لیکنه: پوهنیار سیداصغر هاشمي
د سیدجمال الدین افغان پوهنتون د کادر غړی
خوشحال خټک یو ماهر طبیب اوحکیم و او د طب او حکمت په میدان کې یې ډیرې د عقل او پوهې نه ډکې خبرې کړې.طب دخوشحال کسب نه و او نه د طب عمومي استعمال ته یې دومره وخت درلود خوطب په هغه زمانه کې د علم او ادب یوه حصه وه او د ضرورت مطابق دغه علم ضروري وو.
د روغتیا په برخه کې اصلاًدده تجربه د الوتونکوپه برخه کې وه خوپه انساني طب کې یې هم تجربې درلودې.
طب نامه دخوشحال خټک منظوم اثر دی،لکه څنګه چې له نامه یې څرګنده ده په دې کتاب کې دځینې مرضونودعلاج لپاره یې درمل پکې ښودلي دي.
خوشحال خان خټک په منظم او سیستماتیک ډول زده کړې کړې نه وې خو د دوو استادانو شاه اویس ملتاني او سیالګوټي صاحب نومونه په ځینو ادبي څېړنو کې یاد شوي دي.
بابا د خپل وخت د فارسي، عربي او داسې نورو ژبو مطالعه درلوده نو له همدې امله د ده په ویناوو کې د معنا له مخې د فارسي ژبې شاعرانو مولانا جلال الدین بلخي، سعدي، سنایي او داسې نورو د ویناوو څرکونه لیدل کېږي.
همدارنګه د عربي ژبې ځینې منظومې ژباړې په دې لالت کوي چې په عربي ژبې د ویلو او پوهیدلوپوره صلاحیت یې درلوده.
په دستارنامه کې ځای ځای یې د خپلو خبرو د تایید لپاره د فارسي ژبې شعرونه، عربي مقولې، قراني ایاتونه او احادیث راوړي دي.
په ځینو آثارو کې خان بابا د فیلسوف په نامه یاد شوی دی، چې د ده د مطالعاتو نه وروسته زباد ته رسولی شوچې خان رښتیا هم فیلسوف وه. د اسلام نه مخکې په لرغونې زمانې په مصر او یونان کې هغه چاته دا لقب ورکول کېده چې د نړۍ د اکثرو علومو او فنونو نه به یې مطالعه درلوده. په هغه وخت کې ټول علوم د کل په ډول د یوې ونې د ډډ حیثیت یې درلودخو د وخت په تیریدلوعلوم تقسیم بندي شول او ورځ تر بلې علوم د پرمختګ په حال کې دي.
خوشحال بابا هم د خپل وخت د اکثرو علومو مطالعه یې درلوده چې د ده په منظومو اثارو کې په طب نامې خپلې خبرې پیل کوم.
طب نامه د بابا منظوم طبي اثر دی. خوشحال د نوروزده کړو تر څنګ په منظم ډول طب هم نه دی لوستي خو د خپل وخت د طبي اثارو مطالعه یې درلوده.
د ده په طب نامه کې د ځینو طبي اثارو یادونه شوې ده، او دا زباد ته رسوي چې بابا حتما دغه اثار لیدلي او ویلي دي. په کلیاتو کې یې راغلي دي:
د نزول علت بلا دی
د چا مه شه لا دوا دی
ما یو نقل اوریدلی
په شفاعلیل کې کښلی
هغه نقل درته کښمه
زه په خپله نه وایمه
دطب نامې پورته منظومې ویناکې د (شفاعلیل) ذکر راغلی دی، دا اثر د خپل وخت مشهورطبي اثر دی او له پورته ذکر شوي شعر نه ثابتولای شو چې خان پورته اثر لوستی دی.همدارنګه وایي:
خو پرهیز دې پرې ډېر سخت وي
رز به روغ شي که دې بخت وي
په لوی طب کې مې لیدلی
بیا په خود مې ازمویلی
په پورته شعر کې د(لوی طب) نه هدف طبی اثر دی. امکان لري چې دا دی د بل اثر نوم وي او دا هم کیدای شي چې دا دې د کوم اثر نوم وي.
په نړۍ کې له خوشحال مخکې ډېر لوی لوی طبي ډاکتران تیر شوي دي چې له دوی ابو علی حسین ابن عبدالله ابن سیناپه ۹۸۰ کال کې زیږدلی دی. دی د طب او فلسفې لوی عالم تیر شوي دی او د طب په برخه کې یې د (القانون) اثر یو ادبي شهکار بللی شو.
دا کتاب د لویدیځ په پوهنتونونو کې تر ۱۷ پیړۍ پورې او هم د هند به نیمه وچه کې تر ۲۰ پیړۍ پورې د طبي زده کړو د رسمي پروګرامو جز و.
خوشحال د طب نامې په یوه نسخه کې د رفرنس په ډول د القانون کتاب یادونه کوي او هدف یې دا دی چې دغه وینا مې له القانون نه اخیستې ده او وايي:
که سړی په صورت زوړ شي
هم خشکي لري هم سوړ شي
ادویه یې د اضداد کړه
فهم عقل هلته زباد کړه
کلیه ده ښه موزونه
ماده کښلې له قانونه
په طب نامه کې ځینې داسې روغتیایي ویناوې هم شته چې د معنا له مخې د ابن سینا له طبې نظریاتو او افکارو سره یې پرتله کولای شو.
د ابن سینا په طبي تحقیقاتي ویناوو کې کله کله د سر له ناروغیو پیل کوي او په پښو يې پای ته رسوي چې د خوشحال په ویناوو کې هم داسې خبرې شته دي. امکان لري چې خان به د ابن سینا د کتابونو مطالعه هم درلوده. ( وردک، ۱۸۳ـ۱۸۵ مخونه)
د طب په ډولونوکې خوشحال د یوناني طب ډیره مطالعه درلوده خو که چېرې یې خبرې د نننیو عصري طبي څېړنو سره پرتله کړو، هم یې خبرې تاییدولای شو.
خوشحال د دینې علومو مطالعه هم درلوده او د ده اکثره لیکنې په دې دلالت کوي، که فضل نامه یې مطالعه کړونو زما دغه خبره به زباد ته ورسیږي.
غواړم قران او احادیثوکې طبي لارښوونې له عصري طب او د خوشحال بابا د طب نامې سره پرتله کړم او دا زباد ته ورسوم چې د خان طب نامه له نوي عصري ویناوو سره په ځینو برخو کې مقایسه کولای شواو همدارنګه یې ویناوې د قراني ایتونو او احادیثو سره هم پرتله کولای شو.
د کب ګټې:په غذاګانوکې د ماهي د غوښې يادونه د الله تعالی په سپېڅلي کتاب کې قرآن کريم کې شوې ده:
(اُحِلَّ لَكُمْ صَيْدُ الْبَحْرِ وَطَعَامُهٗ مَتَاعًا لَّكُمْ وَلِلسَّيَّارَةِ ۚ)(المائده: ۹۶)
ژباړه: ستاسې لپاره د سيندښکار او د هغه طعام حلال وګرځول شو، تاسې او مسافران له هغو نه ګټه واخلئ.
همدارنګه د قرآن کريم بل ايات دی:
(وَهُوَ الَّذِيْ سَخَّرَ الْبَحْرَ لِتَاْكُلُوْا مِنْهُ لَحْمًا طَرِيًّا)( النحل: ۱۴)
ژباړه: او الله تعالی هغه ذات دی چې سينديې ستاسې لپاره مسخرکړ، چې د کبانو له تازه غوښې نه ګټه واخلئ.
خوشحال بابادینې مطالعه درلوده او د ده په شعرونو کې تصوفي، عرفاني، دینې او مذهبي خبرې ډېرې لیدل کېږي نو له همدې امله د ده ځینې ویناوې له قران کریم سره هم اړیکې لري. په طب نامه کې ځینو شیانو یادونه کړې ده او د ماهي د خوړلو په هکله هم داسې خبرې لري چې په قران کریم کې هم راغلي دي او نوي ساینسي او طبي تحقیقات کې هم ذکر شوي دي.
د سر درد لپاره یې لارښوونه کړې ده. ماهي واخلئ له هرڅه یې پاک کړئ، کوم هډوکي یا لشې چې لري، ځینې لرې کړۍ او د کنځلو په تېلوکې یې ښه پوخ کړۍ، کله چې ماهي پوخ شي وایې خلۍاو په یو لوښي کې یې کېږدۍ ترڅوغوړي ښه ترې وڅاڅي کوم څه چې په غوړیوکې پاتې کيږي، د شیشې په واسطه ځینې ليرې کړئ ترڅوغوړي صاف شي او له هغه وروسته یې دمریض په غوږ یا پوزه کې وڅڅوۍ نو د سر درد به یې له منځه ولاړ شي.لکه چې وایې:
که تازه ماهي څوک واخلي
که روهو وي له بــــــــــهتر
اندرون یې درست خالي کا
الایــــــــــــش یې کړه بــدر
دمــــروه په پاڼو ډک شي
د ده کېده درست ځیګر
بیا یې ګېده سره کوک کا
چې مـــحکم شي لـــــروبر
دکونجد په تېل یې پوخ کړه
چې ښـــــه پوخ شي سراسر
بیا دې پوخ ماهي راواخــــلي
له روغنه ګــــــــــرم تـــر
پـه طباخ کې دې یې پریږدي
چــــې غوړي شي ترې بـــدر
بیادې صاف هـــغه غوړي کـــا
پـــه شـــیــــشه دې یې کــا در
په صماخ کې یې یوڅاڅکی
یــا پــــه پوزه کـــــــــې اندر
چـــــې د درد څښتن دا وکا
پرې ورکیږي دردِ سر
که هغه ماهي څوک وخوري
ســــــــود یې یاد لري بېشتر
ناسور یو ډول بد تکلیف دی چې د تداويي په هکله یې ستونزې موجودې وې خو د الله تعالی په فضل نوي طبي تحقیقاتود ډېرو سختو تکالیفو لپاره درملنه شونې کړې ده.
نور بیا………………..