لیکنه: ضیاالرحمن ندرت
((وَجَعَلْنَا نَوْمَكُمْ سُبَاتًا))[ سورة النبأ]
ژباړه: اوګرځولى دى مونږ خوب ستاسې قطع د کارونو آرام، راحت
(د ابدانو دتاسى).
سبات د سبت نه مشتق دى چې د پريکولو او قطع کولو په معنا سره دى ، الله تعالى خوب لره داسې شئ جوړ کړى دى چې دانسان ټول غمونه او فکرونه قطع کوي، دغريب او مالداره ټولولپاره يې عام ګرځولى دى.
دانسان د ارامتيا او ثبات لپاره يوه ضروري مايه ده، دبې خوبۍ له وجې زياتې ستونزې او مشکلات انسان ته متوجه کېږي په همدغه اساس پوهانو ويلي دي: انسان بايد (اته ٨) ساعته د شپې له طرفه خوب او استراحت وکړي، همدا راز هغه مسلمانان چې د شپې د تهجدو لپاره بيداريږي نو دهغوى لپاره د قيلولې(دغرمې) خوب مستحب دى، مفسرينوکراموخوب دجسد او روح دواړو لپاره راحت بللى دى، درښتينوخوبونو په واسطه ډېر اسرار او اکتشافات تر نظر لاندې راځي، نوځکه د انبياؤ خوبونه د ورځې دلمر په شان رښتيا کيدل.
د ايټاليى د (بابا) د پوهنتون او نورو د طب پوهانو دا ښکاره کړې ده چې: هغه اشخاص چې د شپې خوب نه کوي دوينې د فشار او زړه په ناروغيو اخته کېږي بى خوبي اشتها کموي تدريجاًورسره د بدن وزن کميږي او د جنون(ليونتوب) مرحلې ته انسان نژدې کوي .
د اسلام دمقدس دين له نظره د روغيتا او سلامتيا ټول عوامل په مکمل ډول بيان شوي دي، نبى خپل امت ته دا تعليم ورکړى چې د ماڅښتن د لمانځه نه وروسته مه کښينئ همدا راز د خوراک څخه وروسته سم دلاسه خوب کول منع دي، نيم بدن لمر او نيم بدن سيوري کښې خوب هم منع دى. د ورځې په شروع او اخر کښې(سهار او مازيګر)خوب کول جنون،کسالت(سستي) او يو لړ نورې ستونزې رامنځ ته کوي مثلاً: په ورځ کښې انسانان تعليم،سوداګري او د ژوند ډېر نور فعاليتونه سرته رسوي او دسهار خوب دغه ټولوته د ختميدو ټکى ږدي،
نبى کريم د خپل امت دبرياليتوب او سوکالۍ په لحاظ دورځې دشروع لپاره دبرکت دُعا کړې ده ((اَللهُمَّ بَارِکْ ِﻻ ُمَّتِىْ فِىْ بُکُورِها))
د حضرت ابن عباس روايت دى:دبني ادم په وجود کښې نفس او روح د لمر دوړانګو په شان ته دى، نفس په واسطه عقل او تميز، دروح په واسطه نفس او حيات اداره کېږي، نفس او روح دمرګ په وخت کښې د بدن څخه جدا کېږي او يواځې نفس د خوب په وخت کښې بدن پريږدي، چې د نفس او روح دغه تګ او راتګ دالله داياتو څخه دى، حضرت على کرم الله وجهه فرمائى: روح د خوب په وخت کښې د بدن څخه جدا کېږي، خو لکن شعاع يې په بدن کښې پاتې کېږي، دهمدغې علت له مخې انسان خوب ويني او کله چې انسان دخوب څخه بيداريږي په همغه شېبه روح بيرته جسد ته داخليږي .
په فتح الباري کښې ذکر دي چې خوب دمقرره قواعدو لرونکى دى، او دهغې لپاره مختلف تاويلات دي، او خوب ليدل هر شخص ته رخ ورکوي،مګر کشف او الهام ګنهګارانو ته ميسر(اسانه) نه دى .
امام غزالى رحمه الله معرفت ته علم باطن يا علم مکاشفات وايي او دا هغه علم دى چې صديقينو او مقربينو ته ورکول کېږي ، هغه يو نور دى چې کله زړه د بدو صفاتو څخه تزکيه و مومي نو دغه نور پکې تجلا کوي، اوددې تجلا نه ډېر امور کشف(ښکاره) کېږي .
وګورئ [القسطاس المستقيم،رسائل الکندى الفلسفيه،قلب مرکزتجليات الٰهى. دعبدالأحد عشرتى] هغه اشخاص چې د دنياپه ډېر محبت او فکر کښې ډوب دي ، يانور عوامل يې دخوب دنه راتللو سبب وي نو دخوب دورکيدو له امله دخوب دوا او درمل استعمالوي څه وخت وروسته دغه دوا عادت وګرځي او يا اثر يې ختم شي او دوباره د خوب تښېدلو په مرض ونيول شي، نو ددوئ لپاره پکار ده چې د خوب کولو نه ړومبى لاندينئ مجربې ماثورې دُعا ګانې ووايې او د الله پاک ذکر په خپله ژبه يا زړه او يا د واړه باندې يو ځاى جاري وساتي ، انشاالله ډېر ژر به يې په اثر پوه شي ،خوالبته ضرور به يې لمونځ اداکړى وي ،ځکه چې تارک الصلوة (بې لمانځه ) کس دالله تعالى د رحمت نه لرې وي.
دُعا(اللهُمَّ رَبَّ السَّمٰوٰتِ السَّبْعِ و ما أَظْلَلْنَ وَرَبَّ الأَرضِينَ السَّبْعِ وما أَقْلَلْنَ کُن لِىْ جَاراً مِن شرِّ خَلْقِکَ أجمعين أَن يَّفْرُطَ عَلَىَّ
أَحدﹲ مِنْهُمْ وأن يَّطْغَى عَزَّجَارُکَ تَبَارکَ اسْمُکَ ( ))
الهې،اى د اوو آسمانونو او د هغو ترسيور لاندې (مخلوقاتو) پروردګاره!،او د اوو ځمکو او د هغو برسيره(مخلوقاتو) پروردګاره! زما لپاره پناهګاه شې د شر د هغو ټولو ډلو چې ستا د مخلوقاتونه دي .
په کتاب الابريز او نورو کښې ليکل شوي دي چې څوک وغواړي دشپى په هغه وخت کښې بيدار شي چې دُعا پکښې قبليږي نو دخوب په وخت کښې دې لانديني مبارک اياتونه تلاوت کړي :
إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَانَتْ لَهُمْ جَنَّاتُ الْفِرْدَوْسِ نُزُلاً ١٠٧ خَالِدِينَ فِيهَا لاَ يَبْغُونَ عَنْهَا حِوَلاً ١٠٨ قُل لَّوْ كَانَ الْبَحْرُ مِدَادًا لِّكَلِمَاتِ رَبِّي لَنَفِدَ الْبَحْرُ قَبْلَ أَن تَنفَدَ كَلِمَاتُ رَبِّي وَلَوْ جِئْنَا بِمِثْلِهِ مَدَدًا ١٠٩ قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ يُوحَى إِلَيَّ أَنَّمَا إِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَمَن كَانَ يَرْجُوالِقَآءَ رَبِّهِ فَلْيَعْمَلْ عَمَلاً صَالِحًا وَلاَ يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَدًا ١١٠.[ سورة الكهف]
نيکانو دا عمل ډېر ځله تجربه کړى صحيح يى موندلى دى .
همدارنګه د يو عارف نه داقول منقول دى چې څوک لاندې مبارک ايات د ويده کېدو په وخت کښې تلاوت کړي نو چې کوم وخت وغواړي له خوب څخه بيدار شي په همغه وخت به بيداريږي .ايات مبارک دادى :
(وَإِذْ جَعَلْنَا الْبَيْتَ مَثَابَةً لِّلنَّاسِ وَأَمْناً وَاتَّخِذُواْ مِن مَّقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى وَعَهِدْنَا إِلَى إِبْرَاهِيمَ
حضرت عبدالله ابن عباس ته يو سړي وويل چې : زه په زړه کې اراده کوم چې د شپې په اخرکې بيدار شم او لمونځ وکړم، مګر خوب راباندې غالب شي ، ابن عباس ورته وفرمائيل چې کله ته د اوده کيدو لپاره بسترې ته وخيژې نو د سورت کهف آخري ايتونه د (( قُلْ لَوْکَانَ البحْرُمِدادًا)) نه تر اخر سورت پورې تلاوت کړه (ولوله)نو څه وخت چې دبيداريدو نيت وکړي الله تعالى به تا هغه وخت بيدار کړي.( )
همدارنګه په مسند دارمى کې دي چې زِربن حبيش حضرت عَبْدَهُ ته وويل چې کوم سړى د سورت کهف دا اخري اياتونه ولولي او ويده شي نو څه وخت چې د بيداريدو نيت وکړي هغه وخت به بيدار شي ، عَبْدَهُ وايې چې مونږ ډېر کرته ددې تجربه وکړه بالکل هم دغسې وشوه .( )
په طبرانى کې د زيد بن ثابت نه روايت دى چې : د شپى به ځما خوب تښتيده ، نو ما نبى کريم ته ددې خبرې شکايت وکړونو نبى کريم وفرمائيل چې دادُعا ولوله (اَللهُم غارَتِ النجُومُ وَهَدَاْتِ العْيونُ وَاَنتَ حَي ُ قَيُومُ اَنِمْ عَينِى َواهْدِىْ لَيلِىْ)
ما چې کله دادُعا ولوستله نو د خوب نه راتلو بيماري د الله په فضل ختمه شوه( )
حضرت خالد ته به دشپې خوب نه ورتلو نو نبى کريم ورته د لاندې ذکر شوې دُعا تلقين وفرمائيلو چې دا وايه او اوده کېږه، خالد چې دا ولوستله نو شکايت يې ختم شو، هغه دعا داده:
(( بِسْمِ اللهِ اَعُوْذُبِکَلِمٰتِ اللهِ التَّامَّةِ مِن غَضَبِ اللهِ وعِقَابِه وَمن شَرِّ عِبَاده
وَمِنْ هَمَزَاتِ الشَّيٰطِيْنِ واَن يَّحْضُرُونِ))