ژباړه: رفيع الله آرمان
وړې ستونزې پريږدئ چې خپله لاروهي، ستاسو ذهن بايد په مهمومسائلوبوخت وي. له ځان سره هميشه تکرارکړئ چې ستاسوګډه اړيکه له وړو پيښو نه باارزښته ده. موږ له خوشاله جوړو( نراوښځې) سره ليدلي دي اوله هغوی نه مو دګډ خوشاله ژوند راز پوښتلی دی. له هغوی نه زموږ سوالونه داوو: خپله خوش بختي په يوه جمله کې راته بيان کړئ. هغوی موږ ته مختلف اومتنوع ځوابونه راکړي دي چې دلته يې هغه هم له تاسو سره شريکوو. په دې هيله چې دا جملې ستاسو په شريک ژوندکې هم په کار راشي.
۱ په هرڅه کې له يوبل سره شريک شئ په ځانګړي ډول په خپلو احساساتوکې له يوبل سره، له دې پرته به هيڅکله جوړجاړي ته ونه رسيږئ
۲ هرکله چې کومې ناوړې پيښې سره مخ کيږئ په ياد ولرئ چې دا هم تيريدونکې ده
۳ ميرمن مو په غيږکې ونيسئ، هغه هرسهارښکل کړئ، نژديوالی اوفزيکي اړيکه موپه ګډژوند مثبت اغيز غورځوي
۴ که له ماشوم درلودلو نه ويره لرئ، په ياد ولرئ چې يوه ورځ به لویيږي اوزلمی به شي
۵ وړې ستونزې پريږدئ چې په خپله لارځي، ستاسو ذهن بايد په غټومسائلوبوخت وي، له ځان سره تل تکرارکړئ چې ستاسو اړيکه له وړو ستونزو نه ډيره ارزښتناکه ده
۶ يخچال مو دميرمنې دخوښې له خوراکونو ډک وساتئ
۷ ځان ته وخت ورکړئ اوهغه کارونه چې ورسره مينه لرئ ترسره يې کړئ. که تاسو دخپل پرمختګ لپاره په خپله وخت ونه ټاکی په شريک ژوندکې مومزه نشته اوراتلونکې کې به هم مناسبه اړيکه ونه لرئ. هره شريکه هڅه دشريکې هڅې ترڅنګ شخصې هڅو ته هم اړتيا لري
۸ هغه څه چې تاسو ته سرخوږی دی له ميرمنې سره ورباندې بحث مه کوئ
۹ له ميرمنې مو سره په جوړجاړي کې ويره مه لرئ، هميشه هڅه وکړئ چې خپل اودهغې نظرپرتله کړئ اوهغه چې ګټور دی غوره کړئ. دبيلګې په ډول که تاسو له پنځو نه ترلسو پورې ملګري لرئ چې له کوره ورسره دباندې وزی خو ميرمن مونهه ملګرې لري اوغواړي چې په کور کې ورسره پاتې شي، نوبهتره داده چې ورسره يې ومنئ
۱۰ څو وخته وروسته يوځل مو ميرمن حيرانه کړئ. دبيلګې په ډول هغې ته دمسافرۍ ټکټ يا له کوم دليل پرته ورته ډالۍ واخلئ. ممکن دا کار ډير وړوکی وي مګر دهغې دخوشالۍ لپاره ستاسو هڅه به دهغې سره دتل لپاره ديوه ارزښت په توګه پاتې وي
۱۱ ښه واوسئ. کيدای شي ځينې وخت درته ګرانه وي چې ځان ښه ښکاره کړئ مګر په ياد ولرئ چې ميرمن مويوازې هغه څوک ده چې تاسو انتخاب کړې ده ترڅو ټول عمر له هغې سره تير کړئ، نو په دې اساس دتوان تربريده خپله مينه اومهرباني ورته قرباني کړئ
۱۲ صبرکونکی واوسئ. ته اودتاميرمن دواړه په مختلفو بيلوبيلوځايونوکې لوی شوي ياست، نو که غواړئ چې هميشه ديوبل ترڅنګ واوسئ نو ځينې اختلافي موارد وزغمئ
۱۳ په شريکو او حيرانونکوکړنو پسې وګرځئ اوديوبل ترڅنګ يې اجراکړئ. په بايسکل سپريدل، پخلی، بڼوالي او… هغه مهم رويشونه دي چې شريک پيوند مولاپياوړی کوي
۱۵ ميرمنې ته مو ووایی چې څه غواړئ، هغه ستاسو له ذهن نه ناخبره ده. که ناراحاته یی، که دستړيا احساس لری يا غواړئ چې دڅه وخت لپاره يوازې واوسئ ټول په خوله ووایی
۱۶ دا نه ده مهمه چې څومره بوختياوې لرئ، هر وخت يوځل دليدلو موقيع و مومئ او وخت خوشاله تيرکړئ. تاسوته واجبه ده چې کله کله يوبل سره خلوت وکړئ، په تيره بيا که بچی لری. يوازې څو شيبې په پښوپلی تګ، يا په رستورانت کې غذا خوړل هم کولی شي تاسو خپل هدف ته ورسوي
۱۷ کله موچې ميرمن په کور کې نه وي، هغې ته يوليکلی يادښت پريږدئ او ورپه زړه کړئ چې لاهم درباندې ګرانه ده
۱۸ کله موچې ميرمن ستاسو لپاره کوم کار ترسره کوي خپله خوشالي ورته څرګنده کړئ اومننه ترې وکړئ. په دې صورت کې ستاسو دخوشالۍ لپاره دهغې ليوالتيا لا ډيريږي
۱۹ ميرمن موخپلو هيلوته درسيدلو په خاطر وهڅوئ، دهغې ملاتړ وکړئ ترڅو هغه ځای ته ورسيږي چې غواړي يې
۲۰ وړاندې تردې چې دهغې په اړه قضاوت وکړئ خپل ځان دهغې پرځای وټاکئ. له منفي اوبې ځايه نيوکې نه دامکان تربريده ځان وژغورئ
۲۱ يوبل وخندوئ لازمه نه ده چې هرشی جدي ونيسئ
۲۲ پيسې او وخت په احتياط سره مصرف کړئ
۲۳ که څه هم تاسوشريک دوستان لرئ خو خپل دوستان له لاسه مه ورکوئ او کله کله مو ميرمن سره يوځای له هغوی سره ښه وخت ولرئ
۲۴ دا مو دميرمن دنده نه ده چې له تاسو نه ستړيالرې کړي. ترهرڅه وړاندې بايد تاسو په خپله دخپلې خوښۍ لپاره هڅه وکړئ
۲۵ دمقابل لوري باور ترلاسه کړئ اوخپله هم په هغې باور ولرئ
۲۶ دبحث پر وخت ځان ته حمله کونکی حالت ته مه غوره کوئ. هڅه وکړئ چې هره مسله په مينه اومهربانۍ سره حل کړئ. ميرمن موستاسودښمنه نه ده بلکې ستاسو ملګرې اوخواخوږې ده
۲۷ تل په ياد ولرئ چې ولې مو له ميرمنې سره مينه لرئ اوهغې ته مثبت ځواب ورکړئ
۲۸ هغې ته ووایی: مينه درسره لرم او وښاياست چې څومره درته جذابه ده
۲۹ هغه څه موچې دميرمنې د ښايست او آرامۍ سبب کيږي په خوله ورته ووایی. په ياد ولرئ چې واده ماتونکی دی هميشه څارنې ته اړتيالري
۳۰ له ژوند نه همدا اوس خوند واخلئ. د نامعلومې راتلونکې اوتير وخت تلف مه کوئ. هغه څه چې لرئ ښه ډير خوندترې واخلئ، ژوند له هغه هم لنډ دی چې فکر يې کوئ