• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister

د خمیني ژوند ته یوه لنډه کتنه

Home ژباړهد خمیني ژوند ته یوه لنډه کتنه
د خمیني ژوند ته یوه لنډه کتنه

د خمیني ژوند ته یوه لنډه کتنه

ژباړه: عطا محمد میاخېل

آیت الله حاجي سید روح الله الموسوي الخمیني ابن سید المصطفی په یوه روحاني کورنۍ کې زېږېدلی دی. د امام خمیني اصلي نوم سید روح الله دی چې په 1281ش ( 1902م) کال، د خمین په ښار کې زېږېدلی دی. د پلار نوم یې آیت الله سید مصطفی موسوي و؛ د نیکه نوم یې سید احمد موسوي هندي دی چې د میر حامد حسین هندي نیشاپوري ( د عقاب الانوار په نامه د کتاب خاوند ) له کورنۍ څخه دی .

امام خمیني د پنځو میاشتو و چې پلار یې وفات شو مور یې د ده سر پرستي په غاړه واخیستله دا چې سید احمد موسوي هندي د موسوي او هندي په نامه مشهور و؛ له دې امله و چې د سید احمد موسوي نیکونه له هغو مهاجرینو څخه وو چې له نیشاپور څخه کشمیر ته تللي وو او د سید احمد موسوي د پلار د وژلو څخه وروسته د ایران نجف ته را ګرځي نو د هندي په نامه ملقب کیږي او دا چې هغه موسوي بولي له دې کبله چې خپله سلاله د شیعیانو اوم امام، امام موسی کاظم ته رسوي او نسب خپل د اسلام پیغمبر ته رسوي نو ځکه ورته سید مصطفی خطاب کوي سید احمد موسوي د خپل پلار له وژل کېدو وروسته له کشمیر څخه نجف ته ولاړ تر څو په خمین کې هستوګن شي او له دې وروسته هغه څوک چې په هندي ملقب وو خمین لقب یې واخیست، دغه کډوالي د 1240 څخه تر 1250ق کلونو تر منځ پېښه شوې ده.

امام خمیني درې وروڼه او درې خویندې درلودې د امام خمیني مور او ترور یې چې د ده سر پرستي یې کوله په 1297ش کال کې یو په بلې پسې وفات شوې .

امام خمیني لومړنۍ زده کړې په کور او مدرسو کې له ښوونکو څخه کړي وروسته ښوونځي ته لاړ او د هغه له بشيړتیا څخه وروسته یوې نوې تاسیس شوې مدرسې کې شامل شو او متداوله علوم یې هلته زده کړل په پنځلس کلنۍ کې یې د اسلامي علومو زده کړه پیل کړه . صرف ، نحو او منطق یې له بېلابېلو استادانو څخه زده کړل په 1299ش ( 1920م )، له هغه وروسته د زده کړو د دوام له پاره اصفهان ته لاړ له هغه ځایه اراک ته لاړ او بېلا بېلا علوم یې هلته زده کړل 1300ش (1921م ) او هم یې ادبیات د نوموړي علمي حوزې له استادانو څخه زده کړل په 1301ش (( 1922م ) کال کې دغه ښوونیز مرکز له اراک څخه د قم ښار ته لېږدول کېږي او امام خمیني هم قم ته ځي او هلته هستوګن کیږي او د بېلا بېلو استادانو تر نظر لاندې یې بېلابېل علوم زده کړل او بالاخره یې په کال 1308ش ( 1929 م ) کې واده وکړ اود هغه ثمره دوه زامن او درې لوڼې وې چې په خپل وار سره سید مصطفی او سید احمد او لوڼې یې صدیقه ، فریده او زهرا نومیدلې ، چې سید مصطفی د امام خمیني مشر زوی په 1356ش  1977م ) کې د نجف په ښار کې په مرموز شکل له منځه ځي او سید احمد د 1373ش ( 1994م ) کال د کب د میاشتې په 25 مه مړ کېږي .

سیاسي مبارزې:

امام خمیني له دې وروسته چې په کال 1340ش کې قم ته وبلل شو، په سیاسي خطابو او ویناو یې پیل وکړ او په کال 1341ش یې خپل مخالفت د پهلوي نظام سره څرګند کړ او عملاً د هغه پر خلاف را پورته شو. په کال 1342ش د امام خمیني په مشري د پهلوي رژیم یوه ډله مخالفین د نظام پر خلاف پاڅیدل او مقاومت یې پیل کړ په دغه پاڅون کې ډېر شمېر پاڅون کوونکي ووژل شول او امام خمیني هم زندان ته واچول شو او بندي شو د څو ورځو په تېرېدو سره بېرته را خلاص شو په 1343ش کال کې د قم ښار په مسجد اعظم کې د پهلوي نظام خلاف اوږده وینا وکړه چې د هغې په پایله کې د سیاسي فشارونو له امله خمیني لومړی ترکیې ته او بیا عراق ته ولاړ او څه موده وروسته کویټ ته ولاړ او د کویټ دولت د ده له هستوګن کېدو سره مخالفت څرګند کړ، دی مجبور شو چې له خپلو ملګرو سره فرانسې ته ولاړ شي او د ( نوفل لو شاتو ) په نامه په یوه کلي کې هستوګن شو د 1357ش

( 1978م ) د وږي په شپاړسمه د پهلوي رژیم پر خلاف په ایران کې د خلکو پراخ لاریونونه  وشول او د نوموړي کال د وږي دمیاشتې په اوولسمه د رژیم له خوا وټکول شوې، خو خلکو مقاومت دوام وکړ چې د هغو په پایله کې پهلوي رژیم ماتې وخوړله په 1357ش ( 1979م ) د مرغومې په شپاړسمه د ایران پاچا له ایران څخه ووت او د سلواغې په 21 او 22، 1357ش ( 1979م ) په ایران کې اسلامي انقلاب بریالی شو  امام خمیني د نوموړي کال د سلواغې د میاشتې په دوولسمه له فرانسې څخه ایران ته راغی او د خلکو او خپلو پلویانو له خوایې ډیر هرکلی وشو اوپه بهشت زهرا کې یې مؤقت دولت جوړ کړ او د ایران د اسلامي انقلاب د مشر په توګه وپیژندل شو امام خمیني په 87 کلني کې د 1368 ش ( 1989م) د غبر ګولي په دوولسمه وفات شو د ده د جنازې په ښخولو کې په ملیونونو انسانانو ګډون درلود چې د ګډون کوونکو د زیاتوالي له امله جنازه د الوتکې په وسیله ولیږدول شوه .

د امام خمیني تالیفات 31 ټوکو کتابونو ته رسیږي چې د ځینو یې دلته یادونه کوو :

الرسایل ( 2 ټوکه ) ، کتاب الطهاره ، تهذیب الاصول المکاتب ، المحرمه ، کتاب البیع، تحریر الوسیله ، حاشیه علی العروه الوثقی ، کشف الا سرار ، حکومت اسلامي،

مصباح الهدایه الی حدود الولایه ، حواشی خصوص الحکم ، رساله فی المطلب والاراده ، حواشی علی مفتاح الغیب ، شرح حدیث العقل و الجهال ، د امام خمیني د شعرونو ټولګه او نور .

Share this:

  • Click to share on X (Opens in new window) X
  • Click to share on Facebook (Opens in new window) Facebook

Like this:

Like Loading...

You also might be interested in

Ata-Mohammad-Miakhel-2

علي بابا او څلوېښت غله

Jul 21, 2015

ژباړه: عطا محمد میاخېل په ډېره پخوا زمانه کې د[...]

Ata-Mohammad-Miakhel-2

د نړۍ د بریالیو او شتمنو کسان لس شتمني زېږونکې خبرې

Oct 22, 2016

ژباړه : عطا محمد میاخېل ۱ ـــ یوازې هغه ځواکمنه[...]

بیا هم تا غواړم

Dec 5, 2017

لنډه کیسه:    ژباړه: عطا محمد میاخېل تل هڅه وکړئ،[...]

اړيکه

پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium

اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ

facebook.com/afghan.Tips

پلټنه

د ویب سایټ په اړه

زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2025

%d