ليکنه: براېن ټريسي
ژباړه: محمود سعيد
د خوځنده پاته کېدو لپاره تر ټولو ښه انګېزه خپل ځان ته ورکولای شو. راځئ وګورو چې خپل ذهن ته څه ډول الهام وربښلی شو.
څه ډول کولی شئ انګېزه لرونکي او الهام تر لاسه کوونکي واوسئ؟ څه ډول کولی شئ خپله لېوالتيا او او ولولې ژوندۍ وساتئ؟ په لاندې توګه په منظم ډول دې موخې ته رسېدلی شئ.
1- جدي يې وګنئ
هوډ ولرئ چې تر لوړ پوړه به ټوله لاره وهئ؛ هغه چې په اړه يې فکر کوئ. تر دې مهاله دې فکر ستاسې ذهن بوخت کړی وو خو اوس خپل ذهن په دې وګمارئ چې لوړ پوړ ته ستاسې د ژوند تر پايه ټوله لاره ووهي او دا تر ټولو غوره ځانګړنه ده.
ستاسې ژوند د يوه سيوري په شان دی چې د يوې غونډۍ په تياره اړخ کې تګ کوي؛ تر هغه مهاله چې تاسې پرېکړه کوئ چې «زه هوډ لرم؛ تر ټولو غوره کړنه تر سره کړم» او ګورئ چې ناڅاپه د لمر وړانګو ته وزئ. په دې توګه ستاسې ژوند له دې وروسته په ځانګړي ډول په زړه پورې دی.
جدي واوسئ؛ نور په سادهګۍ شاوخوا مه تاوېږئ.
2- د خپل محدوديت بريد په نښه کړئ
ستاسې د محدوديت پوړۍ کومه ده؟ د کوم مهارت سيمه ده چې تاسې شاته راکاږي؟ څرنګوالی څه دی؟ عمل څه دی؟ نور کسان وپوښتئ او ومومئ چې د لا ښهتوب لپاره څه ته اړتيا لرئ. دا هم وپلټئ چې کوم څه مو نښتي ساتي. کوم محدود او بحراني ګام دی چې ستاسې د نن بريا په ګوته کوي؟
3- د سمو کسانو په شاوخوا راوڅرخېږئ
څوک ښه کسان دي؟ ګټونکي. له مثبتو، باهدفه او پلان لرونکو کسانو سره واوسئ؛ داسې کسان چې له لوړو موخو او هيلو سره ژوند پر مخ بيايي. له عقاب سره والوزئ. هماغه شان چې زيګ زېګلر وايي: « که وغواړئ له عقاب سره الوت وکړئ ؛له فيلمرغانو سره شکارې نه شئ اچولئ.»
له منفي کسانو لرې واوسئ. له هغو زهرجنو کسانو لرې واوسئ چې تل شکايت، ګيلې او زګيروی کوي. دوی ته څوک اړتيا لري؟ ژوند ډېر لنډ دی.
4– ځان ته پاملرنه وکړئ
خپلې روغتيا ته ډېره پاملرنه وکړئ؛ په دې مانا چې ښه خواړه وخورئ او ښه سپورت تر سره کړئ. ټول پوهيږي چې دوی بايد ښه خوراک – څښاک وکړي؛ منظم کار وکړي او بشپړ ارام تر لاسه کړي. که تاسې غواړئ چې په اونۍ کې پنځه ورځې سخت کار تر سره کړئ نو بايد پنځه ورځې وختي بسترې ته ولاړ شئ.
5- خپل ځان غوره ووينئ
په خپل کار کې په پرلپسې ډول ځان ډېر غوره تر سره کوونکی وګڼئ. په ياد ولرئ چې ستاسې په ژوند کې هر پرمختګ، ستاسې د ذهن په انځورونو کې له پرمختګ سره پیليږي.
6- له خپل ځان سره ښې خبرې وکړئ
د خپل ځان د ننه خبرې اترې کنټرول کړئ او د له ځان سره د مثبتو خبرو تمرين وکړئ. څه ډول؟ وواياست:
زه تر ټولو غوره يم
زه له ځان سره مينه لرم
زه يې تر سره کولی شم
زه له خپل کار سره مينه لرم
که تاسې دا خبرې ځان ته وکړئ او باور پرې ونه لرئ نو آيا دا ځان ته درواغ ويل نه دي؟ نه، دا ځانته درواغ ويل نه دي؛ دا له وخته مخکې ځانته رښتيا ویل دي. ځکه دا مهمه نه ده چې تاسې له کومه ځايه راځئ؛ مهه دا ده چې تاسې چېرته ځئ.
ځانته هماغسې خبرې وکړئ لکه څنګه چې خپله غواړئ واوسئ؛ نه داسې چې په همدې واقع کېدونکو شېبو کې واوسئ. په ياد مو وي چې کېدای شي دا اوسنی دريځ مو تر ډېره په تصادفي ډول تر لاسه کړی وي خو دا چې په راتلونکې کې چېرته تلل غواړئ؛ ستاسې په طرحه روښانه کيږي.
7- خوځښت ته ادامه ورکړئ
تېز حرکت پیل کړئ. يو عاجل حس يوازينۍ څيز دی چې په پراختيا ورکولو يې کولئ شئ له نورو کسانو سره توپير ولرئ. د عمل لپاره يوه رقابت ته پراختيا ورکړئ. کله چې ښه نظريه مومئ؛ همدا اوس يې تر سره کړئ. که تېز حرکت پیل کړئ؛ غوره لاسته راوړنه به ولرئ. که غوره لاسته راوړنه ولرئ؛ خپل ځان به ډېر درته ګران شي. کله چې خپل ځان درته ګران شو؛ پر خپل ځان باور مو ډېريږي. کله چې پر خپل ځان باور ډېر شي؛ ځاني نظم او دسپلين مو ورسره ځواکمنيږي. په پای کې کله چې تاسې ډېر ټينګار کوئ نو په ناباورانه توګه نه ايساريدونکي ياست.