د خښتو د فشاري مقاومت، د اوبو جذب ،ښوره کیدو او سایز لپاره ازمایښتونه.
Test for Compressive Strength of Bricks, Absorption, Efflorescence & Size.
په دې مقاله کې د خښتو فشاري مقاومت ،اوبو جذبولو ،ښوره کیدو او سایز ازمایښتونه د IS کوډ له مخې تشریح شوي .
1. د خښتو فشاري مقاومت ازمایښت . Compressive Strength of Bricks Test. (ISS: 1077-1970)
i. د خښتو له منځه د خښتو پنځه نمونې راواخلۍ او په اوبو کې یې د 24 ساعتونو لپاره په عادې تودوخه کې ډوبې کړۍ.
ii. وروسته له 24 ساعتونو یې له اوبو راوباسۍ او پرېدۍ چې اوبه ترې لاړې شي بیا یې پاکې کړۍ .
iii. په خښتو کې تش ځایونه او سوري د 1:1 مسالې سره ډک کړۍ .دا خښتې په لوند محیط کې د 24 ساعتونو لپاره وساتۍ چې مساله ځان ونیسي شي .
iv. دا خښتې د اوه ورځو لپاره په اوبو کې کیږدۍ .په دې سره به مساله کلکه شي.
v. اوس خښتې له اوبو راوباسۍ ،او پریدۍ چې اوبه ترې لاړې شي .کله چې سطحه وچه شي هره خښته د فشاري مقاومت مالومولولپآره د ازمایښت لاندې ونیسۍ.
vi. خښته د دوه لرګینو تختو ترمنځ هواره پرته کیږدۍ چې هغه نښې طرف یې مخ پورته وي .
vii. خښته دازمایښت کوونکي ماشین په بستر کې د لرګینو تختو ترمنځ ایساره کړۍ او 140 kg/cm2/minute فشار پرې وارد کړۍ .
viii. هغه بار یادداشت کړۍ د کوم لاندې چې خښته ماته شي .دا بار P د خښتې د عرضي مقطعې په مساحت وویشۍ چې فشاري مقاومت درکړي.
Co=P/A
ix. د پنځه واړو خښتو د ازمایښتونود قیمتونو اوسط پیداکړۍ .
x. خښتې باید د Co ترلاسه شوي قیمت له مخې درجه بندي شي .
په عام ډول خښتې لاندې مقاومتونه لري.
a) لومړۍ درجه خښته .105 kg/cm2.
b) دویمه درجه خښته 70 kg/cm2.
c) درېیمه درجه خښته . 35 kg/cm2.
xi. د خټې د خامې خښتې فشاري مقاومت له 15 تر 25 kg/cm2 پورې وي .
2. د اوبو د جذبولو ازمایښت .
WATER ABSORPTION TEST (ISS 1077-1970)
i. د خښتو پنځه نمونې راواخلۍ .
ii. دا خښتې په یو تنور کې د 48 ساعتونو لپاره کیږدۍ چې تودوخه یې 110° C +- 5°C وي څو ښې وچې شي .
iii. خښتې له تنور راوباسۍ چې کله سړې شوې هره خښته وزن کړۍ .
iv. اوسه دا د نمونې خښتې په اوبو کې ډوبې کړۍ او د 24 ساعتونو لپاره په کې پریدۍ .
v. وروسته له 24 ساعتونو یې راوباسۍ .کله چې ترې اضافي اوبه ووتې هره خښته ددرې دقیقو په موده کې وزن کړۍ .
vi. جذب شوو اوبو قیمت دلاندې فورمول له مخې پیداکړۍ .
Absorption % = w2-w1/w1 x 100
دلته W1 وچ حالت وزن دی او W2 د هغه حالت وزن چې 24 ساعتونو لپاره اوبو کې ډوبې شي.
vii. د پنځه واړو خښتو څخه ترلاسه شوو قیمتونو اوسط قیمت پیداکړۍ .
د همدې قیمت له مخې خښتې نظر د اوبو جذبولو ته په لاندې ډول درجه بندي کیږي .
a) لومړۍ درجه خښته باید دخپل وچ وزن له 12% 15% زیاتې اوبه جذب نه کړي .
b) دویمه درجه خښته باید دخپل وچ وزن له 16% 20% زیاتې اوبه جذب نه کړي .
c) درېیمه درجه خښته باید دخپل وچ وزن له 25% زیاتې اوبه جذب نه کړي .
3. د ښوره کیدو ازمایښت . Efflorescence Test (ISS 1077-1970)
i. د خښتو پنځه نمونې راواخلۍ .
ii. هره خښته په جلا شکل په یو هموار سطحي لوښي کې کیږدۍ چې مقطرې اوبه(distilled water) ولري.
iii. خښته باید په مقطرو اوبو کې په ولاړه ودروۍ چې لږترلږه 2.5cm ډوبه شي.
iv. پورته لوښی چې اوبه او خښته لري په ملایم تودوخه (18°C to 30°C) لرونکې کوټه کې پریدۍ ،چې تهویه ولري.(پورته اوبه یو اندازه د خښتو په واسطه جذب شي او پاتې به تبخیر شي).
v. کله چې په لوښي کې اوبه ختمې شوې او خښتې وچې ښکاره شي نورې تازه تقطیر اوبه ورواچوۍ
vi. کله چې دویم ځلې خښتې وچې شي ،هره خښته کې د ښورې ښکاره کیدل وګورۍ ،ښوره کیدل د سپینو سپینو داغونو په شکل د خښتو په مخ راښکاره کیږي .
د ښوره کیدو له مخې خښته په لاندې ډول درجه بندي کیږي .
a) جدی.د خښې ټولو خواو کې مالګې لیدل کیږي او درنې وي او څومره چې خښته لمدوي دا سپینوالی لا زیاتیږي .
b) دروند.د مالګې مرکب د خښتې له پنځوس سلنه زیاته سطحې مساحت وپوښي .پوډر په شکل مالګه نه لیدل کیږي.
c) متوسط .د مالګو رسوب د 10 او 50% ترمنځ وي .مالګې د خښتې په سطحه نري قشر تشکیلوي،پوډر په شکل نه وي او نه ماتیږي.
d) لږ.د مالګې رسوب د خښتې په سطحه له 10% کم وي .یو نری قشر وي .
e) بیخي نشته .
4. ابعادو منلو حد ازمایښت . Dimensions Tolerance Test
i. شل خښتې د نمونې لپاره راواخلۍ .
ii. له خښتو څخه اضافي نښتې وتلې برخې او کمزورې ذرات لرې کړۍ .
iii. ټولې خښتې په کتار شکل په یولیول سطحه باندې په اوږودو سیده کیږدۍ داسې چې څنګه په څنګ سره نښتي وي اندازه یې یی واخلۍ .
iv. اوس ټولې شل خښتې یوبل ته څنګ په څنګ په پلنو کیږدۍ او اندازه یې واخلۍ .
v. اوس ټولې شل خښتې یو ته څنګ په څنګ ولاړې کیږدۍ او اندازې یې واخلۍ .
vi. .نو که چیرې خښتې(19 x 9 x 9 cm), سایز وي لاندې اندازې د منلو دي.
a) د A کلاس خښتو لپاره ټول اوږودوالی د 368-392cm ترمنځ ټول پلنوالی د 174-186cm ترمنځ اوټول لوړوالی د . 174-186 cm ترمنځ .
b) د B کلاس خښتو لپاره ټول اوږودوالی د cm 350-410ترمنځ ټول پلنوالی د 165-195cm ترمنځ او ټول لوړوالی د . 165-195 cm ترمنځ .