د اروپایي ټولنې او بلجیم په کچه د “خوندي هیوادونو” (Safe Countries of Origin) لیست د دې لپاره جوړ شوی چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه په چټکۍ سره وڅېړل شي. کله چې یو هیواد پدې لیست کې شامل شي، معنی یې دا ده چې په هغه هیواد کې په عمومي ډول جګړه، تعقیب، شکنجې یا غیر انساني چلند نشته.
بلجیم د اروپایي ټولنې د کډوالۍ د نوي تړون (EU Migration Pact) یو له پیاوړو ملاتړو څخه دی. د دې پریکړې هدف دا دی چې د پناه غوښتنې په سیستم کې توازن منځته راشي، ترڅو یوازې هغه کسان ومنل شي چې واقعاً ژوند یې په خطر کې دی لکه د جګړې ځپلو هیوادونو اتباع.
بل دا چې د غیر قانوني کډوالۍ مخنیوی وشي او د هغو کسانو د هڅونې کمول چې د اقتصادي ستونزو له امله د پناه غوښتنې له لارې اروپا ته راځي.
د پناه غوښتنې د مرکزونو کې د ګڼه ګوڼې کمول، په بلجیم کې د پناه غوښتونکو د ځای پر ځای کولو مرکزونه له حده زیات ډک دي. د مراکش په څیر هیوادونو د دوسیو په ژر خلاصولو سره، د نورو مستحقو پناه غوښتونکو لپاره ځای پیدا کیږي.
سیاسي فشارونه هم یو له غټو دلیلونو څخه دی، په بلجیم کې دننه د کډوالۍ په اړه سیاسي بحثونه تاوده دي او حکومت هڅه کوي وښيي چې پر سرحدونو او د پناه غوښتنې پر پروسه کنټرول لري.
دا پریکړه د پناه غوښتنې حق په بشپړ ډول نه ختموي. هر څوک لا هم حق لري چې خپله دوسیه وړاندې کړي، مګر د هغو کسانو لپاره چې له خوندي هیوادونو څخه دي، د هغوی د منل کېدو چانس نږدې صفر ته راټیټیږي، مګر دا چې یو ډېر ځانګړی او مستند شخصي خطر ولري.
