• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د خشتکارۍ تعریف ،ډولونه او جوړونه . Brick Masonry Definition, Types, and Construction

Home انجنیريد خشتکارۍ تعریف ،ډولونه او جوړونه . Brick Masonry Definition, Types, and Construction

د خشتکارۍ تعریف ،ډولونه او جوړونه . Brick Masonry Definition, Types, and Construction

د خشتکارۍ تعریف . Brick Masonry Definition
خشتکاری د ساختمان جوړونې مداومت لرونکی شکل دی .په دې کې خښټه په سیستماتیک شکل ډول په مساله کې کیښودل کیږي څو ډک کتلوي شکل جوړ شي کوم چې د وارد شوو بارونو پروړاندې ودریدای شي.د خشتکارۍ څو ډولونه شته چې په بیلابیلو مسالو کې کاریږي .
په خشتکارۍ کې نښتل (bond)کوم چې خښتې سره یوځای ساتي ، دمناسبې مسالې په کارولو دخښتو ترمنځ د جینټونو په ډکولو سره ترلاسه کیږي .د مسالې د جوړولو او ځای په ځای کولو په وخت باید پوره احتیاط وشي ځکه دا کولی شي د خشتکارۍ په مداومت او کارکردګۍ باندې اغیز وکړي.
د خشتکارۍ ډولونه .Types of Brick Masonry Work
1. په خټه کې خشتکارۍ . Brick Work in Mud
i. په دې ډول خشتکارۍ کې د خښتو ترمنځ د جینټونو ډکولو لپآره د مسالې خټه کاریږي .
ii. د مسالې جینټ پیړوالی 12mm پورې وي.
iii. دا دخشتکارۍ ترډولو ارزانه ډول دی .
iv. دا د هغو دیوالونو لپاره کاریدای شي چې ترټولو زیات لوړوالی یې 4m وي.

2. په سیمنټو کې خشتکاري . Brick Work in Cement
په دې ډول خشتکارۍ کې د خښتو ترمنځ سیمنټي مساله کاریږي .دا ډول خشتکاري په درې کلاسونو ویشل کیږي چې په لاندې ډول دي .
i. لومړی کلاس .په دې کلاس کې د چونې سیمنټو مساله کاریږي .د خښتو ژۍ تیزې او سیده وي د مسالې جینټ 10mm زیات نه وي .
ii. دویم کلاس .ګرد قالب خښتې په کې کاریږي .خښتې زیږي وي او شکل یی داسې لږ شان غیرمنظم وي .د مسالې جینټ یی 12mm وي .
iii. دریم کلاس.خښتې یې سختې وي ،زیږه سطحه او لږ شان تخریب شوی شکل لري معمولا د د موقتی ساختمانونو لپاره کاریږي چیرته چې باران زیات نه وي .

د خښتو ډولونه . Types of Bricks
د خښتو بیلابیل ډولونه شته چې په خشتکارۍ او معماري کارونو کې کاریږي .
i. عامې پخې خښتې .
ii. کانکریټې خښتې .
iii. شګه چونه خښتې .(کلسیم سلیکایټ خښتې ).
iv. د ډبرو سکرو ایرې خښتې .
v. انجینري خښتې ،
vi. او یو شمیرنور ډولونه یی هم شته لکه منځ خالی خښتې ،چینل خښتې او نور.

دخشتکارۍ جوړول. Brick Masonry Construction
هغه وسایل او سامانونه چې د خشتکاري په کارونو کاریږي په لاندې ډول دي .
i. د مسالې جوړولو لوښی .
ii. د اندازه کولو فیته .
iii. څټک .
iv. پایپ لیول او یا تیودلایت .
v. لاسي کراچۍ .
vi. عینکي .
vii. د جینټ نښلونکی .
viii. کرنډۍ .
ix. دستکشي .
x. او نور .
د خشتکارۍ لپاره چمتوالی . Brick Masonry Construction Preparations
1. د پایپ لیول او یا هم تیودلایټ په واسطه د ځمکې لیول وکتل شي.
2. د ساختمان اندازې برابرې کړای شي.

3. د ودانۍ محور او دیوال جهت په نښه شي او د چونې ،ګچ او یا تباشر په واسطه اندازې وښودل شي.
4. وروسته له دې د دیوال تهداب په نښه شي تهداب ته تر د خشتکارۍ له پیل وړاندې دوه ورځې اوبه ورکول شي.
5. د دیوال په اوږدو کې په بیلابیلو برخو کې مناسب اندازه خښتې زیرمه شي.
6. وړاندې له خشتکارۍ خښتې ښې لمدې شي .دا نه یواځې له مسالې د اوبو د جذب مخنیوی کوي بلکی همدارنګه د خښتو په ښه نښتو کې هم مرسته کو ي.
د خشتکارۍ د جوړولو پروسیجر .Brick Masonry Construction Procedure
1. وچه مساله کې اوبه واچول شي او ښه ولړل شي څو ښونه او پلاستیکي مساله ترلاسه شي.
2. وروسته له دې مساله په په تهداب کې په منظم ډول خپره کړای شي او ګلماله پرې وکارول شي (معمولا په تهداب کې 25mm سپارښتنه کیږي).
3. بیا پرې د خښتې په اوږدو کتار وکارول شي .دویمې خښتې له له کیښودو وړاندې د لومړۍ خښتې په مخ مساله ورکول شي .وروسته له دې دویمه خښته په لږ فشار ورکولو سره ورسره کیښودل شي.
4. لیول او شاقول سره د خښتو عمدې او افقي سیده والی وکتل شي.
5. که دیوال دیوې خښتې وي نو دوه خښتې څنګه په څنګه کیښودل شي.
6. د دلومړې کتار له بشپړیدو وروسته پرې دویم کتار شروع شي.
7. ددویم کتار په شروع کولو سره باید د یوې خښتې نیمایی وکارول شي څو لاندنې درز بند شي.

8. په همدې ترتیب نور کتارونه ورکول شي.
هغه نقطې چې د خشتکارۍ پروخت باید نظارت شي .Points Considered in Supervising Brick Masonry Constructions
د خشتکارۍ پر وخت لاندې نقطې باید نظارت شي.
i. ښه کیفیت لرونکې خښتې وکارول شي.
ii. ډاډ ترلاسه شي چې افقي کتارونه سم لیول دي.
iii. عمودي والي د شاقول(plumb-bob.) په واسطه چک شي.
iv. کله چې هم د خشتکارۍ دیوال مخ پریښودل کیږي باید دندانه دار وي .
v. د خښتو ټوټو له کارولو ترخپله وسه ډډه وشي.
vi. په یوه ورځ له 1.5m زیات دیوال لوړولو باید ډډه وشي.
vii. د پلستر لپاره دخښتو جینټونه له 12mm تر 20mm ژوروالي پورې دننه پریښودل شي.
viii. خشتکارۍ ته تر دوه اونیو پورې اوبه ورکول شي.
ix. د خښتو ترمنځ جنیټونه پیړوالی عمودې اوافقي باید 10mm وي

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د پوهنيار سيد اصغر هاشمي څلور کتابونه چاپ شول

د پوهنيار سيد اصغر هاشمي څلور کتابونه چاپ شول

May 24, 2016

لیکنه: بصیرالحق عادل سيندونه او اندونه، د قرانکريم طبي اعجاز،[...]

زاهدالله ځلاند شینواری، Zahid Zaland
زاهدالله ځلاند شینواری

خوږ ځواب

Jun 3, 2015

ژباړه: زاهدالله ځلاند یوه ورځ اکبر پاچا د خپلو درباریانو[...]

Ata-Mohammad-Miakhel-2

مور او زوی

Nov 19, 2015

   ژباړن : عطا محمد میاخېل    یوه ورځ له[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022