لیکنه: محمود شهیم
هغه خلک چې د خواشینۍ احساس کوي خپل حال نوروته وایي او یا دا چې چپ پاتي کیږي دغسې وګړي که څه هم چې په ټولنه کې ژوند کوي بیا هم د یوا ځي والي احساس کوي دغه وګړي د تل لپاره یو اځې والی او کوښه والی اختیاره وي.
هغه اشخاص چې د تنګوالي احساس کوي په خپل حالت او وضعیت کې بدلون ناشونی ګڼي نو باید داسې خلکوته وا ضح شي چې دا حالت د دوئ موقتي او ژر تېرېدونکی دی.
هغوئ ته باید دا ډاډ ورکړشي چې خلک له دوئ سره دي او له دوئ سره مرسته کوي په دې حالاتو کې کولی شو دلاندې لارو څخه کار واخلو.
* په هغوئ باندې باید ټینګار ونه شي چې خوشحاله واوسې.
* څرګندونو ته یې باید په ډېر دقت سره غوږ ونیول شي او هغوئ ته باید ډاډ ور کړل شي.
* باید د کورنۍ غړي یې تشویق شي تر څو دوئ سره مرسته وکړي.
* دغسې اشخاص لوبوته باید تشویق شي ځکه چې بدني حرکات د رواني ستونزو په حل کې اغیزمن دي.
* په دې مرحله کې د دوا ور کولوته اړتیا نشته.
تجربو ښودلې ده که چېرې دغسې وګړي کومکي ګروپونو ته لاس رسی پیداکړي تر څو د خپلو ستونزو ویلو ته تشویق شي نو خپلې ستونځې بیانوي نو دغسې وګړي باید هیڅ کله خبرو کولو او یا دخپل حالت په بیانولو مجبور نه شي یواځې هغوئ باید ګروپ ته دعوت شې او هغوئ ته لارښوونه وشي.