لیکنه: عزت الله عمران
دیوې خپرونې چمتوکول درې پړاونه لري:
چمتوکول :
د سکرپت لیکل :
تصحیح (Edit) :
سکرپت : عبارت د هغه متن څخه دی چې دخپرونې دجوړونکی له خوا چمتو کیږی. پدې متن کې (لیکنې، کلیپونه، واکس پاپ [دخلکو خبري] راځي. او دیوې کړنلارې په څېر د تصحیح Eidet او تولید دچټکتیا لپاره ترېنه گټه اخیستل کیږی.
دخپرونې اصلي عنوان : روغتیا او ژوند
داوسني خپرونې عنوان: سپین زیړی
لیکونکی :
ویاند :
ریپورټر :
کمره مین :
پرودیوسر :
دایرکتر :
تخنیکي مرستیال :
ثبت نیټه :
دخپریدو نیټه :
روغبړ (سلامونه او ښه راغلاست) د یو یا دوه ویندویانو له خوا (۵ ثانیې)
هوک لاین – دموضوع په اړه معلومات وړاندي کول (څو ثانیي)
ویاند – هوک لاین په موضوع او د هغه په ارزښت تړي (10 – 15 ثانیې)
د مطلبونو لړلیک او کلیپونه (15-20 ثانیو)
د خپرونې اصلي برخه :
ویاند(1) :دموضوع په اړه (۲۰ ثانيې) رڼا اچوي.
کلیپ (1): رنځوران / خلک : واکس پاپ، بحث اویا لنډه ډرامه – او هرهغه څه چې موضوع په زړه پورې او څرګندوي.
ویاند(2) : راځۍ چې پدې اړه د ښاغلی او آغلې ……… نه وارو (څو ثانیې)
کلیپ(2) : (څو ثانې)
ویاند(۱) د (2) کلیپ په مهمو ټکو رڼا اچوي (څو ثانیې)
ورستی کلیپ.
دخپرونې ورستي برخه :
(1)او(2) ویندویان دخپرونې په مهمو ټکو رڼا اچوي، او له خپلو لیدونکو او اوریدونکو مننه کوي. اود راتلونکې ورځې د خپرونې په موضوع اړه رڼا اچوي.
د خپرونې پته، د تلیفون شمیره او بریښنالیک وړاندي کول.
مخه ښه او په موزیک سره خپرونه پای ته رسول.