ژباړه: فریدالله منګل
که تاسو د راتلونکي ویره لری، ځان ټیټ ګڼی، د تېروتنو له امله په ځان نيوکه کوی، او یا هم د ناکامۍ په اړه فکر کوی. نو دا ټول منفي افکار دي. منفي افکار ستاسو په ځان باور زیانمنوي، ستاسو فعالیتونه د ځند سره مخامخ کوي، او ستاسو د ذهني وړتیاوو پر وړاندې خنډ جوړیږي.
د افکارو پیژندل یوه داسې پروسه ده، چې له مخې یې تاسو هغه افکار چې ستاسو په ذهن کې تېریږي درک کولی شئ.
يوه لار چې تاسو یې له مخې خپل افکار پیژندلی شئ دا ده، چې خپل افکار سم د لاسه ونه ځپئ، بلکې خپلې هغه شیبې په دقیق ډول وڅارئ کله چې د پریشانۍ احساس کوئ. او خپل افکار د ځان سره په لیکلي بڼه یادښت کړئ. د یادښتونو دې کتاب ته چې کله ناکله سر ورښکاره کوئ، دا تاسو سره مرسته کوي هغه پیښې وپیژنئ چې پخوا ستاسو د پریشانۍ لامل شوي، او په راتلونکي کې يې مخه ونیسئ، هغه د ناخوښی شیبې چې تاسو یې نن تجربه کوئ سبا یې د همدې لارې مخه نیولی شئ.
د منفي افکارو د اداره کولو لپاره لومړی د افکارو پیژندل اړین دي، تاسو یواځې هغه افکار اداره کولی شئ، د کومو په اړه چې سم معلومات ولری.