره مو ځوانان داسي مجالس جوړوي او یا د نورو په هغو کي برخه اخلي، د کومو څخه چي بغیر له فحش، غیبت، فضول او بېکاره خبرو بل څه لاس ته نه ورځي او دوی پرې خپل ارزښتمن وخت ضایع کوي. در حال چي وخت ډېر ارزښتمن دئ او الله ج په ایت شریف کي په وخت سره قسم یادوي( والعصر ان الانسان لفی خسر… الخ) او وايي چي انسان په تاوان کي دئ، مګر هغه کسان چي نیک اعمال کوي او یو-بل ته پر صبر او حق توصیه او سپارښتنه کوي. مګر موږ د الله ج ددې امر څخه ځانونه غافله اچولي دي او خپل ارزښتمن وخت( چي د الله ج یو له غوره نعمتونو څخه دئ) ضایع کوو. دا مو هېر کړیدي چي الله ج به په ورځ د میزان راڅخه دخپلو نعمتونو پوښتنه کوي(ثُمَّ لَتُسْأَلُنَّ يَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِيمِ) ژباړه:- چي په هغه ورځ به د ټولو دنیوي نعمتونو څخه پوښتنه وکړل سي.
او یوه بله خبره هم اړینه بولم، هغه دا چي زموږ خلک اکثره نن- سبا په نیمچه او پسخندي الفاظو یو-بل ته خطاب کوي، د بېلګي په ډول: د یوه کس نوم سلطان محمد دئ او موږ ئې په سلطان بولو! آه سلطانه! یا د یوه کس نوم احمد الله دئ، خلک ورته په احمد وايي، اې احمده! او کله کله خوئې تلفظ هم غلطوي. د احمد پر ځای، امد وايي. نو دلته اول موږ ته ښايي چي د خپلي ټولني د علمي سویې سره سم پښتو نومونه پر ځانو کښېږدو، چي هم ئې ویینګ( تلفظ) آسانه وي او که غلط هم سي، په مانا کي ئې نقصان نه واقع کیږي. مثلاً ننګیالی، توریالی، بریالی، ځدراڼ، زړګی… خو که چیري د بلي ژبي نومونه پر ځانو کښېږدو- دا به نه یوازي دا چي د خلکو لپاره به ئې ویینګ سخت وي، بلکي ځیني وخت به ئې په غلط ویینګ کي نقصان هم واقع کیږي.
تنبیه:- یوه تنبیه باید موجوده وي، هغه دا چي نن ورځ په اکثرو ټولنو کي تخلص یا کورنی نوم کاریږي. دا ډېر ښه عمل دئ. ولي چي تخلص د یوه کس یا کورنۍ د بشپړ احترام په مانا کاریږي. مثلاً روحانی صاب، سپېڅلی صاب، رشاد صاب… نو دلته هم که تخلص د کورنۍ د نوم څخه مشتق وي؛ ډېر به ښه وي.
- انسان ته نه ښايي چي په غونډو او مجالسو کي شخصي خبري وکړي( پسپسی وکړي)!.
یو بل غلط عمل چي نن ورځ په اکثره مجالسو او غونډو کي ترسره کیږي، دا دئ چي اکثره کسان په مجالسو کي په ډېر کښته اواز(پسپسي سره) د یو-بل سره خبري کوي. موږ دا ډېره عادي خبره فرض کړېده. پداسي حال کي چي دا ښه عمل نه دئ او اسلام په دې اړه هم موږ ته ډېر څرګند او دقیق دئ. راځئ چي د پوهېدا لپاره ئې دا حدیث شریف ولولو او یاد ئې کړو:
عبدالله ابن عمر رض روايت کوي، دی وايي چي رسول اقدس ص وویل: که چیري تاسي درې کسان یاست، دوه په خپلو کي مه ږغېږئ( داسي مانا لري لکه تاسي چي د درېیم کس په اړه خبري کوئ، که څه هم تاسي به ئې نه کوئ) ترهغو چي ستاسي په مجلس کي نورو خلکو برخه نه وي اخیستې( نه وي درسره یو ځای سوي) ځکه دا کیدای سي د ده/ دې د خفګان سبب سي.
(رواه البخاری والمسلم، کتاب السلام، ۲۶۹۶ نمبر حدیث)
پایله
دوستانو! ومولیدل چي اسلام او قرآن څومره زموږ او ستاسي د خبرو اترو-مجالسو او محفلونو جوړولو په اړه څرګند او دقیق دئ. بلې د الله ج د قرآن د څو آیتونو د لنډي ترجمې او تفسیر څخه موږ ته دا معلومه سوه چي د خبرو اترو -مجالسو څومره پراخ آداب دي. نو راځئ چي هر یو ئې له خپل ځان څخه راپیل کړو، هنداره مخ ته ونیسو او وګورو چي موږ چیري ولاړ یو-څه کوو؟
یوازینی څیز چي موږ ئې کیدای سي ووینو، هغه به دا وي، موږ به ووینو او متوجه به سو چي موږ د ژوند په هره برخه کي د الله ج نافرماني کوو، او موږ په دې هم عقیده لرو، کوم کس چي د الله ج نافرماني کوي؛ هغه ته فاسق ویل کیږي. نو بیا موږ څنګه هیله ولرلای سو چي موږ دي په ورځ د میزان کامیاب او بریالي یوو؟ راځئ چي هر یو( نارینه- ښځینه) په دې خپل ګرېوان کي وګورو او همدا سوال د ځانو څخه وکړو.
الله ج دي ماته عفوه وکړي که به زه غلط یم او پر نیغي او مستقیمي لاري دي مي الله ج هدایت کړي. آمین