لیکنه: ډاکټر محمد ابراهیم شینواری
یوه ډاکتر ۲۹۳ ناروغان تر کتنې لاندې ونیول. د دوی له کورنیو سره لومړی په تماس کې نه و چې کومه کورنۍ خپل ناروغ ته دعا کوي. البته ناروغان یې هم نه خبرول چې د دوی په باب دغسې څېړنه کوي. وروسته یې له کورنیو څخه معلومات وکړل چې دوی خپلو ناروغانو ته دعا کوله که نه. هغه د یو شان شرایطو لرونکي ناروغان چې تر نورو ژر او ډېر روغ شوي وو، هماغه کسان و چې د کورنیو غړو یې ورته دعاوې کړې وې. دې ناروغانو تر نورو کم میکروب ضد او پړسوب ضد درملو ته اړتیا پیدا کړې وه. داسې څېړنې په نورو حیواناتو او نباتاتو هم شوي دي، هغو غنمو ښه وده کړې وه چې دعا ورته شوې وه. البته کومو ناروغانو ته چې د مینې او زړه سوي په روحیه دعا شوې وه اغېزې یې ډېرې ښې وې.
تحقیقاتو د دعا په نتیجه کې په دې شیانو کې مثبت تغیرات راوستي دي. د انزایمونو فعالیت، د سپینو کرویاتو د ودې او بدلون چټکتیا، د میکروبونو بدلون، د بېلابېلو تخمونو د ودې او تېغې وهلو سرعت، د زړه د ټکان د تنظیمونکو حجرو ښه والی، د ټپونو د رغښت سرعت، د تومورونو اندازه او ښه کېدل، د تایرایډ غدې د حالت ښه والی، له بېهوشۍ څخه د وخت کمښت، د وینې د سرو کرویاتو او هیموګلوبین ښه والی.
د مسلمان ورور دعاء د بل مسلمان لپاره قبلیږی، د حدیث شریف مفهوم یوه ورځ یو صحابي حج ته روان و، نبی کریم (صلی الله علیه و سلم) ترې وغوښتل چې هغوی ته هم په بیت الله کی دعاء وکړي، او داسی نور ډیر موارد دي د چې یوه شخص دعاء د بل لپاره قبلیږي.
دعا هم له لېرې ګټه رسوي هم له نژدې ځايه
تحقیقاتو کې یې دعا کوونکي په داسې بندو ځایونو کې ایسار کړي دي چې هیڅ ډول معلوم امواج یې بهر ته نشي تللی، خو دعا خپل تاثیر کړی او ګټه یې رسولې ده. هیڅ شی او مانعه د دعا مخه نه شي نیولی. له لیرې د دعا د اغېزې په باب فکر کېږي چې له دعا کوونکي شخص څخه دعا کېدونکې شخص ته رغونکې انرژي لېږدوي. ساینس پوهان فکر کوي چې د دقیق ساینسي سبب په باب ممکن د کوانټم فزیک پدې برخه کې مرسته وکړي، خو موږ چې په غیبو ایمان لرو نو باور مو دی چې د الله تعالی مرسته تر هر څه لوړه، تر هر څه موږ ته نږدې ده او له دعا سره سمه موږ ته رسېږي، هغه که په هر میکانیزم وي.
تیر کال په یو مشهور پوهنتون یوه غونډه جوړه شوې وه، هلته یوه وینا وال وړاندوینه وکړه چې ۱۰ کاله وروسته به ناروغان د ډاکتر د مسلکي پوهې او دقت په څنګ کې د ده د مذهبي عقیدې او ایمان په باب هم معلومات حاصلوي.
دوه ځوانې ډاکترانې پدې توانېدلې وې چې د ناروغ د سرطاني برخې له پاسه د خپلو لاسونو د حرکتونو او دعا ویلو په نتیجه کې لاعلاجه سرطانونه تداوی کړي.
یو باریک ټکی مو باید بیا هم په پام کې وي چې د دعا په صورت کې باید طبي کتنې او درملنې له نظره ونه غورځوو، ځکه د رسول الله (صلی الله علیه و سلم)د حدیث له مخې الله تعالی چې هره ناروغي رالېږلې نو درمل یې هم ورته رالېږلي دي . نو له درملو استفاده هم یو شرعي عمل دی او له دعا سره په تقابل کې نه، بلکې یو د بل متمم دي.
د مظلوم اه خطرناک دی او انسان ترې باید ځان وساتي، خو پاکو انسانانو ته ناحقه ښېراوې ناروا دي چې ممکن د انسان روغتیا ته هم ضرر ورسوي. کله چې موږ له یو چا سره حسد کوو، هغه موږ نه ویني او نه خبرېږي، خو موږ د هغه په غیاب کې د هغه له کینې څخه پخپل بدن کې جوشېږو. دا کار د هغه شخص پر ځای موږ ته ضرر رسوي. د قهر او حاسد په باب پر موږکانو یوې څیړنې په ډاګه کړه چې د قهر او حسد پر مهال د دوی په معده کې داسې کیمیاوي مواد افرازیږي چې کله انسان ته پیچکاري شي د انسان د معدې د تخریش او درد سبب کیږي. د ناحقه ښېرو په وخت کې هم شخص بېځایه غوسه او هیجاني کېږي، چې په ضررونو یې موږ بحث کړی دی.
د ۲۰۱۰ حخه تر ۲۰۱۲ کلونو څېړنو وښودله چې د هیلو او باور سره دعا په انسان کې باوراو امید زیاتوي، له بدو سلوکونو څخه یې راګرځوي، د انسان د شکرګذارۍ حس پیاوړی کوي.
د دغو څېړنو په نتیجه کې اوس د نړۍ په ډېروطبي پوهنتونو کې د دعا د ګټو په باب تدریس کېږي. ډاکتران وړاندوینه (پيشبیني) کوي چې په راتلونکي کې به د درملنې درې طریقې عملي کېږي:
فزیکي درملنه چې د جراحي عملیاتو او درملو (ګولۍ، پیچکاري …) په واسطه به تر سره کېږي،
ځاني درملنه چې شخص به یې د ځاني تلقین او رواني ـ بدني تمرینونو له لارې کوي،
دعا او عبادت چې د لوی الله تعالی څخه د مرستې غوښتنې له لارې به درملنه کېږي. (د خپلې دعا او د خپلوانو او نورو کسانو له خوا د دعا له لارې).
د څېړنو یوه بله جالبه نتیجه داده چې د انسان د احتمالي وړاندوینې حس ډېر پیاوړی دی. نو د ایمان د رښتینولۍ په باب د انسان حس ډېره پیاوړې ګواهي ورکوي او د ناسم والی په باب یې د شکاکو خلکو ګواهي هم شکمنه ده؛ څرګنده او قاطع نده.
تر ۱۹۹۰ پورې ۲۵۰ نورو څېړنو ثبوت هم کړې وه چې عبادت او دعا فزیکي او اروایي روغتیا ښه کوي او ډېر لوی شکاکان هم پدې پوه شوي دي چې دغه څېړنې سمې دي. اوس د لا بهترو څېړنو سره دغه ډول ثبوتونه زیات شوي دي.
د بېلابېلو څېړنو نتیجو هغه څه ثبوت کړي دي چې اسلام یې موږ ته د تر سره کولو امر کړی دی. هیله ده په راتلونکي کې عالمان او ساینسپوهان د ژوند د ټولو اسلامي طریقو په باب څېړنې وکړې او زه باوري یم چې داسې حیرانوونکې نتیجې به ترې راووځي چې ټول بشریت ته به د اسلام د حقانیت رڼا نوره هم وځلوي.
You also might be interested in
لیکنه: ډاکټر محمد ابراهیم شینواری قرآني دعاګانې تر ټولو لوړ[...]
لیکنه: ډآکټر محمد ابراهیم شینواری په ټاکلي وخت (وختي) ویده[...]
لیکنه: ډاکټر محمد ابراهیم شینواری واکسینونه د عامې روغتیا له[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی