د خط ډولونو د مصري هیروګلیف خط څخه په لاندي ډول را پیلیږي:
مصري هیروګلیف خط:
دغه لیک د مصر د کاهنانو څخه راپیل سو. دغه لیک په یوناني ژبه کي د” مقدسي نښانې “ په معنا دئ. یونانیانو دغه خط د مصر د کاهنانو(جادوګرانو) یو عجیب او د پټو رازونو ډک لیک ګڼی. د هیروګلیف د لیک سابقه د میلاد څخه مخکي تر څلور زر کالو پوري رسیږي. دغه خط پر پاپیروس( چي یو ډول مصري بوټی دئ، اوږدې پاڼي لري او تل په اوبو کي شین کیږي) لیکل کېدی. پاپیروس د یو قسم ني د نښتېځل سویو ساقو څخه په همدغه نامه لاسته راتلی او د کاغذ د کورنۍ څخه دئ، داسي ویل کیږي چي د Paper او Peppierوییي په غربي ژبو کي د همدې کلمې څخه اخیستل سويدي.
مصریان د پاپیروس لومړني مصرف کوونکي دي، ددوی دلیکلو وسیله هم د ني یو ډول قلم و- چي په تور یا سور سُندر به ئې غوټه کوی او بیا به ئې خط پرې لیکی. دغه خط عموماً په افقي ډول د راسته څخه چپه لور ته نوشته کېدی، ډېر کم وخت د چپه څخه راسته او کله هم د لوړ څخه کښته خوا ته نوشته کېدی. هیروګلیف، یو بشپړ خط نه دئ-ولي بیا ههم ږغیږ او الفبايي عناصر پکښي ډېر شتون لري. همدارنګه د انسانانو صورت او حیوانات په همدې خط کي احتمالاً د خط په شروع پوري اړه لري. د هیراتیک د خط یوه ډېره پخوانۍ نمونه چي د میلاد څخه مخکي په ۱۶۰۰ د پاپیروس په پیدایښت پوري اړه لري- یو طبي متن دئ. هیروګلیف لیک په مصر کي په تدریج سره راپیل او په آسانۍ سره و غزېدی. هیراتیک خط د همدې( هیروګلیف) څخه لاسته راغلی چي د دواړو په یو ځای کولو سره یو بل ډول د تُندنویسۍ(چټکه لیکنه) د دموتیک یا عامیانه خط په وجود راځي. ددې خط وروستۍ مرحله-میخي خط دئ.
میخي خط د غربي آسیا په ټولو هیوادونو کي په کار وړل کیدی. اکثره ژبپوهان او د نظر خاوندان پر دې باور دي چي ددې خط پیدایښت د ایران د غرب څخه یعنی؛ د جنوبي بین النهرین او د سومر نومي خاوره ده-راپیل سوی. او هغه پخواني قومونه چي په بین النهرین کي ئې ددې خط څخه کار اخیستی دئ؛ سومریان دي. سومري میرزایانو د میخي خط په اختراع سره د بشري ټولني انځور د جهل، ناپوهۍ او د تاریخ د مخیکنۍ دورې څخه تاریخي دورې ته را داخل کړی. هغوی د میخي خط په اختراع سره یوه داسي دوره راپیل کړه چي د خط لیکني یا خطاطۍ په شروع سره شهرت لري. دا چي د خط پیدایښت او کتابت په لومړي ځل د میلاد څځه مخکي د دوه زرم کال په نیمايي د بین النهرین په جنوب کي د سومري کاتبانو لخوا کشف سو، مګر بشپړتیا او تکامل ددې خط د میلاد څخه مخکي د درې زرم میلادی کال و شروع ته ورګرځي. تر دې چي ځیني په دې نظر دي چي مصري هیروګلیف خط، په حین وخت کي د سومري انځوریز خط څخه په لاس راغلی دئ.
سومریان د بین النهرین ډېر پخواني پېژدندل سوي اوسېدونکي او یو متمدن او پرمختللی خلک ول. هغوی د سامي نژاد څخه نه وه او د بین النهرین د غیرسامي اوسېدونکو په نوم یادېږي. ځیني دا احتمال وړاندي کوي چي د سیند د ها غاړي څځه شاید دې سیمي ته را مهاجرسوي وي، ځکه چي د قدمونو نښي ئې د میلاد څځه مخکي د څلور زرم میلادي کال په وروستیو کي د رودان په مینځ کي لیدل کیږي. د ستورو پېژندني علم، د ساعت ویشل پر ۶۰ دقیقو او دقیقه پر ۶۰ ثانیو، هندسي مسائل ډېر ستر او با ارزښته میراثونه دي چي ددغه قوم څخه د آسیایانو او جنوب لوېدیځي آسیا لپاره پاته دي. سومریانو څنګه چي د همسایګانو سره تړاو نه درلود، له مینځه ولاړل او یا هم په سامي قومونو کي جذب سول. میخي او هیروګلیف خطونه سربېره پر ظاهري توپیرونو، په اسبابو او د نوشته کولو په طرز او ډول کي هم توپیر درلود. هیروګلیف د ني په قلم او سندور(رنګ) د پاپیروس پر مخ نوشته کېدی، پداسي حال کي چي د میخي خط د لیکلو لپاره نرمو خټینو لوحو ته چي په لرګینو قلمونو پرې لیکل کېدل؛ ضرورت و. چي وروسته به ئې لوحه په لمر یا اور پخوله. د بشر لومړنۍ لیکنیزي لاسته راوړني چي د خټینو لوحو په شکل پر ځای پاته سويدي د بین الهنرین په تمدن پوري اړه لري. د خط د ودي سره یو ځای یوه بله هڅه هم ترسره سوه چي هغه د محل پراخوالی او لیکنیز مواد ول. د کاغذ د پیداکیدو څخه مخکي د ډبري او فلزاتو څخه ګټه پورته کیده او علاوه پر دې د ونو او حیواناتو د پوستونو څخه هم استفاده کیدله، مګر ددغه دو پوستونو لوړه بیه- اقتصادي تمامېدله، او ددغي اقتصادي کم خرڅۍ پایله، یو په نوشته کولو کي ګڼ یا ننوتي ډول نوشته کول ول، او بل د اختصاري یا لنډو نښانو څخه ګټه او همداشان د پوست بیاځلي تراشل او د هغه څخه ګټه اخیستل ول.
ایلامي میخي خط:
د سومري میخي خط څخه اولین ایلامي میخي خط راوزي چي دا د ایلامي ژبي د لوستلو لپاره په کار وړل کیږي. په واقعیت کي د سومری او بابلی د میخي تصویري خط د پیدایښت څخه لږ وخت وروسته د خوزیستان د دښتي د شمالي منطقې اوسېدونکو او د زاګرس غرنیو سیمو د یوه بل ډول تصویري مېخي خط څخه کار اخیستی چي په (پروتوعیلامي) یعنی د عیلامي د خط څخه مخکیني یوه مشهور سو. پروفیسور والترهینتس لیکي:
د میلاد څخه ۳۰۰۰ زره کاله مخکي چي کله سومریانو تصویري خط د خپلو مکاتباتو(خط لېږلو-رالېږلو) لپاره د یوه تر ټولو غوره وسیلې په توګه اختراع کړی، دغه اختراع په ډيري تېزۍ سره د هغوی عیلامي همسایګانو ته وه رسېده. په جزئیاتو کي د اختلاف څخه په صرفنظرکولو، آزادانه ویلای سو چي عیلامي تصویري خط د سومري نمونې پر بنسټ تدوین سویدی. دغه خط په ډېر سرعت سره خپور سو او تقریباً په هغه وخت کي د کاشان په شمال شرق (د تهران او اصفهان تر مینځ) کي د دور نومي ځای په شرق او د کرمان په جنوب کي راښکاره سو.
اکدي مېخي خط:
اکدي میخي خط هم د سومري خط د طبقاتو څخه دئ.
میخي خط نه یوازي دا چي د رودان په سیمه کي خورا زیات رواج سو، بلکي په کوچنۍ آسیا، دشمالي رودان په مینځ کي، د هیتی یانو په مینځ کي، هوریانو، اوراتورانو، لولوبیانو او کاسیانو په مینځ کي ئې هم ډېر رواج و موندی.
مېخي خط، د پخوانۍ فارسي د هخامنشیانو د دورې ډېري لیکني یا فهرستونه چي د بابلي او ایلامي میخي خط له مخي برابر سوي دي چي د هغوی په نسبت ساده او لږ نښانې(علائم) لري. د فارسی ژبي میخي خط کولای سو چي د میخي خط یو بل بشپړ سوی ډول و ګڼو په کوم کي چي حروف هجا ځای لري ( یعنی اوازپوهنه د بې اوازه تورو په شمول). په همدې خاطر ډېر فارسیان ئې هروف هجا ته ډېر نزدې بولي. دغه خط د چپه څخه راسته ته نوشته کېدی.
فنیقي خط:
د میخي خطونو د تدریجي بشپړتیا سره پر وخت دوه زره کاله مخکي د میلاد د فنیقیه په سیمه کي یو بل ډول خط په وجود راځي او هغه خط هیروګلیف هیتیتي دئ چي په فنیقي خط سره شهرت پیداکوي. ددغه خط ډېره پخوانۍ نمونه د ګوبله ښار په حفریاثو( د پټو شیانو په را سربېره کولو) کي د پخواني فنیقیه ښارونو( اوسنۍ سوریه) چي یونانیانو هغه ته بیبلوس ویل، په لاس راغلې ده. د بیبلوس ښار د یونانیانو په مینځ کي د بهترینو او غوره پاپیروس په درلودلو سره شهرت درلودی او د مصر او یونان مهم تجارتي مرکز و. دا چي یونانیانو د نوشته کولو خپل ټول وسایل ددغه ښار څخه په لاس راوړل د بیبلوس نوم د هغوی په نزد د کتاب په معنا اخیستل سویدی، چي وروستیو Bible د
تورات او انجیل دیني کتاب مفهوم ځیني واخیست.
فنیقي الفبا په ۲۲ خطي نښانو چي یوازي ئې بې اوازه ښکاره کول، د راسته څخه چپه طرفته نوشته کیدی. د خط پېژندونکو په نظر چي د پخواني مصري خط نښانې او تصویري خطونه کولای سو په فنیقي الفبا کي و مومو. دغه خط د هیروګلیف پر خلاف چي د جادوګرانو یا سحرګرانو په انحصار کي و او یا میخ
ي خط چي یوازي کاتبانو د هغه سره کار درلودی؛ په آسانۍ سره هر څوک ورڅځه کار اخیستلای سي. ددغه خط زده کړه ډېره آسانه وه او کتابت ئې هم ډېر آسان و، په همدې آساس د دې خط څخه ډېر ګټه اخیستل کېده.
کولای سو ووایو چي فنیقیان اولین خلک ول چي د
حقیقي الفبا د کشف ویاړ ور په برخه دئ. ددې خط په پیدایښت سره نور ټول خطونه بغیر د چینی خط څځه؛ د نوشته کولو د قلمرو(ساحې) څخه ووتل. دغه خط په غربي آسیا کي نفوذ وکړی او د میخي خط ځای ئې ونیوی. د آرامي قوم له لاري فنیقي الفبا په مصر، غرب او رودان په مینځ کي تر هند پوري پراخه سوه او همداشان و غرب( ننۍ اروپا) ته چي تر دې مهاله ئې خط او کتابت نه درلود-لاره پیداکړه. دغه کار د یونانیانو له لاري ترسره سو چي د فنیقیانو سره ئې تجارتي اړیکي درلودې. یونانی او رومي الفبا د فنیقي الفبا څخه پلاس راغلي دي، او د کومه ځایه چي د نورو اروپايي هیوادونو الفبا ددغه دوه ډوله الفبا څځه مشتق سویدي، کولای سو ووایو چي د اروپايي ملتونو د خطونو مبدا او شروع؛ فنیقي دي.
ددغه خط اصول د وروستیو یونانیانو په مرسته د ځینو نښانو په اختراع سره چي د اواز لرونکو حروفو ښکارندویي ئې کوله، بشپړ سول. یونانیانو دغه نښانې د هغه په سامي نوم سره چي
د هغوی دوه لومړني حرفونه” آلفا بتا “ نومیدل، د خپلي استفادې لپاره ئې هغوی ته تغیرات ورکړل. اواز لرونکي ئې په خط کي شامل کړل او چوپ یا خاموشه ئ
ې په اواز لرونکو تبدیل کړل. د لیکلو لوري ته ئې هم تغیر ورکړی او د چپه څخه ئې راسته نوشته کوی. مهاجرو یونانیانو د یوناني خط یو ډول یا نمونه د ځانو سره روم ته یوړله او هلته پر همدې بنسټ لاتیني الفبا منځته راغله چي د اروپا بېلابیلو ژبو په همدې خط باندي لیکل کول. د شرقي آسیا ځینو سیمو چي په دوهمي کلیسا پوري اړوندي سیمې وې، لاتیني الفبا ئې د لیکلو لپاره غوره کړه، لکه لهستانیان، چکسلواکیان او کرواتیان.
په نهمه میلادي پيړۍ کي د بیزانس د کلیسا څخه کشیشي د سیریل په نامه د یوناني او رومي الفبا د ترکیب څخه د اسلاوي ژبي د لیکلو لپاره یو ډول خط په وجود راوړی. ددغه الفبا څځه یوه تعدیل سوې(تنظیم سوې) نمونه چي سیریلیک نومیدله د روسي او نورو نزدې(ګاونډۍ) ژبو لپاره په کار وړل کیږي.
فنیقي الفبا تر یوې اندازې د هندوستان تر نیمي قارې هم ورسېده. پوهان، د هند برهمايي خط د همدغه خط د زامنو څخه ګڼي چي شنسکریټ او نوري هندي ژبي په همدې خط نوشت
ه کېدلې. د بودايي مذهب دیني متنونه چي په خُتّني ( سکايي) چي یوه د شرقي ایران د منخنۍ دورې له ژبو څخه ده په برهمايي خط نوشته سوېده.
آرامي خط:
د فنیقي له کوچنیو خطونو څځه یو بل ډول د آرامي په نامه یادیږي چي په ډېري چابکۍ سره په منځني ختیځ کي خپور سو. آرامیان هغه قومونه او پرګنې وې چي د شمالي عربستان څځه ئې د منځني ختیځ پر خوا مهاجرت راوکړی او په بین النهرین کي ئې واړول. د میلاد څخه مخکي په اولو زرو کالونو کي ئې د ځانو لپاره حکومتونه جوړ کړل ولي ډېر ژر له مینځه ولاړل او په آسیایانو تبدیل سول. مګر دا چي مخکښ او کامیاب تجاران ول په سیمه کي ئې نفوذ وکړی او په بابل او نینوا کي ئې د ځانو لپاره آستوګنه غوره کړه او داسي هم ددغه قوم ژبه د ډېري مُدې لپاره په سیمه کي حاکمه سوه او تر ټولو مهم دا چي د فنیقي الفباء پر بنسټ، آرامي خط په وجود راغلی او په ډېر سرعت رواج سو اوپه سیمه او منطقه کي بین المللي سو. همدارنګه آرامي ژبه چي دومره د هغو سیمو د سامي ژبو څخه لېره نه وه، د منځني ختیځ په ارتباطي ژبي بدله سوه.
ملک الشعرا په سبک شناسی( د لیکلو فن) کي لیکي:
د آرامي خط اصل، دا چي دغه خط د کومه ځایه راشروع سویدی
سم معلوم نه دئ. ځینو داسي فکر کړیدی چي دغه ذکر سوی خط د مصر د هیروګلیف د خط څځه مشتق سویدی. ولي هرڅه خطونه چي دي، خپله الفبایي خطونه دي، اوس هم داسي حرف په هغه کي سته چي یو داسي شکل ښکاره کوي چي خپله هماغه حرف هم د هماغه صورت یا شکل په شان دئ. لکه، الف” عَلفّیا “ د” ګاو یا غوا “ په معنا ده چي په اصل کي د غوا د سر په شکل دئ او وروسته کله چي د لیکنیز څخه و ږغیږ حالت ته تبدیل سویدی د” آو “ ږغ ئې تر لاسه کړی او وروسته ئې د الف ږغ او اَاِاُ ږغونه پیداکړیدي.
همداسي” ب “ چي نوم ددې” بیت یا کور “ دئ. همداسي هم” جیم “ چي نوم ددې” ګیمل “ دئ چي په اصل کي ددې صورت د جَمل یا اوښ “ دئ او” طِطْ “ چي د یو قسم افریقايي مار نوم او شکل دئ او همداسي هم” عین “ چي د سترګي په شکل دئ او” لام “ چي د لکړې په شکل دئ او” هی “ چي د شبکې په شکل او داسي نور..
او یوه ډله وايي چي آرامي خط د سامي ملتونو د اختراعاتو څ
خه دئ او څنګه چي مخکي تیرسول، ډېری ئې بیا د فنیقي څخه مشتق بولي. او یوه ډله وايي چي فنیقي خط د آرامي خط څځه اخیستل سویدی، ولي چي آرامي خط د م
یلاد څخه دوه زره کاله مخکي وجود درلود.
د هخامنشیانو د دورې په راتلو سره چي د ماوراء النهر څخه تر بین النهرین پوري ډېره ځمکه په بر کي نیسي او یوې واحدې ژبي ته ئې احتیاج درلودی، په دغه امپراطوري کي آرامي خط ډېر خپور سو. د میخي خط څځه د کتیبو(ډبر لیک) په نقاشۍ کي کار اخیستل کیدی او د نورو عمومي اړتیاوو او ضروریتونو لپاره مناسب نه و، ددې وجي څخه ساده خط او د آرامي ژبي الفبا چي د کلدانیانو له قوله په کوچنۍ آسیا کي پېژندل سوې وه-په تدریج سره اهمیت وموند. په شروع کي د سهولت او آسانۍ په خاطر چي په هرځای کي به کوم څه نوشته کېدل د هماغه خط د څښتن نوم یا به هغه یو خاورین شی یا کوم بل جنس و، د خریدار نوم یا خرڅوونکي نوم ئې د هغه ترڅنګ په آرامي خط نوشته کوی، ولی وروسته ددغه خط استعمال تر هغه ځایه ورسېدی چي د ایران، عراق، کوچنۍ آسیا او
مصر په ټولو سیمو کي ئې عمومیت پیداکړی او مکتوبونه، د پادشاهانو احکام، د ملتونو اړیکي، دولتي ورځپاڼي، فرمانونه او تر دې چي عادي لیکني هم په آرامي خط سره کېدلې. دغه خط د هخامنشي شاهنشاهانو په خاص حمایت او تقویت سره ترقي وکړه.
آرامي خط او ژبه په هخامنشي دولت کي په دیواني یا شاهي ژبي بدله سوه او آرامي نژاده-آرامي ژبي کاتبان د هخامنشی خاورې یا سیمې د مختلفو آیالتونو په شاهي ادارو کي خدمت ته ملاوي وتړلې او آرامي خط او ژبه ئې د” رسمي آرامي “ یا” امپراطوري آرامي “ د پخوانۍ فارسي او میخي خط چي یوازي د هخامنشي ډبره لیکونو کي په کار راتلی د ختمولو لپاره، د لیکنو په لېږد رالېږد کي ورڅځه کار واخیستل سو. پدې شکل هر وخت چي به کوم ایالت ته لیک استول کېدی، آرامي ژبی کاتب به هغه په آرامي الفبا او ژبه نوشته کوی او کله چي به لیک بهر ایالتونو ته استول کېدی او هلته به د همدغه ډول کاتبانو(آرامي کاتبانو) څخه یوه د هماغه آیالت په ژ
به اړوی بیا به ئې هغوی ته لوستی.
پهلوي خط:
د هخامنشي دولت څخه وروسته، د اسکندر او سلواکیانو په لنډه دوره کي، په ټولو رسمي او اداري لیکونو کي د یوناني ژبي او خط څخه کار اخیستل کېدی تر دې چي د اشکانیانو په وخت کي، د پهلوی اشکانی ژبي د نوشته کولو لپاره پهلوی اشکانی خط کرار-کرار د آرامي خط پر بنسټ-بناء سو او وروسته ساسان
ی پهلوی خط په همدې وخت کي په وجود راغلی چي هر یو ئې کتیبه يي(ډبریز) او تحریري ډولونه لري. دغه خطونه اواز لرونکي دي او حتا د علامو یا نښو تعداد ئې د آرامي ژبي د هغو په نسبت کم هم دي او همدغي موضوع د پهلوی ژبي د ویلو لپاره مشکلات راپنځولي(ایجاد) کړیدي. دغه خطونه د راسته څخه چپه لور ته نوشته کیږي.
اوستايي خط:
اوستايي خط د زردشتیانو د دیني کتاب د لیکلو لپاره په کاروړل سویدی، د دُنیا یو له بشپړو خطونو څخه دئ او د ساساني پهلوی خط پر بنسټ باندي بناء سویدی. دغه خط آوانګار(خپلواک یا اوز لرونکی) دئ او د ۵۳ یا ۵۸ ږغیز او بې ږغه نښو په درلودلو سره د خورا لوړ لیکنیز قابلیت درلودونکی دئ. د راسته څخه چپه ته نوشته کیږي او په دین دبیره، دبیریه، دفیره… چي د ټولو معنا ده؛ په لاسی لیک لیکل سوی دین- نومونه نومول کیږي. د اسلام د لومړنیو صدیو څخه څنګه چي پهلوی خط او ژبي خپل رسمي حالت د لاسه ورکړی، مشکلات ئې ډېر ښکاره شول او د پهلوي متنونو په ویلو کي د آسانتیا لپاره ئې په اوستايي الفبا اړوی او دغه ډول لیکلو ته به ئې آزاد لیکل ویل. د میانه ایراني ژبو په دوره کي یو خط چي مانی(کوم لیکوال دئ) په خپلو اثارو کي ورڅخه کار اخیستی دئ هم د یوه خاص اهمیت درلودونکی و. مانی دغه خط د سریانی خط پر بنسټ اختراع کړی چي د پهلوی خط په نسبت دغوره امتیازاتو درلودونکی دئ او په هغه کي د لیکلو هنري معیارونه مراعات سویدي.
سریاني خط:
سریاني ژبي د آرامي ژبي له شرقي طبقو څخه دي چي په تېر وخت کي یوه علمي ژبه وه. ډېر یوناني، پهلوي او عبري علمي اثار و دغه ژبي ته را اړول سویدي. سریاني خط د آرامي خط د لړۍ څخه حسابیږي. د عراق ځايي سریانیانو خپل خط په څو قلمونو نوشته کوی چي د جملې څخه ئې مشهور یو د سطرنجیلی په نامه و چي د تورات او انجیل په لیکلو کي کار کړل سویدی. عربانو د اسلام د اول قرن څخه وروسته دغه سطرنجیلی خط دسریانی څخه را خپل کړی او یو د هغوی د پرمختګ د وسایلو څخه شمېل سوی دئ. وروسته بیا کوفی خط د هغه څخه په لاس راغلی او دواړه خطونه د هیڅ پلوه یو د بل سره مشابع نه دي.
سغدی خط:
لیکني او اثار چي په سغدي ژبه، چي یوه د شرقي ایران له ژبو څخه ده، ترموږ پوري رارسیدلې په مانوی سغدی، مسیحي سغدی او بودايي سغدی خطونو نوشته سويدي چي اخر خط ئې په حقیقت کي سغدي خط ښيي. دغه هم هم د آرامي خط د یوې بلې طبقې څخه دئ.
اورخون خط:
دا هغه خط چي د اسلام څخه مخکي د ګوک ترکانو د حکومت په دوران کي د پخوانۍ ترکي ژبي د ویلو او لیکلو لپاره ورڅخه کار اخیستل سویدی.
عبري خط:
عبري خط هم چي سابقه ئې د میلاد څخه مخکي څلورمي صدۍ ته رسیږي د آرامي ژبي د اصل څځه ئې انتشار کړیدی(خپور سوی دئ). د ټولي نړۍ یهودان د عبری خط څخه د
خپلو اثارو په لیکلو کي استفاده کوي.
نبطی خط:
نیطیان د عرب نژاد څخه یوه قبیله وه چي په نیطیه کي ئې ژوند کوی، د میلاد څخه د ۱۵۰ کالو په حدودو کي د آرامي ژبي او خط یو ډول ددوی په مینځ کي رواج و، ددغه خط څخه، په نوي سینايي خط باندي مسمی خط په وجود راغلی چي د میلاد څځه د اولي صدۍ مخکي بیا تر څلورمي میلادي صدۍ پوري په سینا شبه جزیره کي رائج و.
کوفی خط:
کوفی خط د سریانی څخه راپورته کیږي او د قرآن
د لومړني نقلوونکی خط، په نوم سره مشهور دئ. دغه شبه چي د وحی دلیکلو په وخت کي، د کوفی په نوم سره کوم خط وجود نه درلودی، څه بې دلیله نه ده. ځکه چي کوفی خط په شروع کي په حیری خط سره مشهور و او وروسته چي مسلمانانو کوفه د اسلام د دویم خلیفه حضرت عمر رض په وخت کي، د حیره او انبار ښار ته نزدې؛ تاسیس کړه، دغه خط د کوفی په نامه یاد کړل سو. د ابن عباس څخه په یوه روایت کي نقل دئ چي:” د انبار خلکو د حیره وو څخه خط زده کړی، بیا یوه د دوی څخه ئې عبدالله بن جدعان ته او هغه بیا
حرب بن امیه ته ور زده کړی او قریشیانی حجازی خط د همدې لاري څخه را ظاهر سویدی. “
عربانو په خپلو تجارتي سفرونو کي چي و شام ته به تلل نبطی خط د حوران او حیری(کوفی) یو ئې د عراق څخه راوړیدی او په هماغه ډول چي تورات په سطرنجیلی خط نوشته سویدی، دوی هم قرآن په کوفی خط سره نوشته کړی. په کوفی او سطرنجیلی خط کي داسي قاعده ده چي که
چیري زبر لرونکی آلف د کلمې په مینځ کي راتلی، په لیکلو کي به هغه د قلم څخه پاتېدی(نه نوشته کیدی). لکه د اسلام په اوایلو کي خاصتاً بیا د قرآن په تحریر کي دغه قاعده کاملاً مراعات کېدله او د” کِتاب “ پر ځای به ئې” کِتب “ نوشته کوی. یا هم لکه د” ظالمین “ پر ځای به ئې” ظلمین “ نوشته کوی.
کولای سو ووایو چي عربی خط هم د نبطی خط په ذریعه د آرامي خط څخه په وجود راغلی دئ. د جرجی زیدان له قوله د عربی خط لنډیز په دې ډول دئ.
د حجاز عرب پر خپل خط او علم لرلو باندي هیڅ ثبوت نلري، مګر د حجاز د شمال او جنوب د عربو څخه خورا ډېر د کتابت او لیکني اثار په لاس راغلی دي چي ډېر پېژندل سوي ئې د یمن خلک دي چي په مسندو حروفو ئې نوشته کوله او بل هم د شمال نبطیان ول، چي خط ئې نبطی دئ. د حجاز خلک د خپلي صحرانیشینۍ( د ښار څخه لېریتوب) له وجی د کتابت او خط له ګټي او سود څخه بې برخي پاتي سول، څ
ه زمان مخکي تر اسلام، و عراق او شام ته تلل او په اقتباسي ډول ئې د عراقیانو او شامیانو د خط څخه ګټنه اخیستله او کله چي به حجاز ته راتلل، خپله عربی به ئې په نبطی تورو، یا هم سریانی او یا عبرانی نوشته کوله.
سریانی او نبطی خط هم د اسلام د فتوحاتو څخه وروسته د عربانو په مینځ کي باقی پاته سو. کوفی خط په کوفه او ساسانی حیره او نسخ خط، په مکه او مدینه کي د نبطی خط څخه اقتباس سویدي. د نسخ خط یو ډول د خوارزمي ژبي د اثارو دلیکلو لپاره چي یوه د شرقي ایراني ژبو څخه ده، په کار وړل سویدی. ایرانیانو هم د اسلام د اولو صدیو څخه وروسته په عربی الفبا کي د فارسی حروفو په ور اضافه کولو سره فارسي خط د نسخ خط پر بنسټ باندي بناء کړی او وروسته ئې نستعلیق او شکسته خطونه اختراع کړل.
تاریخپوهان د هغه ښار په اړه چي خط د
هغه ځایه و حجاز ته راغلی دئ د نظر اختلاف لري او د سریانی خط په مشهور قول سره، چي د پخواني انبار ښار څخه و حجاز ته راغلی دئ. ځیني داسي هم وايي چي یو کس د بشربن عبدالمالک کندی د اکیدربن عبدالمالک ورور د دومة الجندل امیر دغه خط د انبار په ښار کي زده او د هغه ځایه مکې ته راغلی صهباء د حرب بن امیه لور، یعنی د ابوسفیان(د معاویه پلار) خور ئې د ځان لپاره خپله ښځه وګرځوله او د څه مودې لپاره ئې د قریشو د خلکو څخه د سریانی خط لیکل د بشر بن عبدالمالک څځه زده کړل.
کوم وخت چي اسلام څرک را ښکاره سو، د قریشو څځه ئې زیات چي په مکه کي وه، لوستل او ګړېدل ئې زده وه، تردې چي ځینو ګومان وکړی چي حرب بن امیه اول کس و چي سریانی خط ئې و حجاز ته راوړی. په همدې ترتیب، د اسلام د راتلو څخه وروسته، د حجاز عرب د نوشته کولو سره بلد ول، مګر په تعداد کي ډېر کم په نوشته کولو پوهیدل چي ځيني د هغوی څځه ئې د اوچت شان صحابه سول. علی بن ابی طالب، عمر بن خطاب او طلحة بن عبیدالله ددغي ډلي څخه ول. د اسلام څخه وروسته، کولای سو چي د عرب تاریخ مکمل د قرآن په لیکلو پوري تړلی وبولو. د خلفاء راشدینو په وخت کي او وروسته تر هغوی د بن امیه په وخت کي قرآن په کوفی ژبه نوشته کېدی او د بن امیه مشهورترین قرآن لیکوونکی، قطبه نومي کس وو، چي ډېر ښآیسته لیکوونکی و. ده کوفی خط په څلورو قلمونو نوشته کوی.
د عباسیانو د حکومت په اوایلو کي یو بل خطاط د ضحاک بن عجلان په نامه وو چي د قطبه پر څلورقلمۍ ئې څو قلمه نور هم اضافه کړل، دده څخه وروسته اسحاق بن حماد ا
و نورو څه نور شیان پرې اضافه کړل تر دې چي د عباسیانو د دولت په اوایلو کي ددغه فورمول په شرح سره دولس رقمه خطونه ول: ۱ – جلیل قلم ۲- قلم سجلات ۳- قلم دیباج ۴- قلم اسطور مارکبیر ۵- ثلاثین ۶- قلم زنبد ۷- قلم مفتح ۸- قلم حرم ۹- قلم مد مرات ۱۰- قلم عمود ۱۱- قلم قصص ۱۲- قلم حرفاج
د مامون په وخت کي خطاطۍ اهمیت پیداکړی او خطاطانو د خط د لاښه کولو لپاره یو-بل سره په سالم رقابتونو پیل وکړی او څو نور قلمونه د قلم مرصع، قلم نساخ، قلم رقاع، قلم غیارالحلیه، قلم رباسی را وه پنځېدل، چي په پایله کي کوفی خط په شل رقمونو حاصل سو.
مګر نبطی یا نسخ خط په هماغو پخوانیو ډولونو د خلکو په مینځ کي او د غیر رسمی تحریراتو(اهتزازونو) لپاره عام وو، تر هغو چي ابن مقله (۳۲۸ ه.ق) مشهور خطاط په خپل خاص ذکاوت سره نسخ خط په ډېر ښه شکل حاصل کړی او د دولتی رسمی خطونو په کتار کي ئې راوستی او کوم خط چي نن ورځ عادی دئ، هماغه د ابن مقله خط دئ. ده شپږ قلمونه(اقلام ستة) چي ثلث، نسخ، محقق، توقیع، رقاع او ریحان پکښ
ي شامل دي-وضع کړل. دغه قلمونه د خط په اصولو سره هم مشهوره دي. ځیني وايي، ابن مقله نسخ خط د کوفی خط څځه استخراج کړیدی، مګر واقعیت دا دئ چي کوفی خط او نبطی خط دواړه د اسلام د اوایلو څځه رائج ول او استعمالېدله. د هغو اصلاحاتو سره چي ابن مقله په نسخ خط کي وکړل، هغه( نسخ خط) ئې د قرآن دلیکلو لپاره مناسب او وړ جوړ کړی. دعربی پخواني خط په نمایشګاه کي په پخوانۍ سلطنتي کتابخانه کي یو نکاح خط موجود وو، چي په ۲۶۴ ه.ق پر یوه خورا غټ اندام لرونکي پوست باندي لیکل سوی وو، او د واده یا نکاح شکل په کوفی خط نوشته سوی وو، همدارنګه شاهدانو په نسخ خط سره په ډیري مغشوش(ګډوډ) ډول تر نکاح خط لاندي امظا کړی وو؛ همدغه دلیل دئ چي ابن مقله په نسخ خط کي سمون راوستی، هماغه ډول چي د قرآن د مصحف د لیکلو لپاره مناسب وګڼل سو.
فارسي خط:
که څه هم ځیني په دې باور دي چي حیری(کوفی) خط چي د عربی خط بنسټ جوړوي، د عربي کاتبانو اخذ او زده کړه ده چي د ساساني شاهانو په شاهي مرکزونو کي د انبار او حیره په ښارونو کي په کارونو بوخت ول، او دغه اثرپرېښودنه حتا د اسلام د دور څخه وروسته لیدل کیږي، د ایرانیانو لخوا لکه هرمزان، مشهور ایراني سردار، چي د ماتي او بند څخه وروسته و مدینې ته واستول سو(برطرفه سو)، د مسلمانانو یو ډېر نوموتی کس سو تر دې چي د اسلام د دویم خلیفه حضرت عمر رض د مشاورانو څخه سو. او یا جفینة نومی کس چي د حیره د مسیحیانو څځه وو، مدینې ته ولېږل سو تر څو هلته خلکو ته لیکل او ګړېدل ور زده کړي. په هر حال، مګر د ډیرو په نظر د اسلام څخه وروسته، د نني فارسي خط تاریخ هماغه د عربی خط تاریخ دئ.
ولی بیا هم د فارسی خط په اړه په تذکره مرآت الخیال کي راغلي دي: د فارسی خطونو ډولونه ثلث، نسخ، ریحان، توقیع، محقق و رقاع دي او اوم خط تعلیق، د ر
قاع ا
و توقیع څخه پلاس راغلی دئ. لیکوال ددې څخه وروسته کاږي:” او ویل کیږي چي د پخوانیو څخه، خواجه تاج سلمان دغه خطونه ډېر ښه نوشته کول او اتم خط چي نستعلیق دئ، میرعلی تیریزی د آمیرتیمور په وخت کي د نسخ او تعلیق څخه جلا کړی “ .
فارسی خط په اوس وخت کي دغه قلمونه لري: اجازت، تعلیق، توقیع، ثلث، جلی، جلی دیوانی، دیوانی، رقعا(رقعه)، ریحانی، سنبلی، سیاقت، شحری، نستعلیق، شکسته، شکسته نستعلیق او کوفی یا نسخ، معلی خط، سبحان خط هم د تبریزی هنرمند سبحان مهرداد محمد پور لخوا ایجاد او اختراع کړیدي چي د فارسی خط لپاره ئې خورا غوره قابلیتونه پکښي ارائه کړیدي.
ژباړن: نوراحمد فضلي