د خشتکارۍ مقاومت او کلکوالی په اساسي توګه په خشتکارۍ کې د کارول شوو خښتو په مقاومت او کلکوالي پوره اړه لري.د خښتو کلکوالی کا رول شوي میتود ، پخولو په پروسو او د هغې خاروې په نوعیت پورې اړه لري چې خښته ورڅخه جوړه ده.څرنګه چې د یوې سیمې د خاورې خاصیت د بلې سیمې د خاورې له خاصیت متغیر وي نو د بیلابیلو سیمو له خاورو څخه جوړو شوو خښتو کلکوالی هم متغیر وي .په اوسط ډول د خشتکارۍ فشاري مقاومت له 35kg/m2 تر 105kg/m2 پورې وي .
د خشتکارۍ مجاز فشاري تشنجات په څو فکتورونو پورې اړه لري.
1. د خښتې ډول( لومړی کلاس .دویم کلاس ،او دریم کلاس)
2. د خښتو مقاومت .
3. د معمارۍ کارونو سایز او شکل .
4. مخلوط مساله .
5. د خښتو یو شان والی .
6. د مزدور کار د کار کیفیت .
7. د خښتو ایښودو میتود.
دلته یو شمیر چک لستونه شته چې په مرسته یې د خشتکارۍ مقاومت او محکمیت زیاتیدای شي.
1. د لیدو چک -هغه خښتې چې په خشتکارۍ کې کاریږي باید ښه کیفیت ولري ،ښه پخه شوې وي ،شکل ،سایز او رنګ یی په ټولو برخو کې یو شان وي .
2. کله چې دوه خښتې یو له بل سره وجنګول شي د فلزي زنګ په شان صاف اواز ورکړي.
3. که یوه ښه کیفیت لرونکې خښته له یو متر لوړوالي راوغورځول شي نو هغه باید ماته نه شي.
4. یوه خښته په اوبو کې د 24 ساعتو ډوبیدو سره باید خپل وزن له 20% زیاتې اوبه جذب نه کړي.