لیکنه: ذکریا رحیمي
ستاسې چلند نېغ په نېغه د نورو له عکس العمل سره اړیکه لري. ستاسو چلند کې بدلون کولای شي د نورو په چلند کې بدلون راولي د دوه وګړو تر منځ د اړیکو پراخوالی کې غوږ اېښودنه مهم رول لري.
که غواړې بل څوک دې په خبرو پوه شي اول باید ته د بل په خبره پوه شې، په خبرې د پوهېدو لپاره خبرې ته د غوږ کېښودو ډول زده کول اړین دي.
غوږ اېښودنه:
هغه تفسیر یا اظهار چې خبرو او د وجود په حرکاتو کې ویل کیږي، د یو خاص هدف لپاره پرې پوهېدلو ته ښه غوږ ایښودنه وایي.
په خبرو کی بل ته وخت ورکوه چې ستا په خبرو خپل نظر څرګند کړي، ځکه دا تا سره مرسته کوي چی تا څه ویلي او مقابل لوری ستا په خبره څومره پوه شوی دی.
۱ د مقابل لوری دخبرو احترام کول، د بل تابع کیدل نه دی بلکه د اړیکو د پراخوالی یو مهارت دی.
۲ که غواړې رهبر شې نو د رهبری لپاره د خلکو سره شریک فکر ولره
۳ د راتلونکی په لور د خلکو رهبری لپاره باید له دوی سره په حال کی ډیری نږدې اړیکې ولرې.
د مذاکرې، مصاحبې ، بحث او مناظرې تر منځ توپیر:
باید د مذاکرې، مصاحبې، بحث او مناظرې تر منځ توپیر وشي:
۱ مصاحبه تل یو طرفه نظر وي چې پوښتنې ته په ځواب کې ویل کیږي.
۲ بحث لهدوه مخالفو نظرونو نه منځ ته راځي.
۳ مناظره کله چی دوه کسان خپل نظرونه وایي.
مذاکره د ونډې اخیستو لپاره د دوه ډلو کوښښ دی چې شریکې نقطې پیدا کړي او د هدف پر لور کړنو کې ونډه واخلې.
مذاکره کی باید احساساتو ته توجه ونشی د موضوع ټکو ته پام وشی
که چیرې مقابل لوری احساساتي شي باید خبره له مثبتې نقطې راونیول شي او په منځ کې مقابل لوري ته چې امکان نلري اشاره وشي او په مثبت فکر ختمه شي.
مذاکره ګټل یا بایلل نه دي(مقابله نه ده) یو شریک هدف ته رسیدل دي
مخکی تر مذاکرې باید د مقابل لوري هدف پوره درته څرګند او خپل اهداف هم درته معلوم وي چې څه غواړې.
په مذاکره کې چی یو څه نه غواړې هیڅ کله ځواب په “نه” مه وایه، خبرو ته وسعت ورکړه او د خبرو په توسعه کې خپلې بریا ته لار هواره کړه، د مقابل لوري مخه ډب کړه.
که چیرته مونږ مستقیما و نه وایو نو د رقابت شکل اختیاروی او له رقیب سره مقابله کیږي نه مذاکره.
د رقابت شکل باید د خبرو په توسعه اود نزاکت په پوښ پټ وساتل شي.
مخالفت :
که د مخالفت منبع پیدا کړو په ډیره اسانۍ سره ورته د حل لار هم پیدا کولای شو . کله چې یوه ډله منځ ته راشي نود ډلې سره مختلف ارزښتونه، تګلارې او بارونه هم منځ ته راځي.
د مخالفت منبع:
۱ سوء تفاهم، وینا د هغه څه باره کې چې غوښتنه یې شوې وي او ور سره مطابقت ونلري.
۲ په پیغام پوره نه پوهیدل یا پکې څیړنه نه کول.
۳ د هغه څه کم وضاحت د کوم باره کې چې خلک توقع لري.
۴ کله چې د خلکو ګټه په خطر کې وي.
۵ کمزورې رهبري یا کله چې رهبر پر خپلو وعدو عمل نه کوي.
د مخالفت له منځه وړل:
اول باید جمله له داسی الفاظو شروع شي چې مقابل لوری ته پکې احترام شوی وي.
نه چې انتقاد پرې شوی وي، ځکه انتقاد مخالفت ته لمن وهل دي او همدا کولای شي د خبرو محیط جوړ کړی که په خبرو کې د مخالف له طرفه پرې غلطي ثابته شي باید بښنه وغواړي او خپله غلطي ومني.
قهرکنټرول کړئ: خپله غصه او د مخالف لوري غصه.
تل چې فکر کوو، د فکر سره یو احساس هم پیدا کیږي چې دغه احساس ته غصه ویل کیږي.
څنګه کولای شو د بل غصه کنټرول کړو؟
دغه مثال ته توجه وکړئ : یو کس په شرکت کې کار کوي او د شرکت لخوا پرې تور ولګول شو او له دندې لرې شو ، دا ډیر ه نورمال خبره ده چې دا کس غصه شي او خپل شکایت وکړي، که دغه تن سره مستقیما مخالفت وشي نو د کس غصه لا زیاتیدای شي،
خو که ووایي چی ما څه کړي چې زه له دندی لرې شوی یم او مقابل لوری ورته ووايی “هو” راځه چی وګورو همدا “هو” ټکی د ده پر قهر کنټرول دی او د مذاکری محیط ته لار هوارول دي.
مخالفت:
مخالفت کوم بد کار نه دی خو له مخالفت سره معامله سخت کاردی.
که له مخالفت سره پر معاملې انسان پوه شي نو یو مثبت بدلون منځ ته راځي.
تر ټولو اول باید توجو سره غوږ کیږدو او خبرې واورو چې مخالفت د څه باره کې دی.
مسلې ته د بل له دیدګاه او له نظره ونه ګورو.
بیا پکې خپل نظر اضافه کړو.
خپل نظر کې داسې څه ووایو چی دواړو ته د منلو وړ او ممکن وي.
خپل موافقت وښایو او د موافقت غوښتنه وکړو
په مخالفت کې صرف یو فکتور دی چی له مخالف لوري سره ستا اړیکې نورې هم ترینګلې او یا بهترې کړي، هغه ستا سلوک او رفتار دی.
اثر یا تاثیر:
اثر یا تاثیر
هغه مهارت ته د تاثیر لاندې وړل وایي چی د چا نظراو رفتار ته مثبت اړخ ور بښي او تبدیلي پکې راوړ لی شي.
هغه علمي قدرت او توانایي ته وایي چی بل څوک له نتیجه ګیري وروسته ستا علمي ذخیره تر خپلې علمي ذخیرې نه ډیره غني وګڼي.
په سیاست کې د رهبر هغې تشریحي نظریه ته وایي چې په خپلو ویناوو د نورو کړنې او تګلاره بدله کړي (هغه د خبرو اوویناوومهارت چی د خلکو ملاټر خپل کړی)
قدرت :
هغه قدرت چې د اداری په کرسۍ کې وی
هغه قدرت چې انسان ته تجربې او علم وربښلی وي
هغه قدرت چی ټولنې نه یې ګټلی وي( په ټولنه کې احترام، ارښت، باور)
کوم خلک چې دریم قدرت لری اکثرا په ښه توګه کولای شي خلک ترمثبت تاثیر لاندې راولي.
په توجه سره اورېدل:
هغه څه اوریدل چې دنورو دلچسپي پکې وي او په خپل فکري اواز کې یې نغښتی وي او په ژبه او د وجود په حرکاتو یې وایي،
ځکه په څه کې چې خلک د تاثیر لاندې راوړل غواړي باید اول یې درک کړي او همدا درک کول تاته یو له پاسه دری یادو شوو قدرتونو دربښي.
د وجود ژبه:
۱ انسان باید ۵۰% خپل نظر مخکې تر دې چې خبرې وکړي باید د وجود په حرکاتو یې ظاهر کړي.
۲ د وجود حرکات په خلکو کې دوینا کوونکي د وینا باره کې باور ته ځای جوړوي، همدې باور ته تاثیر ویلی شي.
۳ پروپاګند د یوې ایډیالوژي شکل کې هم په خلکو تاثیر کولای شي او د دوی نظر بدلولای شي.
۴ جذباتي خبرې په طبعي شکل هم په دې کې مرسته کولی شي.
د ځان پیژندنه:
د ټول علم او عقل لپاره بنیادي شرط د ځان پیژندنه ده له نورو زدکړه د ځان پیژندنې کې مرسته کوي, له ماشومتوب نه مونږ له نورو زدکړه پیل کوو خو د وخت په تیریدو سره دا ویلای او درک کولای شو چی زه څوک یم ؟
زه څه کولی شم ؟ دې کې د ځان پیژندنه مرسته کوي، خو که ځان ونه پیژنو نو زمونږ د ژوند ډیره برخه به په نورو پورې اړه ولري ځکه چې څوک په دې ونه پوهیږي زه څوک یم ،په دې هم نشي پوهیدلای چې څه کولای شم؟
نظم او څارنه:
۱ د نظم او څارنې لپاره بنیادي شرطونه احکام، قانون او طرز عمل دی.
۲چی پخپله دیسپلین یا ښه ترتیب او نظم بلل کیږي.
د ښه نظم راوستلو لپاره څه کول پکار دی؟
کړنی باید د قانون سره مطابقت ولری
باید د مسول کس له خوا تل څارنه وی
قوانین باید وټاکل شي او دا قوانین باید ځنې کړنې چې نظم خرابولای شي مخنیوی وکړي او داسې کړنې باید اصلاح شي،
د سرغړونې په صورت کژ سزا هم ورته وټاکل شي.
تر ټولو زیات د وظیفه ور کونې په وخت د قرارداد امضا کول ډیرزیات مفید رول لوبوي. قرداد قوانین تشریح کوي او د اجرات امر کوي، د دی نه په سر غړونی مسوله اداره کار کوونکی ته سزا او یا هم له دندی لری کولای شی
د قوانینود اصلاح منفي او مثبت اړخونو پیدا کولو لپاره په هفته کې باید یو ځل غونډې وشي, تر څو ستونزو ته په کتو سره تبدیلي منځ ته راشي.
په غونډه کې د قوانینو سره مخالفت او موافقت د نظر لاندې ونیول شي.
کله چې خپلې کمزوري کنټرول او اداره کوئ، باید خپل استحکام قوت او توانایي هم په نظر کې ونیسئ، په دې کې له خطر نه ونه ویریږئ او د خطر لپاره لار ولرئ, غلطي د زده کړې لپاره وکاروئ، نه دځان دویرولو لپاره.
کله چې په څه پوه نشئ، په اعتراف او زده کړې کې ونه ویریږئ.
د بل اعتماد پر ځان جوړولو لپاره څه ضرور دی ؟
تر ټولو اول باید خپل دیسپلین او پالیسيترتیب کړو ، د بل پر ځان اعتماد لپاره بنیادي شرط دی.
غرور او پر خپل ځان اعتماد کې فرق څه دی ؟ زما په اند پر خپل ځان اعتماد لرلله علم او هوښیاري نه کیږي او غرور له حماقت نه
صرف پر ځان اعتما دلرل هم ضرور نه دی بلکه په کوم کار چې ته پر ځان اعتماد لرل غواړې باید په کار هم پوه شې.
که له یوې داسې ستونزېسره مخ شو چې زمونږ علم او یا تجربه ورته کافي نه وي نو ضرور زمونږ ذهن د ډیر فشار لاندې راځي چې ځنې وخت د نا امیدي یا خفګان سبب هم ګرځي د دی لپاره باید مقابله کوونکی خاصیت ولرو که چیرته مونږ مقابله کوونکی خاصیت ولرو نو څه چې زندګي راکوي په اسان ورسره معامله کولای شو.