د خټین دیوال جوړولو میتودونه او دموادو ازمایښتونه . Earthen Wall Construction Methods and Material Tests
دلته د سیسمیکي ساحو لپاره د خټین دیوال جووړولو بیلابیل میتودونه ،د هغوي کتګوري ،دموادو خواص او ازمایښتونه دبحث لاندې نیول شوي.
په تاریخي لحاظ ،خاورین مواد د ودانیو په جوړولو کې له ډیرپخوا راهیسې کاریږي او د ټیټ قیمت ،ښایښت ،دتودوخې عایق آو کمې انرژۍ کارولو له امله تراوسه کاریږي.خو سره له دې هم ،خاورین مواد یو شمیر جدي نیمګړتیاوې هم لري ،د بیلګې په ډول ټیت محکمیت او د اوبو د اغیزو پروړاندې ټیټ مقاومت .
د خټین دیووال جوړولو لپاره لاندې عنوانونه د بحث لاندې نیول شوي. Following topics are covered for earthen wall construction:
o د موادو کیفیت ازمایښتونه .
o خټین دیوال جوړولو میتودونه .
o د سیسمیکي ساحو لپاره سپارښتنې .
1) د خټین دیوال جوړولو لپاره د کیفیت ازمایښتونه . Material Quality Tests for Earthen Wall Construction.
څو ازمایښتونه شته چې باید دموادو د مناسبوالي لپاره باید ترسره شي.وچ محکمیت (Dry strength) ازمایښت،د وړو درزونو (fissuring) ازمایښت ،اود adobe یا خامو خښتو د محکمیت ازمایښت هغه ازمایښتونه دی چې معمولا د خټین موادو دخواصو د مالومولو لپاره کاریږي .دا ازمایښتونه په لاندې برخو کې تشریح کیږي .
a) پر خټین موادو باندې د وچ محکمیت ازمایښت . Dry Strength Test on Earthen Material
دوچ محکمیت په ازمایښت کې د 20mm قطر لرونکي شپږ بالونه چې اته څلویښت ساعتونو لپاره وچ شوی وي د لاس د غټې ګوتې(thumb) او شهادت ګوتې(forefinger) ترمنځ نیول کیږي او ماتیږي ،که چیرې خټین دیوال تخریب نه شي نو فرض کیږي چې خټه یې کافي اندازه کلی مقدار (clay content) لري او دمناسب ساختماني موادو په توګه منل کیږي.خو سره له دې هم د وړو درزونو(small fissures) د کنترول لپاره باید د وچیدو په پروسو کې اړین ګامونه اوچت شي .
b) پرخټینو موادو د وړو درزونو کنترول ازمایښت . Fissuring Control Test on Earthen Material
د وړو درزونو کنترول ازمایښت پر اتو سانډویچ واحدونو ترسره کیږي چې د کلی او زیږه دانه شګې په کارولو له مسالې جوړوي .د خاورې او زیږه دانې شګې تناسب له 1:1 تر 1:3 پورې رنج کې وي.که چیرې سانډویچ له 48 ساعتونو وروسته کوم درزونه ونه ښودل ،نو هغه غوښتونکي خواص لري او دا ساختماني موادو په توګه مناسب مواد دي.
c) د بلاک یا Adobe خامې خښتې د محکمیت ازمایښت . Strength Test of Block or Adobe
دا ازمایښت د خټینو بلاکونو محکمیت په کیفي لحاظ محاسبه کوي نه په مقداري لحاظ .تولید شوی بلاک ،کوم چې دڅلورو اونیو لپاره د لمر په واسطه وچ شوی ،باید دیو جداګانه عنصر بار اتکا کړي پرته له دې چې مات شي.که داسې ونه شي کړای باید په خاوره کې فیبر مواد او کلی(Clay) خاوره په کې د نښلونکو (binder)په توګه ورعلاوه شي څو د هغې بلاک محکمیت غوښتونکي قیمت ته ورسوي.دا په دې مانا دی چې د یو شخص بار باید د بلاک په واسطه اتکا شي پرته له دې چې مات شي.
د خټین دیوال جوړولو میتودونه . Earthen Wall Construction Methods
دخټین دیوال جوړولو لپاره بیلابیلې لارې چارې کاریږي چې دلاس په واسطه اچول شوې طبقه جوړول،بلاک جوړول ،Pise یا tapial جوړول او یا هم د لرګې په واسطه خټین دیوال جوړول په کې راځي.دا تخنیکونه لاندې تشریح شوي .
1. لاسۍ اچول شوې طبقې په واسطه د خټین دیوال جوړول . Hand Molded Layer Construction of Earthen Wall
دا ډول دخټین دیوال جوړولو تخنیک د کمزوري تخته کولو او دلاس جوړولو پرمهال د ټیټ مقدار لمدبل درلودو له امله ترټولو کمزوری تخنیک دی .همدا لامل دی چې یا هم د تخته کولو یا لمدبل په واسطه د کلی مقدار نه فعاله کیږي .خو بیا هم ، سره له دې چې لمدبل مقدار کم وي احتمال شته چې یو شمیر واړه دروزونه په کې پیدا شي.ددې عیب د کمولو لپاره کیدای شي یو شمیر تدابیر ونیول شي ،لکه خټې سره د بوسو یا زیږې شګې ورګډول .باید پاملرنه وشي چې مناسب مقدار زیږه شګه ورسره علاوه شي ځکه د زیاتې شګې ورعلاوه کول ددیوال محکمیت راټیټوي.بلاخره سپارښتنه کیږي چې د لومړۍ طبقي او خټې ترمنځ د تماس ساحه باید لمده شي څو د وړو دزونو مخه ونیول شي.
2. خامې خښتې Adobe یا بلاک جوړول. Adobe or Block Construction
مضبوط بلاکونه له کلی خاورې یا پلاستیک تولیدیږي او دا باید په مناسب اندازه وچ شي څو د انقباض مخه ونیسي.پر خاوره باید د محکمیت ازمایښت ترسره شي څو د خاورې مناسبوالی مالوم شي.څرنګه شي چې واړه درزونه یوه اندیښنه وي نو کلی یا هم شګه ورسره علاوه شي او یاهم دبلاک جوړولو پرمهال موانع نه وي .باید پوه شو چې ،د بلاک له محکمیت وروسته د ددیوال په محکمیت کې د بلاکونو ترمنځ جینټونه مهم رول لري.سربیره پردې دجینټونو ترمنځ چې کومه خټه اچول کیږي هغې ته باید پوره پاملرنه وشي.دا ځکه خټه کیدای شي لمدبل له لاسه ورکړي کوم چې له بلاک سره مستقیما په تماس کې وي چې له امله یې واړه درزونه پیداکیږي کوم چې دځای په ځای شوو بلاکونو ترمنځ اتصال له منځه وړي.سپارښتنه داده چې د بلاکونو او اتصال لپاره یوشان مواد وکارول شي.بلاخره یو شمیر تدابیر باید د بلاک جوړولو پرمهال په پام کې ونیول شي ،لکه کتارونه باید لیول وي ،د پرله پسې کتارونو ترمنځ عمودې جینټونه باید پرې شي او یوبل کې ونغاړل شي ،دا جینټونه باید له خټې ډک شي او ددیوالونو ترمنځ 90 درجې جینټونه باید داسې جوړ شي چې دعمودې جینټ دمنځ راتلو مخه ونیسي.
3. Pise یا Tapial جوړول. Pise or Tapial construction
په Pise یا Tapial جوړولو کې لومړی قالبونه ځای په ځای کیږي او بیا په کې لمده خټه اچول کیږي او دغوښتنې اندازې پورې په زور سره په کې تخته کیږي .د Tapial محکمیت د تخته کولو درجې او کارول شوي لمدبل مقدر پورې اړه لري.
که چیرې کارول شوې خاوره کلی ولري ،نودمناسب تخته کولو او مناسب اندازه لمدبل ورکولو سره لوړ محکمیت لرونکی دیوال ترلاسه شي .خو که چیرې د لمدبل مقدار کم او کلی (clay) مقدار زیات وي دوړو درزونو پیداکیدو ویره ډیره ده .نو شګه ورسره علاوه کول ددې مخه نیولی شي .هغه فشار چې دخاورې تخته کولو لپاره کاریږي دوسایلو په وزن او شکل پورې اړه لري.لوړ محکمیت د زیات تخته کیدو څخه لاس ته راځي مګر دا خبره تر یوه محدود حده صدق کوي ،کوم چې باید دقالب لرې کیدو وروسته قالب پورې خټه نه وي نښتې.بلاخره ،سپارښتنه داده چې دتخته کیدو وسایل باید له 8 تر 10kg پورې وي او د هرو 1000cm2. 50 ټکان تخته ورکول شي.سربیره پردې د هرتخته کیدونکی قشر پیړوالی باید له 10cm زیات نه وي او د هربلاک لوړوالی باید له 50 تر 80cm پورې وي .فرعي جینټونه کې په هر 10cm کې اوبه ورکول شي څو د ساختمان یکنواخت والی ترلاسه شي.
4. له لرګي یا Cane ساختمان سره خټین جوړول . Earthen Construction with Wood or Cane Structure
په دې تخنیک کې ،ساختمان چارچوکاټ چې له لرګین افقي عناصرو او عمودي اړمونو تشکیل شوی وي جوړیږي.د ساختمان له نصب وروسته ،تختې له Cane ډکیږي او دواړه خواوې د خټو په واسطه پوښل کیږي . که چیرې ساختماني تدابیر سم نه وي حساب شوی غوښتل شوی خټین ساختمان به ترلاسه نه شي.د بیلګې په ډول ،حفاظتي قشرونه لکه قیر په واسطه رنک باید د Cane یا لرګین عنصر پر سطحه ووهل شي په ځانګړي ډول کله چې عناصر په تهداب کې ننوتي وي او سپارښتنه کیږي چې تهداب له سنګ کارۍ ،کانکریټ او یا خشتکارۍ څخه جوړ شي چې له ګچ لرونکی سیمنټ یا چونه مساله په کې کارول شوې وي .سربیره پردې ،لرګی یا Cane جالۍ باید دتختې ډکوونکو موادو په حیث وکارول شي او دتختو دواړو خواړو ته بوس لرونکې خټه وکارول شي.سربیره پردې ،سپارښتنه کیږي چې حلقوي بیم او یا تیار جوړې تختې وکارول شي څو د بامونو بارونه مساوي تقیسم شي او ددیوال متحدانه غبرګون تضمین شي.بلاخره سپارښتنه کیږي چې خټه د تختو سطحې باندې دحلقوي بیم او چټ له نصب وروسته ورکول شي څو دوړو درزونو مخه ونیسي.
په سیسمیکي ساحه کې د خټین دیوال جوړولو لپاره سپارښتنه . Recommendation for Earthen Wall Construction in Seismic Area
په سیسمیکي یا زلزله خیزو ساحو کې د خټین دیوال جوړولو لپاره څو سپارښتنې وجود لري.په دې سپارښتنو کې دعمودې بټرس یا شاته تکیه دیوال ورکول او د اوږدو دیوالونو په وسط کې استحکامي عنصر ورکول شاملیږي .ددې ترټولو زیات لوړوالی باید ددیوال د پیړوالي له اته چنده څخه زیات نه وي.سربیره پردې په داسې دیوالونو کې باید په ټولو نښلونکو برخو(junctions) او کونجونو کې بیرون وتلې پایې (pilasters)ورکول شي .ځکه په دې سره به ددیوال او ټولې ودانې سیسمیکي ثبات(stability) زیات شي.
سربیره پردې ددیوال ترمنځ تشه پریښودل شوې خالیګا باید له 1.2m زیاته پلنه نه وي او ددې خالیګاو ترمنځ او له کنج دباندې څخه 1.2m واټن وي.په یودیوال کې د خالیګا پلنوالی باید د ټول دیوال د اوږودوالي له یو پرې درې څخه زیاته نه وي د سیسمیکي زونونو A ،B او C کې .سربیره پردې سرتاق باید د خالیګاوو دواړو خواو ته دیوال کې لږترلږه 50cm ننوځي.دلاس په واسطه خټین دیوالونو ترټولو بره مخ سطحې پلنوالی باید له 30cm کم نه وي او مخ ښکته یې پلنوالی زیات شي په 1:12 میلان سره .