لیکنه: پوهیالی سیداصغر هاشمي
قصیده د شرقي شاعرۍ یو له مهمو ژانرونوڅخه ده، چې له عربي ژبې نه فارسي او له فارسي نه پښتو خپله کړې ده.
د پښتو ژبې پلار خوشحال خان خټک د عروضي ډولونو ټول ځیلونه په خپلو اشعارو کې وکارول، چې د قصیدو د تعداد په اړه یې لوی استاد پوهاند عبدالحی حبیبي صاحب وایي: د خوشحال خان ټولې قصیدې ۵۲ دي، حبیبي صاحب د خان بابا ځینې قصیدو ته غزل وزمه قصیدې ویلي دي، که چېرې دا روښانه شي، چې د بابا غزل وزمه قصیدې غزلې او که قصیدې دي، د خوشخال د قصایدو په تعداد کې به حتما توپیر راځي.
خوشحال پیژندنې، ۱۷۷ مخ کې هم راغلي دي: د دیوان بله غټه برخه د قصیدو ده، د خان ټولې ۵۲ قصیدې په کلیاتو کې موجودې دي.
د خوشحال کلیات په سرېزه کې وایي: د خوشحال ټولې قصیدې ۵۲ دي، ځینو نورو لیکوالانو هم د خان بابا قصیدې ۵۲ ښودلي دي.
یوه مشهوره خبره ده، چې په یو وخت کې (ارسطو) د خپل استاد(افلاطون) پر نظریه باندې انتقاد وکړ. چا ورته وویل چې ایا ته د خپل ښوونکي احترام نه کوي، چې پر هغه باندې دې انتقاد وکړ؟ ارسطو یې په ځواب کې وویل : افلاطون راباندې ګران دی، مګر حقیقت له ده څخه زیات راباندې ګران دی.
په منځنیو پیړیو کې ارسطو دومره شهرت ګټلی و، چې اکثرې مناقشې به دده د نظریاتو په وسیله حل کیدې. د رنسانس تر دورې پورې د ارسطو نظریې د کاڼي د کرښې په شان ګڼل کیدې. نامتو انګلیسي فیلسوف برتراندرسل لیکي: د ارسطو په عقیده د ښځو غاښونه د سړو تر غاښونو کم دي که څه هم ده دوه واره واده کړي وه، مګر ده هیڅکله زیار ونه ایسته چې دغه دعوا د خپلو ښځو د غاښونو په ګڼلو سره ثابته کړي.
فرانس بیکن وایي چې یو وخت علما راغونډ شوي وو د اس دغاښونو پر شمېر باندې بحث کاوه. دوی ټول پخواني کتابونه لټ په لټ راواړول چې د اس د غاښونو شمېر ځانته معلوم کړي. ډېرې ورځې غونډې وشوې، علماوو ګومان کاوه چې په کتابونو کې هر شی پیدا کېږي، حتما به په کتابونو کې راغلي وي.
بحثونه روان وو او کتابونه تر مطالعې لاندې نیول شوي وو، چې په دي وخت کې یو شاګرد بې حوصلې شو او ویې ویل راځئ د اس خوله پورته کړو او غاښونه یې وشمېرو، علماوو ته ډېر قهر ورغی او ګومان یې کاوه چې د دغه شاګرد اعصاب خراب شوي دي، خو د شاګرد نظر د تایید وړ دی.
له پورتنیو توضیحاتو څخه معلومیږي، چې هر سړی د نظر ورکولو حق لري او حبیبي صاحب هم په پښتو ادب تاریخ کې له نورو خلکو غوښتې ده ، چې د تحقیق په برخې کې هلې ځلې وکړي.
حبيبي صاحب او ځينو نورو خوشحال پېژندونکيو د خان بابا ځينې قصيدو ته غزل وزمه قصيدې ويلې دي.
دې قصيدو ته غزلې او که قصيدې ووايو، ښاغليو پوهانو هم دغه خبره نه ده ښکاره کړې، د دوى په فکر که چېرې د قصيدې منځپانګه، محتوا او ځمکه غنايي وي دې ته يې غزل وزمه قصيدې ويلي دي دا چې ځينو پوهانو د خان بابا قصیدې ٥٢ ښودلي دي، دوى خوله په خوله دغه تعداد ديو نه بل کتاب کې ښودلى دى، خو زما په نظر د خان بابا قصیدې ٥٢ نه زياتې دي دا چې د قصيدې په پېژندنې کې بايد کوم توکي په نظر کې ونيول شي دا ټول ما دقيق وکتل او دې نتیجې ته ورسېدم ، چې د بابا قصیدې له ۵۲زياتې دي.
هغو پوهانو چې د بابا ځينو قصیدو ته غزل وزمه قصيدې ويلي دي، هغه بايد په قصيدو کې وشمېر ل شي، ځکه چې بابا د قصیدو بريد مات کړ، کومې قصيدې چې د جاهليت په زمانې کې په ارادي ډول د خرڅون او کره کتنې لپاره ليکل کېدې او يا د فارسي دري ژبې تمهيديه قصيدې چې په دربارونو کې د مال، دولت، جاه او جلال او د چاپلوسۍ لپاره ويل کېدې او زياتره قصيدې به د ستاينې او مدحې لپاره وې خو بابا خطابيه قصيدې خپل اوج ته ورسولې اوپه غير ارادي او ناشعوري ډول يې د قصيدې په ځېل کې اخلاقي، اجتماعي، سياسي، غنايي، رزمي او نور مسايل راوړه، ما د بابا ټولې قصيدې ولوستې او هر ډول منځپانګې د دې په قصايدو کې شته، نو د پورته دلايلو په نظر کې نيولو سره د بابا د غزل وزمه قصيدو جوړښت، د بيتونو شمېر، قافيې او په ځينو قصیدو کې رديفونه په دې دلالت کوي چې دا قصيدې دي.