لیکنه: مصدق اکرم اسحق زی
د داخلي سیاست او بهرني سیاست ترمنځ توپیر څه دی؟
داخلي سیاست : سوله امیزه او یا غیر سوله امیزه اړیکه د افرادو، ډلو، او سیاسي احزابو په داخل د یو هیواد کې داخلي سیاست ته وايي.
. بهرني سیاست: د یو دولت اړیکې د نورو دولتونو سره په نړیواله کچه، دې ته بهرني سیاست وایې. عبدالرحمان عالم په خپل یو کتاب کې د ( بنیاد های علم سیاست) کې داخلي سیاست داسې تعریفوي. داخلي سیاست عبارت د هغه اصول او قواعدو څخه دې چې په ټولنيزو کړنو باندې حاکم وي په داخل د یو هیواد کې. په یو بل تعریف کې وایې. د حکومت رسم او تګلاره،د قدرت استعمال په ټولو امورو کې د قلمرو په داخل کې چې د یو دولت تر اختیار لاندي وي عبارت د داخلي سیاست څخه دی. یو بل عالم محمود طلوعی په خپل کتاب کې د (فرهنګي جامع سیاسي) کې د داخلي سیاست په اړه داسې وایې. هر امر چې د دولت پورې مربوط وي لکه د دولت مدیریت ،جوړښت، او څنګه د دولت فعالیت او مقاصد په داخل د هیواد کې وي، لکه سیاسي امور چې د دولت جوړښت پورې مربوط وي لکه په هیواد کې د امورو ترتیب، د طبقاتو رهبري، د سیاسي قدرت لاسته راوړلو لپاره جنجالونه د سیاسي احزابو ډلو او با نفوذو خلکو ترمنځ، داخلي سیاست بلل کیږې. د بهرني سیاست او داخلي سیاست ترمنځ فرق په وضاحت سره ښکارې خو بیا هم د ذهن خلاصیدو پورې دلته اړینه بولم چې وضاحت ورکړم. داخلي سیاست په ټولو اجتماعې اړخونو کې لکه تعلیم او تربیه، روغتیایې خدمات، داخلي محصولاتو ته وده ورکول، په خلاصه توګه هر هغه عملي کړنه ترسره کول چې د اګاهې سطحې او هوسا ټولنیز ژوند برابرول داسې نور په لس هاو مثالونه لرو چې د خلکو د هوساینې او رفاه باعث ګرځې. خارجي سیاست د دولتونو ترمنځ د اړیکو ټینګولو په حسن نیت سره د مختلفو دولتونو سره. د بېلګې په توګه په نړیواله کچه د هیوادونو ترمنځ د تروریزم پر ضد مبارزه، اقتصادي،نظامي،ټولنیز، او د بیاروغونو معاهدې، تړونونه، او داسې نور…