لیکنه: محمد ابراهیم سپېڅلی
یوولس کلن بریالي د اختر لپاره نوي کالي، صدرۍ، د اوږې دستمال، غمي لرونکې خولۍ او بوټونه پرځان راګرځولي ورته خاندي
یو پلا کالیو ته ګوري، دده په خوښه ګنډونکي ښه سم ور جوړ کړي دي، د مخ جېب، د دواړو بغلو جېبونه او زریني غوټي يې بیا جلا خوند ورکوي.
د مخ په جېب کي به د اختر په ورځ راټولي کړي پیسې پټووم، د بغل په جیبونو کي به ميوې (نوقل، نخود، چاکلېټ او نور…) کورته راوړم.
مور به مي څومره خوشحاله سي.
بریالي توره لیکي لیکي صدرۍ راکش کړه، ژر یوې او بلي خواته ګوري موريې په سترګه نه سوه، صدرۍ يې واغوستل، رسته لاس د صدرۍ پرشاوخوا تېروي له ځان سره وايې: ( د اخترپه ورځ به د انډېوالانو په منځ کي څنګه ښه ایسم!) صدرۍ يې بیرته پرخپل ځای کښېښودله، اختر ته لا بشپړه یوه ورځ او شپه پاته دي.
بریالی سپیني غمي داري خولۍ ته ګوري، خو پر سترګو د خولۍ غمیانو رڼاوي دي، سم نه سي ورته کتلای، سترګي يې د غمیانو پر ځلا بریښي.
خولۍ ته يې په ډېري خوشحالۍ لاس ور وغځوی، په دواړو لاسونو يې کرار پر سرکړه ، ورسره سم يې خوله نوره هم له خوشحالیه ويړه سوه.
بریالی راولاړ سو، بیايې هم شاوخوا وکتل او دادی د خوني خواته روان سو، چي پر لویه دیوالي هنداره پر سرکړي خولۍ ته وګوري.
د خوني دروازه يې په احتیاط خلاصه کړه، هنداري ته ودرېد، خو په خونه کي رڼا لږ ده، بریالی په هنداره کي د اختر لپاره غميداره پرسر کړې خولۍ سمه نه ویني، د کلکین پرده يې هم پورته کړه ، په خونه کي رڼا سوه، اوس نو په هنداره کي ځان د ټولو همزولو شهزاده ورته معلوم سو.
د بریالي خوشحالي نوره هم ډېره سوه او کرار له خوني څخه د سرای غولي ته راووت.
ښایسته خولۍ يې بیرته پر مخکني ځای کښېښودله او بوټونو ته يې لاس ور وغځوی.
اول یې رسته(ښی) بوټ او بیا چپه ( کيڼ) بوټ په پښو کړ، راولاړ سو، په پښو کړيو بوټو ته ګوري، یوڅو قدمه يې مخ خواته واخیستل، بوټونه نوي دي، د بریالي پښې ور خوږوي، خو بریالي ته نوي بوټونه خوند ورکوي او د خوږ په کیسه کي هم نه دی.
بریالي دواړي پايڅې پر بوټونو راکښته کړې، ځان د خپل معلم صاحب په ډول ورته معلوم سو.
د بریالي معلم صاحب صمدخان، چي هره ورځ ټولګي ته راسي، نو رنګ کړي بوټونه يې په پښو او پایڅې يې پر بوټونو راکښته کړي وي، دغه موډ د بریالي ډېرخوښیږي.
بریالی تريوڅو قدمونو اخیستلو وروسته پايڅې یوڅه پورته کړې، بیرته خپل ځای ته راروان سو، په نویو بوټونو کي تګ ښه خوند ورکړ.
د خپلو نويوکالو، نوي صدرۍ، غمي لرونکي خولۍ او د اوږې دستمال ته نژدې کښېنستی، له پښو څخه د بوټونو په کښلو اخته سو.
دواړه بوټونه يې په کارټن کي لا نه وه ایښي، چي د مور ږغ (هله زویه کښېنه ! د اختر ورځ ده، نن باید وختي کښېنستلای وای!!)
له خوبه راویښ سو، سهار دي موريې سرته ولاړه ده او له مسجد څخه د ملاامام د نصحیت ږغ هم اورېدل کیږي.
بریالي سترګي وموږلې، شاوخوا يې وکتل، ارږمي يې وکښله.
په رښتیا د اختر سهار دی، خو نه نوي کالي سته، نه توره لیکي لیکي صدرۍ او نه هم له غمیانو ډکه خولۍ
هغه زوړ کور، زوړ ځای او زاړه کالي دي.
بريالي مور ته لاس ورکړ له ځایه راولاړ سو، مخ يې ومینځی، کوڅې ته راووت همزولو يې رنګا رنګ نوي کالي اغوستي او لاسونه يې ترڅنګلو سره کړي دي، خو ده چي خپلو چاودلو لاسونو، ببرسر او زړو کالیو ته وکتل ژر بیرته کورته ننوت.
بریالی د مور او پلار نازولی زوی ؤ، هرکال به يې د اختر ټول نوي شیان یوه میاشت مخکی ورته رانیول، خو وړم کال، چي يې پلار په چاودنه کي شهید سو، نو بیا يې له اخترونو څخه خوند نه دی اخیستی.
بریالی له خپلي مور او یوې کوچنۍ خور سره په زاړه کورکي کله وږي کله ماړه، ژوند کوي.
اوس بریالی د اخترلپار نوي کالي، نوې صدرۍ، د اوږې دستمال، ښایسته غمي لرونکې خولۍ او نوي بوټونه یوازي په خوبونو کي ویني.
You also might be interested in
لیکنه: مرسل احمدزۍ ایسالا وان دیست د 1842 کال د[...]
په تازه کانکریټو کې داوبو مقدار اندازه کول .Measuring water[...]
د رابري بالون میتود په واسطه د خاورې د ساحې[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی