لیکنه: ریچارد ټمپلر
ژباړه: ذبیح الله رحیمزی
درې څلوېښتم قانون:
((ستاسې اهداف بايد ډېر روښانه او د لاس رسي وړ وي. که چېرې تاسې د خپل ځان لپاره ناسمې موخې وټاکئ تاسې به د ناهيلۍ او ماتې سره مخ کړي. ستر کارونه بايد د وړو کارونو سره ووېشل شي تر څو وکولی شئ هغه اداره کړئ. دا کار د دې لامل کېږي، چې سترې پروژې درته ډېرې ستونزمنې معلومې نشي او کله چې کار پای ته رسېږي؛ نو د خوښۍ احساس به کوئ. کله چې له ځانه سره حساب کوئ، چې دا کار به په څومره وخت کې سرته رسوئ، يو څه وخت د زړه تنګۍ او ستړيا د لرې کولو لپاره هم بېل کړئ.))
باربارا نانسی
موږ په دې برخه کې د ګډې بودیجې په اړه خبرې نه کوو، بلکې په شخصي موخو او کړنلارو خبرې کوو. باید چې د هغوی په اړه پوه شئ او که چېرې نه شئ کولای پوه شئ، چې کامیاب تن یاست یا نه، په دې حال کې د دې دلیل نشته، چې تاسې د بل تن سره ځان پرتله کړئ. ما تل غوښتل د ورزش په ډګر کې یو بریالی تن واوسم؛ مګر نه مې شو کولای منډه ووهم او ماتې مې خوړله. تل به مې دا فکر کاوه، چې زه یو ماتې خوړونکی شخص یم، تر دې چې یو وخت پوه شوم ورزش ځانته چالاکي غواړ،ي چې شاید دا برخه زما کمزورې وه.
ایا زه یوه ماتې خوړونکی شخص یم؟ نه، زه یواځې د چالاکۍ له اړخ ښه ورزش کار نه یم؛ خو په نورو کارونو کې بیا ځانګړی مهارت لرم او باید چې په هغو برخو کې د خپلې بریا او ماتې په اړه فکر وکړم.
د تېر کال د کار حالت مې څه ډول و؟
پينځه کاله وړاندې، څه ډول وم؟
دخپلو شخصي موخو د ترلاسه کولو لپاره څه ډول عمل کوم؟
سترو موخو ته د رسېدو لپاره څه کوم؟
دلته بل څوک د توپير پیدا کولو په برخه کې له تاسو سره نشته، ځکه د خپل ځان پرتله کول له نورو سره ګټوره لوبه نه ده. په تېر کې ما یو موټر سایکل لره اوډېر مې خوښیده. یو ځل مې د سره اشارې د بلېدو سره سره د یو بل موټر سره ټکر وکړ او یوه شیبه ښه یو بل سره ملامته کړل. ما مې له ځانه سره ویل؛« دا هماغه موټر دی چې ما یې دلرلو هیله درلوده.» او هغه هم دا فکر ختماً په ذهن کې ګرځيده. دا چې څنګه اشاره شنه شوه او موږ دواړو حرکت وکړ پام مې شو چې موږ دواړه د خپلې خوښې موټرو لرونکي یو . دا چې خلکو ته وګورو او مخکې له دې چې له زړه یې خبر شوو او وغواړو د هغه پر ځای اووسو سم کار نه دی.
نو هڅه کوئ هغه اهداف او موخې چې ستاسې په ذهن کې ګرځي هغه باید ګټور او څه لاسته راوړنکي واوسي. د مثال په توګه غواړم؛ زه د نړۍ امپراتور شم زما په نظر خو ډېره ښه ده خو رښتينې خو نه ده.نو هغسې موخې باید ولرئ چې هغو ته درسېدو لپاره نه ډېره ستونزمنه او نه ډېره اسانه لار وي.