ليکنه: صبغت الله سجاد
په هېواد کې هرکال افغان خبریالان له ګڼ شمیر ستونزو او کړاونو سره مخ وي او ورځ تربلې یې د وژل شویو او زخمیانو کچه زیاتیږي.
تاسې به ډېر کله اوریدلي وي چې خبریال د یو لوړپوړي چارواکي د ساتونکو لخوا ووهل شو، یاهم خبري کنفرانس ته د ګډون لپاره اجازه ورنه کړل شوه او همدا راز خبریال د پولیسو لخوا هغه وخت وډبول شو چې له تلاشۍ پرته یې د تلو هڅه کوله، یاهم یو خبریال د عامو وګړو د غبرګون سره ځکه مخامخ شو چې د یوې کورنۍ د غړو تصویرونه یې پرته د هغوی له اجازي نشر کړي او اخیستي و او نور…
دا ډول پېښې خبریالانو ته یواځې د مافیایي کړیو، زورواکو او یاهم د یو مشخص لوري نه رامنځته کیږي لکه څرنګه یې چې د افغان خبریالانو ټولنې او بنسټونه هرکال اعلانوي .
لومړی باید په رسنیو کې د غیر مسلکي کسانو کړنې د رسنیو قانون او اخلاقو سره پرتله شي او بیا دې له دوی سره په تو تریخوالي بحث وشي، دا په دې معنی نده چې خبریال په کاري ساحه کې د رسنیو ټول اوصول او معیارونه په ځان تطبیق کړي او بیا وروسته له ستونزو سره مخ شوی دی، بلکې ډیری ستونزې خبریالانو ته او په مشخص ډول غیر مسلکي خبریالانو ته د هغوی د خپلو تېروتنو او د ژورنالیزم د قوانینوڅخه د سرغړاوي له امله رامنځ ته کیږي.
نو په همدې اساس هغه مهم ټکي چې یو خبریال ته په خپله کاري ساحه کې مهم بلل کیږي او ترډیره د دوی د ستونزو او تهدیدونو د کمښت کچه راکموي په لاندې ډول دي چې خبریال باید ورته مخکې له مخکې پاملرنه وکړي.
۱ـ رسنیز کارت: کله چې مونږ د یو خبریال په حیث له یوې رسنیزې ادارې څخه د راپور یا خپرونې جوړولو لپاره کاري ساحې ته وځو باید په لومړي سر کې د خپلې ادراې کارت له ځان سره ولرو چې ترڅو پدې سره به مو خپل رسنیز مواد په په اطمیان او ښه ډول سره تهیه کړي وي ځکه خو یو شمیر خبریالان د کارت نه لرلو له امله یا خو له پولیسو سره شخړه کوي یا هم غونډواو مهمو ځایونو ته نه پرېښودل کیږي.
۲ـ د اجازې غوښتل: یو بل مهم څه چې خبریال یې باید ضرور په نظر کې ونیسي هغه هرځای ته د تللو مخکې له مقابل لوري د اجازې غوښتنه ده .
کله چې د مرکې لپاره وغواړو د یو لوړپوړي چارواکي کور ته لاړشو یا له یوې مهمې پېښې تصویر واخلو اړینه ده چې اړوندو چارواکو ته خپل رسنیز کارت ورښکاره کړو او اجازه وغواړو، که اجازه راکړل شوه نو راپور چمتو کړو او که اجازه رانه کړل شوه اړینه نده چې د دروازې د خولې ګاردانو سره لفظي شخړه وکړو چې څنګه مونږ ته اجازه نه راکول کیږي او یاهم له مونږسره ولې مرکه کیدونکی مرکه نه کوي.
۳ــ معرفت: تر اجازې مخکې په کاري ساحه کې د ځان معرفي کول هم اړین دي مثلا : زه احمد نومیږم دغه زما کارت دی او د پلانۍ رسنۍ خبریال یم غواړم د رامنځ ته شوې پېښې په اړه راپور چمتو کړم او هم یې تصویر واخلم .
۴: کلتور: خبریال باید د پېښې ځای ته په کتو سره مخکې له مخکې د هغې ځای په کلتور او دود باندې ځان پوه کړي او په اړه یې پوره معلومات ولري مثلا کوم خبریال چې له ښار څخه د کلیو په لور د خپرونې یا فیچیري راپور چمتو کولو لپاره ځي، د دې پرځای چې د ریشي واغوندي او ولاړشي نظر سیمې ته په کتو باید جامې پرتن ولري د سیمې خلکو سره په همغه لهجه عامیانه خبرې وکړي د تصویر اخیستلو په وخت کې له احتیاط کار واخلي او خپل کمرمین هم په دې پوه کړي چې داسې تصویرونه او ویډیو ثبت نه کړي چې په هغې سره د ټولنې کلتوري ارزښتونو ته ضرر ورسیږي مثلا پرته له اجازې د یوې کورنۍ د ښځو تصوریونه اخیستل او یا هم د هغه شیانو تصویر اخیستنه او په رسنیو کې خپرول چې خلک په کلتوري لحاظ ترې بده مني، ځکه پرته له اجازې د یو چا تصویر اخیستل خصوصي حریم او جرم ګڼل کیږي.
۵ــ اړین توکي چمتو کول: یو خبریال ته لازمه ده چې خپلې کاري ساحې ته د تلو څخه مخکې ټول رسنیز مواد په خپل لاسي بکس کې له ځان سره ولري لکه ریکارډر، کمره د کمرې ایضافي بیټري د کمرې او ریکارډر اړونده کیبلونه، هډفون ، تیلیفون، قلم، کتابچه د زخم پټی، پلسټر اونور..
۶ـ ټاکلی وخت او ټاکلی ځای : کله چې یو خبریال د خپلې رسنۍ د ادارې لخوا د راپور یا خپرونې چمتو کولو لپاره یو مشخص ځای ته ولیږل شي او یا یې خپله خبریال انتخاب کړي نو باید خبریال معین ځای ته له ټاکلي وخت نیم ساعت مخکې ځان ورسوي تر څو په لاره کې له کومو ستونزو سره مخ نه شي او د خپرونې چمتو کولو خنډ، ونه ګرځي.
۷ـ د مظاهرې پروخت: ځينې وختونه په هېواد کې د مختلفو دلایلو له وجهې هېوادوال په لاریونونو لاس پورې کوي ښارونو او واټونو ته راوځي د مهمو ځایونو او دفترونو مخې ته ځانونه رسوي چې په همدې اساس خبریالان هم د راپور جوړولو لپآره دغو ځایونو ته ورځي، خو یو شمیر غیر مسلکي خبریالان د مظاهره کوونکو په منځ کې روان وي چې دا دې خبریال لپاره په زیان تمامیدلای شي خبریال ته لازمه ده چې په داسې وختونو کې د لاریون کوونکو ترڅنګ روان شي او تصویر واخلي او د مظاهره کوونکوترمخ روان نشي .
پایله دا چې یو خبریال باید د ژورنالیزم د لسو نړیوالو معیارونو څخه پوره خبر وي همدارنګه هغوی چې له پورته اصولو سره نا آشنا دي یا هم غیر مسلکي کسان دي تل له مختلفو ستونزو سره مخ شوي دي.
دقت چې په ژورنالیزم کې د نړیوالو معیارنو یو ترټولو مهم اصل بلل کیږي باید ورته متوجې او جدي واوسو مثال په ارقامو کې د۱۰۰ پرځای ۱۰۰۰ ونه لیکو، ددې ترڅنګ بې طرفي یو بل مهم آر دي چې خبریال له ګڼو ستونزو ژوغورلای شي خبریال باید دې اصل ته پوره درناوی ولري او د هېڅ لوري په ګټه راپور چمتو نه کړي.
سید جمالدین افغان چې د افغانستان د ژورنالیزم په ډکر کې یو مشهور عالم تېر شوی ویلي یې دي چې خبریال د ټولنې مشفق طبیب او درمان دی همدا راز د ژورنالیزم په زیاتره کتابونو کې خبریال د دولت او ټولنې ترمنځ د « پل » په حیث پیژندل شوی چې د ټولنې ستونزې له دولت سره شریکوي او د دولت خبرې له ټولنې سره نو په همدې اساس خبریال باید خپل ځان وپیژني او د پورته اصولو ترڅنګ خپله دنده د ژورنالیزم په رڼا کې پرمخ یوسي، ترڅو له ډیری ستونزو څخه ژغورل شوي وي خو هغه مسلکي خبریالان چې د ټولو اصولو په رعایت او پابندي سره بیا هم له وژنو او توتریخوالي سره مخ دي د دوی په اړه باید ټول لوري د هغوی د حفاظت په اړه جدي اقدامات وکړي او ستونزې یې په نظر کې ونیسي.
په درنښت
صبغت الله سجاد