لیکنه: ضیاءالحق سیند
مخکې له دې چې د قافیې ډولونه وپېژنو اړینه به وي ، چې په قافیه ، د قافیو په کلیمو ، دور ، مصرع بیت ، غیر مصرع بیت او ردیف لږ څه را تم شو.
الف قافیه:
چې پښتو کې ورته پښېله وایه ،د عربو په اصطلاح کې وروسته شا څټ او ورپسې تلونکي ته وایي، او په اصطلاح کې هغه پوهنه ده ، چې د بیتونو د دورونو د پای دکلیمو له همغږیو څخه بحث کوي.
۲ : ۹
ب د قافیې کلیمې:
هغه کلیمې چې د دورونو په پای کې لازمه هم اهنګي ولري د قافیې کلیمې یې بولي.
لکه په لاندې بیت کې:
صورتګر چې ښه صورت په دېوال ساز کا
کل عالم یې په صفت زبان دراز کا
۳: ۱
دا پورته بیت چې د خوشال د یو غزل مطلع ده ، ساز او دراز چې د دورونو په وروستې برخه کې یو ډول هماهنګي لري همدې هماهنګو کلیمو ته د قافیې کلیمې وایي.
ج دور:
دور په لغت کې ګردش ، دوران او څرخیدنې ته وایي او په اصطلاح کې د بیت له پیل نه د لومړۍ هم اهنګۍ تر پایه پورې یو دور بلل کيږي.
په اختر په جمعه څه غرض زما
زه مجنون یم سر نیولی په صحرا
۳: ۳
دا پورته بیت چې د خوشال خان د یو غزل مطلع ده، زما او صحرا پکې د قافیې کلیمې دي د لومړنې مسرې د شروع نه تر (زما) د کلیمې پورې یو دور او دوهمې مسرې د پيل نه تر (صحرا) پورې بل دی.
د مصرع بیت:
هغه بیت چې په دواړو مسرو کې یې قافیه مراعات شوي وي مصرع بیت ګڼل کیږي.
تا وې چې غم مه کړه نور زه ستا یم ته زما
زه خو دې ژوندی کړم که دروغ کړې که رښتیا
۳: ۴
دا پورته بیت چې خوشال خټک د یوې غزلې مطلع ده، چې د همدې بیت په لومړنې مسره کې (زما) او دوهمه مسره کې (رښتیا) د قافیې کلیمې دي نو څرنګه چې د بیت په دواړو مسرو کې قافیه مراعات شوې ده نو بیت مصرع بیت دی.
هـ غیر مصرع بیت:
هغه بیت چې په یوه مصرع کې یې قافیه مراعات شوي وي غیر مصرع بیت ګڼل کیږي.
چې مې ولیدې دا تورې سترګې ستا
زه به نه کړم هیرې نورې سترګې ستا
یا د باز یا د طاوس یا شاهین دي
یا د تور هوسي که ګورې سترګې ستا
۳: ۸
دا پورته دوه بیتونه د خوشال د یو غزل دوه لومړني بیتونه دي، چې په لومړني بیت کې (تورې ، نورې) د قافیې کلیمې دي ، او د دوهم بیت په دوهمه مسره کې (ګورې) یوه د قافیې کلیمه راوړل شوې چې په دې ترتیب لومړنی بیت مصرع چې په دواړو مسرو کې یې قافیه مراعت شوې او دوهم بیت غیر مصرع دی ځکه چې یوازې یوه مسره کې یې قافیه مراعات شوې ده.
و ـ ردیف:
ردیف په لغت کې دوپوشته ، د چا تر شا دویم سور، تر څټ ، او غبرګو سورو ته وایي، او د قافیې د علم په اصطلاح کې هماغه هم شکله ، هم وزنه او هم مانا کلېمې دي ، چې په ټولو بیتونو کې تکراریږي.
لکه د خوشحال د یو غزل په مطلع کې:
نشته په دا شهر څوک چې نه دی خریدار ستا
څرنګه ډیر تود دی چې مې ولیده بازار ستا
۳: ۲۱
په دا پورته بیت کې چې (خریداراو بازار) د قافیې کلیمې دي او (ستا، ستا) یې ردیف دی چې هم وزنه، هم مانا او هم شکله د قافیې د کلیمو نه وروسته تکرار راوړل شوی دی.
دا هغه مهال چې پر قافیه ، د قافیې په کلیمه ، دور ، مصرع بیت ، غیر مصرع بیت او ردیف وپوهېدو اوس به خپلې اصلي موضوع ته چې د قافیې ډولونه دي ، راشو.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د قافیې ډولونه :
قافیه د روي او تر روي د مخکې څلورو تورو او ترې د را وروسته څلورو تورو د حالاتو له مخې په بیلا بیلو ډولونو ویشل کیږي چې هغه د قافیې ډولونه بولي، زه به اوس د قافیې ټول ډولونه د خوشال په بېلا بېلو ټاکل شوي ، غزلونو کې تر څېژنې لاندې ونیسم.
قافیه په عمومي ډول د مراعات له مخې په دوه ډوله ده:
۸: ۲۸
۱ حکمي قافیه:
دا ډول قافیه عمومآ په لنډیو کې مراعات کیږي، چې د هرې لنډۍ په پای کې باید( ه ، مه ، او نه ) اهنګ راشي.
لکه په لاندې لنډۍ کې:
زما جانان ملي بیرغ دی
شوندې یې سرې سترګې یې تورې شنه خالونه
لکه څنګه چې د دې لنډۍ په پای کې ( نه ) اهنګ راغلی ، همدې اهنګ ته حکمي قافیه وایي.
یادونه: لکه څنګه چې زما د پایلیک موضوع د خوشال په غزلو کې د قافیې ډولونه دي ، خو دا پورته ډول قافیه یوازې په لنډیو کې وي نو ځکه مې د یوې لنډۍ راوړل اړین وبلل.
۱ حقیقي قافیه:
دا هغه ډول قافیه ده چې د نظم په دواړو نیم بیتیو کې داسې کلیمې راغلي وي چې لازمه هماهنګي ولري.
حقیقي قافیه د قافیو د کلیمو د مراعات له مخې په دوه ډوله ده:
۸ : ۲۸
الف یوستوې قافیه:
یوستوې قافیه هغې قافیې ته ویل کیږي ، چې د بیت یا نظم په یوه مسره کې یوازې یوه قافیه راوړل شوي وي او بس.
لکه په لاندې غزل کې:
که په هند کې نشته سپینه
هوسۍ سترګې مه جبینه
خدایه تا و ماته راکړې
یوه سبزه نمکینه
په دوو زلفو عنبر پاشه
په دوو شونډو شکرینه
چې هر ځای وته یې ګورم
ښایسته کښلې مهینه
خود نمایه خود ارایه
خود پسنده نازنینه
هوسناکه ښیوه ګره
شوخه شنګه، دل سنګینه
د یارۍ په علم پوهه
سخندانه نکته چینه
ورځ و شپه کا ځنې چارې
په خوشال د کښلیو مینه
۳:۱۶۵
دا پورته غزل چې د خوشال خان خټک دی په ترتیب سره یې:سپینه ، مه جبینه ، نمکینه ، شکرینه ، مهینه ، نازنینه ، سنګینه ،نکته چینه او مینه د قافیو کلیمې دي ،چې هماهنګه برخه یې ( ن، ه ) ده چې (ن) یې روي او ( ه ) یې وصل دی.په هغو مسرو کې چې د قافیو راوړنه اړینه ده ، یوه یوه قافیه په پام کې نیول شوی ده، نو ځکه یې یوستوې قافیه بولي.
ب غبرګه قافیه:
دا هغه ډول قافیه ده چې د بیت یا نظم په هغه مسرو کې چې قافیه راوړل کیږي دوه بیلا بیلې قافیې مراعات شوي وي، چې همدا د یوستوې قافې خلاف کار دی.
ډیره ښه بیلګه یې د خوشال خان خټک په لاندې غزل کې لیدلی شو:
مست یم، می پرست یم، رندي کړمه، کړمه، کړم
واوره محتسبه باده خورمه، خورمه، خورم
نور شراب مې واړه نور عالم وته بخښلي
لام و بې مې می دي پسې مرمه، مرمه، مرم
موړ به ځینې نشم، زه د میو مستسقي یم
تل که هسې ډکې پیالې څښمه، څښمه، څښم
لار د محبت ده، تل به روغ سلامت نه یم
زه چې په دا هسې لارې تلمه، تلمه، تلم
څه وایې و ماته حال دې څه و په هجران کې
نور خبردار نه یم، په زړه سومه، سومه، سوم
خلک راته وایي رنګ دې بیا زیړ شو عاشق شوې
هیڅ منکري نه کړم،خلکه، شومه، شومه، شوم
زه په عاشقۍ هسې نه یم، چې پند اورم
هیڅ نه یې ناصحه د زړه کړمه، کړمه، کړم
دود د عاشق دا دی چې په عشق کې ملامت وړي
ځکه زه خوشال ملامت وړمه، وړمه، وړم
۳ : ۹۳
دا پورته غزل چې د خوشال خان غزل دی چې په هره مسره کې یې دوه دوه قافیې په پام کې نیول شوي چې اوله ډله قافیه یې (کړمه ، خورمه ، مرمه ، څښمه ، تلمه ، سومه ، شومه ، کړمه ، وړمه) دي بله ډله یې د (کړم ، خورم ، مرم ، څښم ، تلم ، سوم ، شوم ، کړم) د قافیې کلیمې دي چې دا رنګه په هره مسره کې چې د یو څخه زیاتې دوه یا څو قافیې راوړل شي ، نو دارنګه قافیه غبرګه قافیه بوله شي.
همدا رنګه یوستوی قافیه هم په دوه ډوله ده، چې یوه یې مفرده او بله یې مرکبه باله شي.
۱ مفرده قافیه:
دا هغه ډول قافیه ده چې هماهنګه برخه یې یوازې یو توری وي، او همدا روي ګڼل کیږي.
لکه په لاندې غزل کې :
نور به مخ په ایینه برابر نه کړم
نه به دواړه سترګې تورې په رانجه کړم
نه به سپين لاسونه سره کړم په نکریزو
نه به نور په ږمنځ ساز د سر ویښته کړم
نه به ماتې ماتې څڼې په مخ پریږدم
نه به لاندې باندې لب په پاڼو سره کړم
چې د مینې یارمې نشته چې مې ګوري
د صورت سینګار و کوم یوه ته وکړم
درست صورت مې سرې لمبې شني ډډوزې
چې د خپل مین د مینې راز تر زړه کړم
که ژوندون تر هرڅه خوږ دی په جهان کې
اوس بې یاره په ما تریخ شو زه یې څه کړم
هغه یار چې چيرته دی خوشال دې اوسي
دی دې خپله خوشالي کا، غم به زه کړم
۳ :۹۳
دا پورته غزل چې د خوشال خان خټک دی، نه ، رانجه ، ویښته ، سره ، ته ، زړه ، څه او زه یې د قافیې کلیمې دي هماهنګه برخه یې یوازې یو توری ( ه ) دی، چې روي یې بولي نو ځکه یې یوستوې قافیه بولي.
۲ مرکبه قافیه:
دا هغه ډول قافیه ده چې هماهنګه برخه یې د یو توري څخه زیات (دوه یا څو توري) وي .
لکه د خوشال په لاندې غزل کې :
هله مخ را ته ښکاره کړه دیوانه شوم
په همه واړه عالم کې افسانه شوم
لا مې ستا د مخ چراغ لیدلی نه و
زه زړه سوی لا هاله پرې پروانه شوم
اشنایي دې له غمونو نه وه غم وه
چې دا هسې له ښادیې بیګانه شوم
ستا د زلفو دام مې ولیده په لارې
له مسجده نه مقیم په بتخانه شوم
ستا د زلفو د زنځیر هوس مې وکړ
نه چې زه له بې عقلیې دیوانه شوم
اغزین دې د بڼو نه و بلا و
چې په ځان او زړه یې هسې نښانه شوم
زه چې تل د لیونیو په شماره وم
بیا له کومه په ساعت کې فرزانه شوم
زه خوشال هم بې نظیر یم په عالم کې
چې مین په بې نظیرې جانانه شوم
۳ : ۹۴
د خوشال خان خټک په دې غزل کې دیوانه، افسانه، پروانه، بیګانه، بتخانه، دیوانه، نښانه، فرزانه او جانانه د قافیې کلیمې دي چې هماهنګه برخه یې ( الف، ن، ه ) دی (الف) اوږد واول ردف ( ن ) روي او ( ه ) یې وصل دی چې د هماهنګې برخې توري د یوه څخه زیات (درې توري) راغلي نو ځکه یې مرکبه قافیه بولي.
مرکبه قافیه هم په څلور ډولونو ویشل شوې ده:
الف مردفه قافیه ب مقیده قافیه ج موسسه قافیه د موصله قافیه
دا پورته د قافیې ټول ډولونه به د خوشال په غزلو کې په ترتیب سره وښودل شي:
۱ مردفه قافیه:
دا هغه ډول قافیې ته ویل کیږي چې هماهنګه برخه یې په اوږد خپلواک غږ پیل شوې وي خو چې وروسته ترې متحد متصل توری یا توري راغلي وي. لکه د خوشال په لاندې غزل کې :
چې په خوب شم ستا له خیاله سره خواب کړم
چې بیدار شم د مخ سود دې په افتاب کړم
چې مې ستا د خولو بوی تر سپږمو تېر شو
نور به څه مینه په مشک او په ګلاب کړم
بې نصیبه لیدل نه مسیر کیږي
په لیدو پسې که هر څو اضطراب کړم
ښه لیدل یې په مثال اب حیات دي
دا تشنه خاطر به کله پرې سیراب کړم
په دشنام مې کله کله سرفراز کړه
هغه دم چې د سوال طمع په ځواب کړم
ما ته څه وایې چې چا هسې خراب کړې
چې د حال پوښتنه نه کړې تا خراب کړم
ما ته مه وایه چې ولې پیچ و تاب شوې
ستا دې تورو زلفو هسې پیچ و تاب کړم
چې له مخه دې پلو واخیست ، لمبه شوې
بېچاره خوشال دې درست سره کباب کړم
۳ : ۸۱
دا پورته غزل چې د خوشال خان خټک دې ،چې: خواب، افتاب، ګلاب، اضطراب، سېراب، ځواب، خراب، تاب او کباب پکې د قافیې کلیمې دي ،چې هماهنکه برخه یې(الف، ب) ده ،الف اوږد واول چې هماهنګي پرې پیل شوې ده ردف او ب یې روي ده چې له ردف څخه وروسته راغلی ده، نو دا ډول قافیه چې د ردف توری پکې راغلی وي مردفه قافیه ګڼل کیږي.
۲ مقیده قافیه:
دا هغه ډول قافیه ده چې هماهنګه برخه یې یوازې دوه څنګ په څنګ بیواک او بې حرکته غږونه(توري) وي، لومړنی بیواک بې حرکته توری قید او دوهم یې روي باله شي.
لکه په لاندې غزل کې:
د خاطر مې له اندوهه نه څه ننګ دی
که مې زده چې د ښادۍ ساعت یو درنګ دی
لا مې یو خدنګ له زړه وتلی نه دی
بیا زما په زړه نوبت د بل خدنګ دی
هر سهر به مه له ورایه تیغ وکښلی
خول په سر ایښی راځي په نیت د جنګ دی
تر چشمانومې اوره ګڼه بې نمه
تر محنت پورې مې غر لکه لا سنګ دی
په خروار عیشرت کاندي وګړي
خو زما د زړه په بخره عیش تنګ دی
ما د زړه په سترګو رنګ د زړګي وکوت
همګي د غم په سرو وینو کې رنګ دی
دا اسمان چې پاس په سر باندې څرخیږي
په چا چتر مرصع په چا پلنګ دی
د دنیا په لویۍ څه باور خوشاله
پرون دور د خرم نن د اورنګ دی
۳: ۲۲۵
دا پورته غزل چې د خوشال خان خټک دی، ننګ ، درنګ ، خدنګ ، جنګ ، سنګ ، تنګ ، رنګ ، پلنګ او اورنګ یې د قافیې کلېمې دي چې هماهنګه برخه یې (ن ،ګ) ده چې دواړه بیواک ، بې حرکته توري دي ، نو (ن) قید او (ګ) یې روي دی.
۳ موسسه قافیه:
هغې قافیې ته وایي چې هماهنګه برخه یې په خپلواک الف پیل شي وروسته ترې دخیل توری یا توري راغلي وي او د دخیل تورو وروسته نور هماهنګ توری یا توري راغلي وي ، لومړنی خپلواک الف د تاسیس الف د تاسیس الف نه وروسته توري دخیل(مغایر) توري او تر دخیل تورو وروسته همانګ توری روي باله شي.
لکه په لاندې غزل کې :
اور یې ولګي په خونه چې عاشق شي
کور یې خور لکه د قیس او د وامق شي
یوه زړه لره یوه مینه کافي ده
څوک چې ډیرې مینې کړي د غم لایق شي
د مجنون له حاله څه وایم چې څه دی
په ژوندیو کې به کوم تر ما فایق شي
ډیر عالم د مینې لاف وهي په ژبه
مرد هغه د چې په دې لافو کې صادق شي
چې یې لار د خولې یوه د زړه وي بله
یوه خدایه مخ دې تور د منافق شي
د راحت په وخت هزار هزار یاران وي
د محنت په وخت کې یو یو موافق شي
د نیمګړو طبیبانو ادراک نشته
د خوشال د رنځ علاج به په حاذق شي
۳: ۲۵۰
دا پورته غزل چې د خوشال خان دی، په همدې غزل کې عاشق، وامق، لایق، فایق، صادق، منافق، موافق او حاذق د قافیې کلیمې دي چې هماهنګه برخه یې په تاسیس (الف) پیل شوی او ورپسې مغایر توري (ش، م، ی، ی، د، ف، ف، ذ) راغلي او مغایر تورو پسې روي ( ق ) راغلی چې همدې ډول قافیې ته موسسه قافیه وایي.
۴ موصله قافیه:
موصله قافیه هغې قافیې ته وایي چې په هماهنګه برخه کې یې تر روي وروسته یو یا څو هماهنګ توري راغلي وي، چې همدا توري بیا په ترتیب سره وصل ، خروج ، مزید او که تر هغه وروسته هر څو توري راغلي وي ټول نایر باله شي.
لکه د خوشال په لاندې غزل کې :
پرې غوغا کاڼئ بلبلو
تل به وخت نه وي د ګلو
دا ګلونه مسافر دي
کال به تیر کا په راتللو
ستا په مخ به یې نوشمه
ساقي مهر کړه د ملو
ځایګي دې وویشتلم
که خطا یې په ویشتلو
که صورت ژغورې له غمه
سترګې نیسه له کتلو
دا د مهر ویل پرېږده
زه دې خوښ یم په ښکنځلو
ما وی څو مې به لا سوځې
په خندا یې وی تر تلو
نه باز نه به شهند شم
نه به راشې په منګولو
وعده درسته کړه خوله راکړه
خوشال نه دی د غولولو
۳: ۱۰۵
دا پورته غزل چې د خوشال خان خټک دی :بلبلو ، ګلو ،راتللو ، ملو ، ویشتلو ، کتلو ، ښکنځلو ، تلو ، منګولو او غولولو یې د قافیې کلیمې دي چې هماهنګه برخه یې ( ل، و) دی ، (ل) یې روي (و) یې وصل دی نو څنګه چې د قافیې په هماهنګه برخه کې تر روي وروسته بل توری(و) چې وصل دی راغلی نو ځکه یې موصله قافیه ګڼي.
په دې باید هم وپوهیږو چې قافیه د روي د توري د حرکت او سکون له مخې په دوه ډوله ده ، مطلقه (ازاده) قافیه او مقیده (تړلې) قافیه
۵: ۲۵
۱ مطلقه (ازاده) قافیه:
هغه قافیه ده چې روي پکې متحرک (خوځنده) وي مطلقه قافیه یې ګڼي او دې ډول قافیې ته موصله قافیه هم وایي؛
۲: ۵۸
لکه په لاندې غزل کې:
چې دا هسې ښایسته یې زیړه ګله
ځکه تا په ځان پیدا کړله بلبله
چې یې طور ستا د تورو زلفو واخیست
ځکه بوی د مهر نه ځي له سنبله
د لبانو بوسه بیا ورکړه مشتاق ته
چې مستي یې لا اثر وکا تر مله
چې په پټو سترګو ناست لیدل د یار کړم
خلق څه خبر له هسې رنګه شخوله
راشه خپل وژلي ګوره په خپل وره کې
په غمزو ، په خرخشو ، په تغافیله
چې د خلقو له نظره دې امان وي
همیشه درباندې لولم څلور قله
لکه یار را سره و، په هغه شان دی
ښه چې بیا دې مخ توری وشو چغله
لا به کله سر زما په غیږ کې کښېږدې
چې د مښکو بوی دې درومي له کاکله
څوک چې صبر ستا له مخه را ته وایي
زما څه غرض له صبر و تحمله
درست عالم دې په خوشال باندې غوغا کا
باز پروا کا د کارګانو له غلغله
۳: ۱۵۲
په دا پورته غزل چې د خوشال خټک دی، او ګله ، بلبله ، سنبله ، مله ، شخوله ، تغافیله ، قله ، چغله ، کاکله ، تحمله ، او غلغله یې په ترتیب سره د قافیې کلیمې دي چې هماهنګه برخه یې (ل ، ه) ده، (ل) یې روي او (ه) یې وصل دی، څرنګه چې د روي توری( ل ) چې د ( ه ) توري په واسطه متحرکه شوی یعنې حرکت یې موندلی دی نو ځکه یې مطلقه(ازاده) قافیه نوموي.
۲ مقیده (تړلې) قافیه:
د هغه ډول قافیه ده چې د قافیو په کلېمو کې د روي توری تړلی (مقید) راغلی وي.
لکه په لاندې غزل کې:
ستا له چمه به وانه وړي عاشقان ستا
که هر څو تېره دندان لري سګان ستا
چې قدم له تا نه اخلم زړه مې نه شي
پا بسته یم د زلفینو په ریسمان ستا
ته لا اوس لکه غونچه په غوړیدو یې
د ښایست خبرې لاړې په جهان ستا
په ښایست د ښایسته یوسف ثاني یې
په دوه کونه ښه دیدن دی رایګان ستا
په جهان که تر مرګه ګران څه نشته
زه تر مرګه لا بتر ګڼم هجران ستا
زه به نوم د سلطانیه باندې کښېږدم
که تش نوم د خوشال تېر شي په زبان ستا
۳ :۲۳
دا پورته د خوشال خان په غزل کې چې : عاشقان ، سګان ، ریسمان ، جهان ، رایګان ، هجران او زبان د قافیې کلیمې دي چې هماهنګه برخه یې (الف، ن) دی.
الف چې اوږد واول هماهنګي پرې پیل شوې ردف او ن یې روي دی ،څرنګه چې د روي توری(ن) حرکت نه لري نو ځکه یې مقیده(تړلې) قافیه ګڼي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اخځلیکونه
۱ بارکزی، محمد ظاهر، ژباړنه: ادبي فنون، پیښور،خاور خپرندویه ټولنه ، ۱۳۸۸ ل
۲ حقپال ، محمداجان ، قافیه پوهنه، کابل، د کابل پوهنتون مطبعه، ۱۳۸۹ ل
۳ خټک ، خوشحال خان ، کلیات، کابل ، دانش خپرندویه ټولنه ، ۱۳۹۱ ل
۴ زیور، زیورالدین، د پښتو ادبیاتو تاریخ اوسنۍ دوره ، ننګرهار، مومند خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۹ ل
۵ سمندر، سمندر خان ، قافیه ، پیښور : یونیورسټي بک ایجنسي . کابلۍ ګیټ، ۱۳۷۲ س
۶ غوربندی، میراجان، نړۍ ادبیات، کابل، جهان دانش خپرندویه ټولنه ،۱۳۸۸ ل
۷ همکار، محمد ابراهیم، بیان ، جلال اباد، مومند خپرندویه ټولنه ، ۱۳۸۹ ل
۸ همکار، محمد ابراهیم، قافیې فن، جلال اباد، مومند خپرندویه ټولنه ، ۱۳۸۷ ل
پای.